• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له چارچوبه تر ترتیبه

لیکوال: لونګ

لیکوال: لونګ لیکوال: لونګ
۱۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۱ - ۸ فبروري ۲۰۲۳ [t_time:1675836538]
GETTY IMAGES

GETTY IMAGES

په افغانستان کې د سیاسي نظامونو په بدلون سره هرڅه بدلېږي ان د سیاستوالو د خبرو سبک او سیاسي ادبیات هم بدلون مومي، یو وخت د ملګري او رفیق اصطلاح د سیاستوالو د ژبې پر سر وه، بیا نو د مسلمانو وروڼو او زما د عقېدې د خویندو او وروڼو اصلاحګانې ډېرې کارول کېدې، په ووروستیو شلو کلونو کې بیا د مدني ټولنې، پروپوزل او برنامې اصطلاحګانې ډېرې د پاموړ وي، په دې لړ کې د جمهوریت پرمهال د اشرف غني له لوري د چارچوب ویی ډير وکارېد، ښایي کمې داسې ویناوې یې وي، چې چارچوب دې پکې نه وي یاد شوی. هغه ان هغه مهال هم د چارچوب کلیمه کاروله چې په اصطلاح حکومت یې د نړیوالو د ملاتړ له چارچوبه وتلی او په وچ ډګ پاتې و. خو له نږدې دوو کلونو راهیسې د طالب واکمنو له خوا د ترتیب کلیمه ډيره خوله په خوله کیږي، هېڅ داسې طالب چارواکی به ونه ګوري چې دا کلیمه ونه کاروي.

خو کمونیستان چې د ملګري او رفیق خبره به یې ډېره کوله، د واک پر سر یې لومړی ګوزار پر خپل ملګري و، د خلق ډموکراټيک ګوند ځینوغړو چې له داودخان سره یې د ملګرتوب مزي غځولي وو، لومړی ګوزار پر هغه وکړ او په خونړۍ کودتا سره یې د واک واګي ترې راخپل کړل، وروسته چې واکمن هم شول په خپلو کې یې ملګرتیا ونه شوی پاللای او په داسې حال کې د خلق او پرچم پر دوو لارو روان شول چې خپل منزل یې یو باله. دوی د ملګرتیا په پاللو کې دومره پاتې راغلل چې د استاد او شاګرد نزاکت او درناوی یې هم تر پښو لاندې کړ او د خپل مشر استاد پر خوله یې د بالښت له اېښو او ترې له ساه اېستو ډډه ونه کړه.

کله چې مجاهدین د مسلمانو او زموږ د عقیدې د وروڼو له شعار او خبرو سره کابل ته راننوتل، لومړی یې د خپلې عقېدې له وروڼو سره ورانه شوه او هرچا د خپل ټوپک شپېلۍ د خپلې عقیدې د بل ټوپک وال ورور پر خوا ورواړوله، د عقیدې وروڼه په خپلو کې داسې جګړې ته اړم شول چې په زرګونه ولسي کابلیان هم پکې ووژل شول. د عقیدې وروڼو د نړۍ د جګړې په تاریخ کې ریکاډونه ثبت کړل، د ژوندیو بنیادمانو په سرونو کې یې میخونه ټک وهل، د مړو د نڅاوو وېروونکې نوېستنې او اختراعګانې یې وکړې، په پاټکونو کې یې د انسانانو د داړلو لپاره انسانان ته د لیونیو سپیو کار وسپاره.

د مجاهدینو ټغر هم د هغوی د خپلې عقیدې د وروڼو په مټ ټول شو. دا ځل د هغوی د عقېدې وروڼه ( طالبان) رامیدان ته شول او د شر او فساد د ورکولو په خبرو سره یې داسې فسادونه وکړل چې افغانستان ته د امریکا د راتلو لامل شول او هرڅه په بله واوښتل.

