۸صبح، خوست: طالبانو په خواله شبکو کې د بېپولې ډاکټرانو د روغتون مخې ته د یوې مور د زېږون ادعاوې ناسمې بللې دي.
د خوست ولایت مقام پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ولایت مقام او د عامې روغتیا ریاست ګډ پلاوي دا پېښه څېړلې ده.
د اعلامیې له مخې، یاده ښځه د وینې د لوړ فشار له امله له یوه کلینک څخه د بېپولې ډاکټرانو روغتون ته لېږدول شوې وه، خو له موټره تر ښکته کېدو وروسته یې وضعیت خراب شوی او پر ځمکه لوېدلې ده.
په اعلامیې کې راغلي چې وروسته ښځينه ډاکټرانو نوموړې په بېړني ډول روغتون ته لېږدولې او درملنه یې کې ده.
د اعلامیې له مخې، د پلاوي موندنې په خواله شبکو کې له خپرو شویو مطالبو سره توپیر لري.
د طالبانو د ولایت مقام ویلي چې د دغې ښځې د یوې غړی اظهارات ورسره دي، خو د ټولنیزو حساسیتونو له کبله یې له خپراوي ډډه کړې ده.





