د فرانسې مالیې وزیر برونو لومر ویلي، چې اروپايي ټولنه به مسکو له اقتصادي اړخه وځپي.
نوموړي له یوې راډیو سره په خبرو کې ویلي: «هغوی به د روسیې پر وړاندې نړیواله اقتصادي او مالي جګړه پیل کړي.»
لومر زیاته کړې، د روسیې پر وړاندې باید نړیوال بندیزونه زیات شي او نړۍ باید له اوکراینینانو سره ودرېږي.
پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لوېدیځو هېوادونو پر روسیې د بندیزونو خبر ورکړ او اروپايي ټولنې د روسي بانک د شتمنیو او زېرمو د مدیریت عملیات وځنډول.
ورته مهال جرمني د نورد سټریم – ۲ د ګازو نللیکې چارې ودرولې او لوېدیځو هېوادونو پر روسي الوتکو خپل هوايي حریمونه وتړل.