۸صبح، کابل: د طالبانو تر مدیریت لاندې د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو د ورېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه رياست پنجشنبه د سلواغې پر ١٣ د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې په پروان، پنجشير، بغلان، تخار، بدخشان، سمنګان، وردګ، باميان، دايکندي، غور، سرپل، بلخ، جوزجان، فارياب، بادغيس او هرات کې د واورې او باران د ورېدو امکان شته.
د هوا پېژندنې ادارې د واورې اندازه له ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو او د باران اندازه له ۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کړې ده.
دې ادارې پرون په ۱۲ ولایتونو کې د واورو او بارانونو داحتمالي ورېدو خبر ورکړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو سازمان د راپور پر بنسټ، افغانان سږ کال په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو بد ژمی تجربه کوي.