د طالبانو له لومړۍ واکمنۍ وروسته جمهوري نظام رامنځته شو، د جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې د پروپوزل، مدني ټولنې او برنامې…. اصطلاحګانې ډیر وکارېدې، هر سړی په دې فکر کې و، چې که یو څو نومونه سره کتار کړي او د پروپوزل نوم پرې کیږدي نو د پروژې د پیسو ترلاسه کولو نیمایي کار یې شوی دی. حامد کرزي د خپلې واکمنۍ پرمهال د خدای مو راوله، خبره ډيره وکړه، خو په خپلې دورې کې د طالبانو او حکمتیار پر راوستو بریالی نه شو او خدای مو راوله خبره یې یوازې په خپل حکومت پورې محدوده پاتې شوه.

له کرزي وروسته چې کله اشرف غني د هغه پر څوکۍ کېناست، په خپلې هره وینا کې یې هرو مرو د چارجوب یادونه کوله، خو نه یوازې چې هرڅه په چارجوب کې رانغلل، بلکې هره ورځ د حکومت په اډانه کې بل چارچوب جوړېده او د واک موازي جوړښتونه رامنځته کېدل، خبره دومره تر چارچوبه ووته چې ان د یوه ولایت د امنیه قوماندان د ټاکلو لپاره جګړې ته اړشو. له چارچوبه د چارو د وتلو په لړ کې د امنیتي ځواکونو چورلکې هم له چارچوبه د وتلي جګړه مار له خوا رانسکورې شوې. اشرف غني د خپلې واکمنۍ په وروستيو ورځو کې هم د چارو د سمون لپاره د چارچوب خبره کوله او خبره تر دې ځایه ورسېده چې هره ورځ او د ځينو په خبره تشناب ته د تلو او راتلو تر وخته یو ولایت د حکومت له چارچوبه وته. د مخکیني حکومت ځیني چارواکي په دې باور دي که اشرف غني د حکومت له چارچوبه بهر ته پښې سپکې کړې نه وای، نو د نظام چارچوب او اډانه به پرخپل ځای پاتې وه.

خبره چې له چارچوبه ووته، طالبان د ترتیب د خبرې په کولو سره پر هېواد واکمن شول. د طالب چارواکو په هرو څو دقیقو خبرو کې هرو مرو څو ځلي د ترتیب خبره کیږي. د طالب چارواکو له لوري د ترتیب د اصطلاح کارولو یو لامل دا دی چې له مډرنې حکومتولۍ سره آشنا نه دي او فکر کوي چې ترتیب د معاصرې حکومتولۍ د ټولو هغو خبرو ځواب دی، چې دوی نه پرې پوهېږي، فرضاٍ که ورته ووایاست چې ښايي کابل کې لس کاله وروسته د څښاک اوبه پیدا نه شي ځکه تر ځمکې لاندې اوبه ډيرې ښکته ناستې دي، نو دوی به درته ووايي چې یو ترتیب به ورته برابره کړو. د طالبانو ترتیب بیا داسې دی چې نانوای ټرافیک ټاکي، ښاروال یې ځان د ماین اېښودو او پلونو او پلچکونو د الوځولو ماهر بولي، د امربالعمروف وزیر یې د ښځو چارو د وزیرې پرڅوکۍ کېني او د ښځو ضد حکمونه ورکوي او دویم مشر یې د ټولو ستونزو حل په بغارو کې ګڼي. طالبان د ترتیب خبرې کوې خو د نجونو د ښوونځیو پرانېستو ته د دوی په اصطلاح ترتیب نه شي برابرولای، طالبانو داسې ترتیب برابر کړی چې له هېواد نه د افغانانو پر وتلو سربېره اوس د بهرنیو سفارتونو ډيپلوماټان هم یو په بل پسې وځي خو ویاند یې وایي چې ډيپلوماټان تللي چې په خپل هېواد کې یو ترتیب برابر کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: له زلزله‌ځپلو کورنیو څخه د ملاتړ بېړنۍ مرستې چمتو دي

۱۲ لړم/عقرب ۱۴۰۴ - ۳ نومبر ۲۰۲۵ [t_time:1762176085]
اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه
خبرونه

اسیا جام؛ افغانستان هانگ کانگ ته د ۹۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۸ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757442805]
د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي
خبرونه

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې ویجاړونکې زلزلې له پراخو بحرانونو سره هممهاله شوې دي

۱۰ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1756752298]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.