د ټولو لپاره د زدهکړو بنسټ: د افغان نجونو د زدهکړو پروړاندې توپیري چلند د غندلو وړ دی

۸صبح، کابل: «زدهکړې د ټولو لپاره» قطري بنسټ افغانستان کې د نجونو زدهکړیالانو پروړاندې دوهګونی چلند غندلی او په هېواد کې یې د نجونو محصلینو د زدهکړو د دوام غوښتنه کړې ده.
د ټولو لپاره د زدهکړو بنسټ (EAA) چهارشنبه د ډسمبر پر ۲۱ د یوې بیانیې په خپرولو په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو د زدهکړو د ممنوعیت په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړه د خواشینۍ وړ بللې ده.
دغه بنسټ په هره تحصیلي سطحه کې د افغانستان له ټولو زدهکوونکو او زدهکړیالانو غوښتي، چې جنسیت ته له پام پرته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د دغه بنسټ په وینا زدهکړې انساني حق دی چې دولتونه یې باید له تبعیض پرته د ټولو وګړو لپاره چمتو کړي.
د ټولو لپاره د زدهکړو بنسټ ویلي: «هېڅ ګوند باید له چا د زدهکړو حق وانهخلي.»
دغه بنسټ همداراز زیاته کړې، چې دولتونه، مدني ټولنه او کورنۍ باید له یو بل سره همکاري وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي، چې ماشومان او ځوانان خوندي او باکیفیته لومړنیو، منځنۍ او لوړو زدهکړو ته لاسرسی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د نجونو پروړاندې د پوهنتونونو د تړلو په تړاو د طالبانو وروستۍ پرېکړې پراخ غبرګونونه پارولي دي.