۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په خپل تازه راپور کې ویلي چې د اپریل له لومړۍ تر ۳۰مې، په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د سرغړاوي ۲۸۰ پېښې ثبت شوې چې د ۸۷ نجونو په ګډون یې شاوخوا ۲۲۰ ماشومان اغېزمن کړې دي.
ګوتېرېش چهارشنبه د وږي پر ۲۵مه په خپاره کړي راپور کې زیاته کړې چې په دې موده کې «د غړو پرې کېدل او نقص» د ماشومانو له حقونو د سرغړاوي مهمې پېښې دي.
د دغه راپور له مخې، «وژنه او د غړو نقص» د ماشومانو له حقونو د ثبت شویو جدي سرغړونو ۷۷ سلنه جوړوي.
په راپور کې راغلي چې چاودېدونکي توکي لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د مرګژوبلې اصلي لامل دی.
دا راپور په افغانستان کې د ماشومانو او وسلهوالو نښتو په اړه د څار او راپور ورکولو د هېوادني کارډلې له خوا چمتو شوی دی.
ملګرو ملتونو په خپل دغه راپور کې د ماشومانو د وضعیت پر دوامدارې څارنې او د هغوی له حقونو د سرغړونو د مواردو پر ثبت ټینګار کړی دی.





