کرملین ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې، امریکا او اوکرایین ترمنځ د درې اړخیزو خبرو له بیا پیل سره هوکړه کړې ده.
د پوتین د بهرنیو چارو سلاکار یوري اوشاکوف چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۱مه خبریالانو ته ویلي چې پوتین د نومبر له ۱۰مې وروسته د خبرو له بیا پیلېدو سره موافقه کړې ده.
دا څرګندونې په سن پترزبورګ ښار کې د پوتین او د امریکا د ولسمشر د استازي سټیو ویټکاف له لیدنې وروسته شوې دي.
اوشاکوف ویلي چې د دغو خبرو اصلي محور به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د روسیې او اوکرایین لپاره د امنیتي نظام رامنځته کول وي.
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ هڅه کوي اوکرایین د جګړۍ د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.
ورته مهال د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ټینګار کړی چې یوازې د هېوادونو مشران کولی شي د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه لاره برابره کړي.





