که د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ د «سپاهیان میهن» په نوم ډلې برید «ناڅاپي» وګڼل شي، د دغه ولایت په زیباک ولسوالۍ کې تازه جګړه بیا لنډمهالې نه ښکاري، بلکې ښايي د یوه «بهیر» د پیل نښه وي چې ژر او په اسانۍ به ونه درېږي. د دغو دوو نښتو ترمنځ لنډ وخت، په ځانګړې توګه د بدخشان په څېر مهم ولایت کې بیا تصادفي نه، بلکې له مخکې سنجول شوی ښکاري. له همدې امله ویل کېدای شي چې بدخشان ورو ورو د طالبانو پر ضد د «جګړې پر جفرافیې» بدلېږي. لومړی په یفتل کې سپاهیان میهن او اوس په زیباک کې ازادۍ جبهه؛ دوه جلا جبهې، دوه جلا عملیات، خو په یوې جغرافیې کې او د یوې موخې لپاره: په افغانستان کې د نوي نظم د رامنځته کېدو تر مهاله د طالبانو پر وړاندې مقاومت. دا هممهاله فعالیتونه له دې کبله د پام وړ دي چې ښايي بدخشان د طالبانو پر ضد د جګړې په «اصلي مرکز» واوړي.
په تېرو پنځو کالو کې له ډېرو جګړو سره د زیباک جګړې توپير ښايي په ماهیت کې یې وي؛ یعنې دا وار خبره یوازې د څو دقیقو چریکي برید یا «ووهه او وتښته» عملیاتو او په خواله شبکو کې یې تر خپرولو محدوده نه ده، بلکې د رسنیو د راپورونو له مخې، د ازادۍ جبهې وسلهوالو ساعتونه، نږدې یوه شپه او ورځ له طالبانو سره سخته جګړه کړې ده. د رسنیو د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، طالبان ان دې ته اړ شول چې خپل کومانډويي ځواکونه په چورلکو کې د جګړې ډګر ته ولېږي او د ځمکې له لارې هم مرستندویه ځواکونه واستوي. مهمه دا چې دا وار طالبانو له جګړې انکار نه دی کړی؛ په داسې حال کې چې مخکې یې د مخالفانو هر برید بې ارزښته ښکاره کاوه یا یې له بنسټه رداوه؛ خو دا وار د انکار له پړاوه په تېرېدو یې پر جګړې اعتراف کړی دی. البته دا ځل یې د معمول په څېر او د دغې لیکنې تر بشپړېدو پورې د خپلو ځواکونو د تلفاتو په اړه چوپتیا غوره کړې او یوازې د مقابل لوري د تلفاتو لوړې شمېرې یې خپرې کړې دي.
د زیباک د جګړې له منځه یو مهم واقعیت راڅرګند شو: دا چې د طالبانو مخالفان نور یوازې هغه ډلې نه دي چې یو برید وکړي او سملاسي له سترګو پناه شي او یوازې په رسنیو او خواله شبکو کې پر تبلیغاتو بسنه وکړي. د جګړې څو ساعته دوام ښيي چې مخالف ځواکونه اوسمهال له «جفراییايي سنګره» برخمن دي؛ داسې سنګر چې د مانور، د بیا تنظیم، پټېدو او د جګړې د دوام زمینه ورته برابروي (له همدې کبله د «بهرني ملاتړ» خبره کېږي چې جلا شننې ته اړتیا لري). که وکتل شي، دا مخالفانو ته کوچنی پرمختګ نه دی. هغه جګړه چې څو ساعتونه دوام کولی شي، نور یوازې د څو احساساتي وسلهوالو د زړورتیا پایله نه ده، بلکې ښيي چې د طالبانو مخالفان، که څه هم محدود، د جګړې د ډګر ساتلو وړتیا یې هم ترلاسه کړې ده. که دا بهیر دوام وکړي، طالبان به ناچاره شي چې په بدخشان کې د خپل رژیم امنیتي او اداري جوړښت له بنسټه بدل کړي.
