چین له نړیوالې ټولنې غوښتی چې له افغانستانه کلک ملاتړ وکړي

په ملګروملتونو سازمان کې د چین دایمي استازي ژانګ جون له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغانستانه پرېکنده ملاتړ وکړي.
ژانګ جون د ملګروملتونو سازمان د عمومي اسمبلې په ناسته کې، چې پنجشنبه د نومبر پر لسمه د افغانستان په تړاو جوړه شوې وه د ملګروملتونو له سازمان څخه غوښتي، چې د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ژغورلو لپاره لا زیاته هڅه وکړي او «افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنایتکارانه اقدامونو» په اړه څېړنې وکړي.
ژانګ ټینګار کړی، چې د افغانانو راتلونکی باید د هغوی په واک کې ورکړل شي. هغه همداراز له افغانانو غوښتي، چې خپل هېواد کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
په ملګروملتونو سازمان کې د چین دایمي استازي له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو سیاسي کېدل غندلي دي.
چین اعلان کړی، چې د روان کال د دسمبر میاشتې له پيله به د افغانستان او د لسو نورو لږ پرمختللو هېوادونو لپاره پر ۹۸ سلنه توکو تعرفه صفر ته ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه هېواد له انساني ناورین او د اقتصاد له پرځېدو سره مخ شوي او کنګل شوې بانکي شتمنۍ او د نقدو پیسو کمښت ۸۰ سلنه خلک پوروړي کړي دي.