• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له تور حجابه تر تور نقابه؛ په غزني کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې پر نجونو د طالبانو نوي بندیز

۸صبح، غزني ۸صبح، غزني
۳۱ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۲۲ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790071563]
AI

AI

د غزني یو شمېر ښځینه ښوونکې او د لومړي تر شپږم ټولګي زده‌کوونکې وايي، طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی چې باید «تور حجاب» واغوندي، تور نقاب وتړي، تورې دستکشې او تورې عینکې وکاروي. د دوی په وینا، دا امر ښوونځي ته د ماشومانو د ورتګ له وار له مخه شرطونو دی او که څوک د طالبانو له دې امره سرغړونه وکړي، د دې ډلې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د محتسبانو له خوا به مجازات شي. له بلې خوا، د غزني یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د طالبانو د خوښې وړ دغو جامو د پېرلو توان نه لري.

د غزني دغه اوسېدونکي پر ماشومو نجونو د طالبانو لګېدلي نوي محدودیتونه له اسلامي ارزښتونو او د خلکو له کلتور سره په ټکر کې بولي او ټینګار کوي چې دا وضعیت به د دې لامل شي چې ماشومانې هم له دې وروسته ښوونځي ته لاړې نه شي. دوی زیاتوي چې طالبان د ماشومو نجونو پرمخ د ښوونځي د تړلو لپاره د پلمې په لټه کې دي.

رخسار (مستعار نوم) د غزني ښار په یوه ښوونځي کې پر تدریس بوخته ده. هغه د دې محدودیت د لګېدو په اړه وايي: «په دوو پرله‌پسې ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر کسان ښوونځي ته راغلل او ټول ټولګي یې جلا جلا وکتل. هغوی د ښوونځي له مدیر او نورو ښوونکو سره په غونډه کې په ډېر جدي ډول خبرداری ورکړ چې له دې وروسته باید په بشپړ تور حجاب، داسې نقاب چې یوازې سترګې ترې ښکاره وي، او تورو دستکشو سره ښوونځي ته حاضر شو او ښوونځي ته د تګ او راتګ پر مهال هم تورې عینکې وکاروو.»

دغه ښوونکې زیاتوي: «ټولو ښوونکو او زده‌کوونکو، ان د لومړي ټولګي زده‌کوونکو ته هم همدا امر شوی دی. هغوی وویل، که بل ځل د کنټرول لپاره راشو او چا مو له امره سرغړونه کړې وي، له دندې به ګوښه او له ښوونځي به وایستل شي.»

د غزني ښار په څنډه کې د البیروني نجونو ښوونځي یوه زده‌کوونکې زهرا وايي چې د دوی د ټولګي فضا ډېره وېروونکې شوې او ټولګي ته د ننوتو پر مهال له یوه عجیبه حالت سره مخ شوې ده.

دغه زده‌کوونکې وايي: «نن چې ټولګي ته ننوتم، ووېرېدم. د څو ټولګیوالو مو یوازې سترګې ښکارېدې او ما هېڅ یوه ونه پېژندله، تر دې چې هرې یوې یو ځل خپل مخونه موږ ته راوښودل.

په همدې حال کې، د دغې زده‌کوونکې پلار چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې خپور شي، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د خپلې لور لپاره د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر ریاست د محتسبانو د خوښې وړ نوي یونیفورم د پېرلو توان نه لري او اړ به شي چې خپله لور ښوونځي ته له تلو منع کړي.

د زهرا پلار وايي: «همدا اوس هم د هغه ښوونځي جامې چې دغه نجونې یې اغوندي، په بشپړ ډول اسلامي او شرعي دي. دا خو ماشومان دي؛ ان د لویانو لپاره هم د مخ پټول واجب نه دي، نو ماشومانې خو پرځای پرېږده. زه خپله بې‌کاره یم او د خپلو لوڼو لپاره د دومره جامو، دستکشو او نقابونو د پېرلو توان نه لرم. که پر هغوی فشار راوستل شي، زه دوه لوڼې لرم او اړ یم چې ښوونځي ته یې له تلو یې منع کړم.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، دې ډلې پر خلکو، په ځانګړې توګه ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي او په دولتي دفترونو او ادارو کې د ښځو پر کار هم بندیز لګېدلی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله
بهرني خبرونه

عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792601952]
سرچینې: هبت‌الله په کندهار کې د ۳۸ میلیاردو افغانیو په لګښت جومات او مدرسه جوړوي
خبرونه

سرچینې: هبت‌الله په کندهار کې د ۳۸ میلیاردو افغانیو په لګښت جومات او مدرسه جوړوي

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792599772]
کرملین: پوتین د اوکرایین جګړې په اړه د درې اړخیزو خبرو له بیا پیل سره هوکړه کړې
بهرني خبرونه

کرملین: پوتین د اوکرایین جګړې په اړه د درې اړخیزو خبرو له بیا پیل سره هوکړه کړې

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792598918]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.