زه په هغه کور کې لویه شوې یم چې دیوالونه یې خټين او چت یې ټيټ و. د خونې له کوچنۍ کړکۍ به مې تل د کابل اسمان ته کتل؛ داسې چې ماته به د نقاشۍ په څېر ښکاریده. په هغه ښار کې چې کله کله به یې د وېرې او ناامنۍ بوی ورکاوه، زده کړي مې و چې د کتابونو نړۍ ته پناه یوسم. ماته هر کتاب یوه کړکۍ وه چې نورې نړۍ ته پرانېستل کېده؛ هغه نړۍ چې پکې هېڅ دیوال نه توانېده له انسانه د فکر کولو الوت وتروړي.
دا د هغې نجلۍ کیسه ده چې سترې هیلې یې لرلې، خو تر خاورو لاندې د هېرېدو لپاره پرېښودل شوه. د هېواد په یوه لرې ولایت، داسې ځای کې چې ناوړه دودونه کله کله پر انساني اصولو سیوری غوړوي. زهرا داسې نجلۍ وه چې هیلې یې د کور د خټينو دیوالونو په حصار کې محدودې شوې وې. په هغې ټولنه کې پټ او ښکاره تاوتریخوالی نه یوازې په کوڅو او بازارونو کې، بلکې د کورنیو په مهمو پرېکړو کې یې هم ژورې ریښې غځولې وې.
د زهرا پلار، د ناسمو دودونو تر فشار لاندې او د یوې پخوانۍ شخړې د هواري لپاره پرېکړه وکړه چې زهرا له هغه سړي سره واده کړي چې کلونه ترې مشر و. زهرا چې د خپلو زدهکړو د دوام هیله یې لرله، د دغې جبري پرېکړې پر وړاندې ودرېده. خو په هغې ټولنه کې چې جوړښتي تاوتریخوالي له نجونو د انتخاب حق اخیستی، د هغې غږ د پرېکړه کوونکو نارینهوو په منځ کې ورک شو. پلار یې د دود له ناسمو تعبیرونو په ګټې اخیستنې، واده ته د رضایت او انساني کرامت پر بنسټ د یوې اړیکې په توګه نه، بلکې د خپلې «حیا ساتلو» د یوې وسیلې په توګه کتل.
زهرا د واده پر ورځ په داسې حال کې چې سترګې له ډېرې ژړا سرې وې، د هغې معاملې شاهده وه چې پکې یې انساني کرامت تر پښو لاندې شو. خو هغه څه چې هغې تجربه کړل، له روحي انحلال او د ازادۍ له سلب پرته بل څه نه و.
دغه واده نه یوازې زهرا له خپلو هیلو لرې کړه، بلکې هغه یې د یوازیتوب او ناهیلۍ یوې داسې کندې ته وغورځوله چې وتل ترې سخت و. په داسې ټولنه کې چې د تاوتریخوالي او جبر له لارې کورنۍ اړیکې جوړوي، زهرا د نوي کور په چوپتیا کې، د خپل مېړه د تاوتریخوالي او وهلو ټکولو تر بار لاندې، نور هغه خندانه او لوړې هیلې لرونکې نجلۍ پاتې نه شوه.
او یو سهار، تریخ خبر خپور شو: «زهرا ځان ځړولی دی.» د دې جملې په اورېدو مې ټول وجود ولړزېد. پر هغې څنګه ظلم شوی و؟ هغې هوښیارې نجلۍ ولې خپل ژوند پای ته رسولی وای؟ ولې له داسې برخلیک سره مخ شوې وای؟
په هغو ورځو کې مې یوازینۍ ډاډګېرنه کوچنۍ کتابتون و چې د کور په یوه ګوښه کې مې درلود. مور مې په یو څه سواد را زده کړل چې علم یوازې د کلمو لوستل نه دي، بلکې په ژوره توګه پر ژوند پوهېدل دي. هغې به تل ویل: د ژوند په ترخې ظاهري بڼه کې د ډوبېدو پر ځای یې ژوره مانا ولټوه.
