۸صبح، غزني:په غزني کې د سلطان په نوم يو څلور کلن ماشوم په یوه حوض کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.
په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ شنبه د تلې پر ۲۵مه، ویلي چې دغه پېښه د دې ولایت د اجرستان ولسوالۍ په «خوشکآبي» سیمه کې شوې ده.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، دغه ماشوم پرون مازدیګر د خپل کور ترڅنګ په حوض کې د لوبو پر مهال ډوب شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د «ډوبېدو د مخنیوي د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي وو چې په تېر یوه کال کې د هېواد په سیندونو کې د ډوبېدو له امله ۱۴۸ کسان مړه شوي دي.
د طالبانو په وینا، په دغو کسانو کې ۶۶ ماشومان، ۱۱ ښځې او ۷۱ نارینه شامل وو او د راپور تر خپرېدو پورې څلور نور کسان لادرکه وو.