دلته پر یو بل د طالبانو د مخالفو ځواکونو اغېزمنتیا هم د پام وړ ده، په ځانګړې توګه که د یفتل او زیباک د عملیاتو ترتیب په پام کې ونیول شي. ښکاري چې په یفتل پایین ولسوالۍ کې د سپاهیان میهن برید یوازې طالبان حیران نه کړل، بلکې د دې ډلې مخالفان یې هم له څو کلن خوبه راويښ کړل. مخکې به د طالبانو ګڼې مخالفې ډلې تر ډېره د سیاسي اعلامیو پر خپرولو، د نمایشي غونډو پر جوړولو او د کم اغېز لرونکو چریکي بریدونو پر ترسراوي مشهورې وې چې د طالبانو رژیم ته یې جدي ستونزې نه جوړولې؛ خو د یوې نوې راڅرګندې شوې جبهې له خوا د یوې ولسوالۍ څو ساعته نیول، نورو ته دا پیغام ورکړ چې لا هم طالبان د جګړې په ډګر کې ننګول کېدای شي. په داسې چاپېریال کې لرې نه ښکاري چې د سپاهیان میهن خطر منلو، نورې جبهې زړورې کړې وي. له همدې امله، د زیباک جګړه، ښايي لږ تر لږه تر یو بریده، د همدغه بدل شوي چاپېریال محصول وي؛ داسې چاپېریال چې پکې پخوانیو جبهو هم احساس کړه چې که د جګړې په ډګر کې څرګند او پیاوړی حضور ونه لري، هېرې به شي.
که د زیباک جګړه د یفتل له بریده اغېزمنه وي، باید راتلونکو ناڅاپي پېښو ته هم تمه وشي؛ داسې پېښې چې د طالبانو د مخالفانو له نوي درکه به راولاړې شوې وي: یعنې دا چې د چوپتیا وخت ختم شوی او د حضور وخت رارسېدلی دی. پر همدغه بنسټ، څنګه چې لرې نه ښکاري ازادۍ جبهې د سپاهیان میهن له برید وروسته د عملیاتو زړه کړی، دا احتمال هم شته چې د زیباک جګړه به د نورو جبهو د هڅونې لامل شي. په دې سره ښايي نور یوازې جلا او منفرد بریدونه ونه لیدل شي، بلکې هر عملیات راتلوتکو عملیاتو ته زمینه برابره کړي.
که داسې بهیر رامنځته شي، طالبان به له سختې ننګونې سره مخ شي. طالبانو ته په یوې ټاکلې جغرافیه کې له یوې جبهې سره مقابله د هغه څه پرتله اسانه ده چې په یو وخت او په څو ولسوالیو او محورونو کې له څو جبهو سره وي. کله چې جګړه «څو مرکزي» بڼه غوره کړي، طالبان به مجبوره شي خپل ځواکونه او تجهیزات پر پراخې جفرافیې وویشي؛ داسې چې د طالبانو عملیاتي تمرکز ته زیان رسوي او د «چټک غبرګون» وړتیا یې کمزورې کوي. که پرون یفتل پایین او نن زیباک او ښايي سبا بله ولسوالۍ هم د جګړې ډګر شي، طالبان به نور له «یوه واحد دوښمن» او له «واحد مرکز» سره مخ نه وي، بلکې له داسې جغرافیې سره به مخ وي چې هره برخه یې د یوې نوې جګړې د پیل ټکی کېدای شي. دا هماغه کابوس دی چې هر واکمن ځواک ترې وېرېږي؛ ځکه اوږدمهاله جګړې له یوې سترې نښتې نه، بلکې د کوچنیو مرکزونو له پرلپسې ډېرېدو پیلېږي. طالبانو ته تر دې ناوړه کابوس بیا د بدخشان کړکېچن وضعیت نه، بلکې شمال او شمالختیځو ولایتونو ته یې خپرېدل دي. په دغه حالت کې به ښايي طالبان سختې، اوږدمهالې او څو مرکزي جګړې کې ښکېل شي؛ داسې جګړه چې نور به یوازې په انکار او نه د څو چورلکو او کومانډویانو په لېږلو مهار شي.