کابل راته له تضادونو ډک ښار و. د بېوزلۍ او ستونزو ترڅنګ، لا هم داسې خلک و چې له خپل بېوزله ژوند سربېره یې لوی زړونه لرل او له نورو سره یې مرسته کوله. ما ترې زده کړل چې انسانیت په شتمنۍ نه دی، بلکې د روح په لویوالي کې دی. دا د ژوند هغه ستر درس و چې ما د ښار په کوڅه کوڅه کې له ساده وګړو زده کړی دی.
کله چې ښوونځي وتړل شول، ناهیلې نه شوم. له ځان سره مې وویل: «که د ښوونځي دروازه تړلې، د ذهن دروازه مې لا خلاصه ده.» لیکل مې پیل کړل. لیکل راته بوختیا نه وه، بلکې «خاموشه مبارزه» وه. ما لیکل، څو هېر نه کړم چې څوک یم او څه هیلې لرم. ما لیکل، څو د هغو ټولو نجونو غږ واوسم چې په چوپتیا کې د رڼا پر لور د تګ لار لټوي.
په هغو سختو ورځو کې به مې فکر کاوه چې ولې په هېواد کې کله کله بشري حقونه له پامه غورځول کېږي؟ ما یې ځواب په «بېسوادۍ» او «نهپوهاوي» کې وموند. کله چې یوه ټولنه له علمه واټن واخلي، خرافات او ناسم دودونه یې ځای نیسي. پرېکړه مې وکړه چې د دغه بدلون یوه برخه واوسم. نه مې غوښتل یوازې عادي نندارچي واوسم؛ غوښتل مې داسې څوک واوسم چې د قلم پر مټ د ناپوهۍ دېوالونه ونړوي.
ما د اګاهانه او د درناوي پر بنسټ د واده د ګټو په اړه فکر کاوه. داسې واده چې په کې دوه انسانان یو د بل مالک او مملوک نه وي، بلکې د دوو ملګرو په توګه د یوه انساني ژوند د جوړولو لپاره د یو بل ترڅنګ ودرېږي. په اسلام او په انسانروزونکو لارښوونو کې د دواړو خواوو رضایت او د ښځې او نارینه د شخصیت درناوی بنسټيز اصل دی. پوهېدم چې که یوه ټولنه غواړي پرمختګ وکړي، باید بېرته دغو انساني اصولو ته وګرځي.
هر سهار چې له خوبه راویښېدم، له ځان سره به مې ویل: «نن به څه زده کوم؟» د نویو مهارتونو زدهکړه مې پیل کړه. غوښتل مې داسې ښځه واوسم چې کله په ټولنه کې راڅرګنده شي، ټول پوه شي چې نه یوازې د ویلو لپاره څه لري، بلکې د خپلې ټولنې د ستونزو د هواري لارې چارې هم پېژني.
کله کله به چې د ښار له ناامنیو وېرېدم، اوس چې پر هغو ورځو فکر کوم، ګورم چې ازادي یوه ډالۍ نه ده؛ بلکې لاسته راوړنه ده. ازادي هغه مهال زېږي چې ته پرېکړه وکړې، د خپګان پر ځای زدهکړه وکړې او نورو ته هیله ورکړې. زه نور هغه وېرېدلې نجلۍ نه یم. زه په داسې باد بدله شوې یم چې د ډبرو ترمنځ خپله لار مومي. پوهېږم چې له هرې شپې وروسته به بیا سهار راځي.
ښايي نن کابل د وحشت ښار وي، خو زه د ازادۍ پر هغه سهار باور لرم. د دومره ډېرو ویجاړیو په منځ کې ولاړه یم او جوړوم یې. زده کړي مې دي چې که ټوله نړۍ مې هم پر وړاندې وي، تر هغه چې پر خپل ځان باور ولرم، هېڅ دېوال مې غږ نه شي بندولی. لا هم خپلې لارې ته دوام ورکوم؛ په وېرې او محدویتونو کې، خو له داسې زړه سره چې د ازادۍ او پوهاوي لپاره درزېږي.





