۸صبح، کندوز: د امامصاحب او کندوز ښار ترمنځ د لویې لارې په اوږدو کې د دوو موټرو د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په کندوز کې د طالبانو د امنيه ویاند جمعهالدین خاکسار جمعه د تلې پر ۲۴مه، ویلي چې دغه پېښه د «فوررنر» او «کرولا» ډوله دوو موټرو ترمنځ شوې ده.
طالبانو د موټرچلوونکو بېپامۍ د دې پېښې لامل بللی دی.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې د خلکو د مرګژوبلې له مهمو لاملونو دي.
دوه ورځې وړاندې هم د کندهار د دامان ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې د یوه مسافر وړونکي بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه کسان مړه شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي وو.
د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، له ټاکلي سرعته زیات موټر چلول، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتوالی هغه عوامل دي چې د دغو پېښو په رامنځته کېدو کې ونډه لري.





