• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲ تله ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

له مهدي تر فاتح پورې؛ د عبرت درسونه

شجاع‌الدین امیني شجاع‌الدین امیني
۲۸ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787149617]
Social Media

Social Media

مولوي مهدي مجاهد د طالبانو یو وفاداره جنګیالی و، خو رژیم ته یې غیرپښتون او نامحرم هم و. د ډېرو نورو خلاف، هغه د طالبانو د مشر له حکمونو څخه په پټو سترګو اطاعت نه کاوه او په ځینو مواردو کې یې ځان د «حق غوښتونکي» په توګه راڅرګنداوه او تر واک لاندې سیمه کې یې داسې پرېکړې کولې چې د کندهار له ارادې سره به یې یو څه واټن درلود. په پای کې په بې‌رحمۍ وځپل او لادرکه شو. د جمعه‌خان فاتح کیسه هم تر ډېره له مهدي مجاهد سره ورته ده؛ خو توپیر یې دا دی چې لومړی لږ تر لږه تر دې دمه نه دی ورک شوی، خو تخت او تاج یې پر ځمکه لوېدلی دی. له دغو دوو ورته پېښو د عبرت ډېر درسونه زده کېدای شي.

۱ – په تېرو پنځو کالو او څو ورځو کې دا روښانه شوه چې طالبانو ته «قومیت» پر هر څه لومړیتوب لري، ان پر «دینیّت» هم؛ په دې مانا که په دینپالنه کې له طالبانو ډېر افراطي هم اوسې، خو په قومیت کې ورسره شریک نه وې، د درناوي او عزت پر ځای د سپکاوي وړ یې. پر همدغه بنسټ، څرګنده ده چې غیرپښتانه طالبان، که څومره هم خپل ځانونه قربان کړي، د دې ډلې په رژیم کې هغه مقام او مرتبه نه شي ترلاسه کولی چې باید ویې لري. هغه یو نیم کس چې په ځینو مهمو دندو ګومارل شوي هم دي، تر ډېره د واک پر ځای مکلفیت لري او له کندهار څخه مطلق اطاعت کوي. مهدي او فاتح له پښتنو طالبانو هم پاخه طالبان و؛ یعنې طالبانو ته یې سنګرونه ونیول او ځمکې یې ورته وکرلې؛ په بلخاب او درواز کې یې پر خلکو ظلمونه وکړل؛ ګڼ نظامیان یې له تېغه تېر کړل؛ طالبانو ته یې د ډېرو ولسوالیو او ولایتونو دروازې پرانیستې او داسې نور ډېر خدمتونه. البته نه یوازې مهدي او فاتح چې نورو تاجکانو او ازبکانو هم همداسې وکړل؛ خو په بدل کې یا له صحنې حذف شول یا هم داسې ولایتونو ته ولېږل شول چې د جمعه خان په خبره، نه د سیمې خلک د ده په ژبه پوهېدل او نه دی د ځايي خلکو په ژبه.

همدا اوس په بدخشان کې د طالبانو خپلمنځي بحران حل لار لري: د هماغه ځای طالبانو ته د چارو سپارل؛ هغه چې رژیم یې نه غواړي. برعکس، دا د ځايي طالبانو لپاره جذاب او اغېزمن ښکاري. همدارنګه، د سیمې د ډېری اوسېدونکو لپاره هم د منلو وړ دی. طالبان دلته «اغېزمنتیا» د «وفادارۍ» قرباني کوي ؛ یعنې ځايي کسان، که څومره وړتیا هم ولري، له دې امله چې د رژیم له لیدلوري سره وفادار نه دي، څنډې ته کېږي. برعکس، غیربومي چې تر ډېره د «جنوبي طالبانو په نوم یادېږي» که څومره نالایقه هم وي، قدر ورکول کېږي او په لوړو څوکیو ګومارل کېږي؛ ځکه چې له وړاندې پرې د بې‌وفایۍ شک نه شته او رژیم له دې اړخه ډاډه دی چې خیانت ورسره نه کوي. دا ډول چلند د دې لامل شوی چې د شخړې نور عوامل (د ځمکې لاندې زېرمو لوټل، د پوځي تجهیزاتو خپلسرې کارونه، له بهرنیو شرکتونو سره د مرموزو قراردادونو لاسلیکول او خلکو ته د حساب نه ورکول) څنډې ته لاړ شي او یوازې د بدخشانیانو پر ژوند د جنوبي طالبانو پراخ واک په مرکز کې پاتې شي او د «بدخشي طالب» او «جنوبي طالب» دوه ګونی تعبیر د رسنیو د خبرونو په سر کې ځای ونیسي.

۲ – طالبانو ښودلې چې د «اطاعت» اصل د دې ډلې د رژيم بنسټيز رکن جوړوي؛ داسې چې د رژیم ټول ارکان هم د همدغه اصل تر چتر لاندې تعریفېږي او مانا مومي. له همدې امله، طالب چارواکي او تبلیغاتي دستګاه یې له سهاره تر ماښامه د دوی د خوښې اسلامي نظام کې د اطاعت د اصل د ارزښت په اړه تبلیغ کوي او عامه افکار هم دغه اصل ته هڅوي. پر اطاعت باندې له حده زیات ټینګار د دې لامل شوی چې د طالبانو رژیم د یوه کس پر رایه ودرېږي او بده یې لا دا چې د هغه رایه قدسیت پیدا کړي او مخالفت ورسره د سختې سزا وړ وبلل شي. له همدې کبله، طالب، غیرطالب او د طالبانو مخالف ټول مجبوره دي چې بې قیدوشرطه اطاعت وکړي؛ که نه نو د مهدي او فاتح له برخلیک سره به شي.

طالبانو ته د اطاعت اصل تر دې کچې مهم دی چې ان د قومیت له پولې هم اوړي؛ په دې مانا که یو پښتون طالب هم دغه اصل ته غاړه کېنږدي، سرغړونه ګڼل کېږي او له صحنې څخه د حذفېدو سزا ورته ټاکل کېږي چې له بهرنیو چارو وزارت څخه د عباس ستانکزي شړل یې یوه روښانه بېلګه ده. په داسې حال کې چې طالبان ښه پوهېږي، کله چې فاتح له ډګره باسي، پر قوم‌پالنې تورنېږي. همدارنګه، کله چې مهدي ورکوي او خراساني ځپي او زنداني کوي، دا هم د همدغه تور لامل ګرځي. همدارنګه پوهېږي چې د دغې تګلارې دوام به د دې لامل شي چې نور غیرپښتانه قوماندانان له رژیم سره د خپلې وفادارۍ کچه راټیټه کړي او په پټه د بدیل ځواک په لټه شي.

۳ – له مهدي او فاتح سره د طالبانو چلند د دغې ډلې مخالفانو ته هم څرګند پیغام لري: دا چې طالبان لا هم د خپلمنځۍ نافرمانۍ د کابو کولو وړتیا لري او تر هغې چې واکمن وي، ټولګډونی حکومت به جوړ نه کړي. هو، واقعیت هم همدا دی. کله چې طالبان هغوی له صحنې شړي چې دې ډلې ته یې قرباني ورکړې او خلک یې ورته وژلي، نو څنګه به هغوی په واک کې شریک کړي چې دوښمنان یې بلل کېږي. که طالبان رښتیا هم خبرو اترو ته ژمن وای، نو باید بلخاب او درواز یې د جګړې په ډګرونو نه وای بدل کړي؛ ځکه په دغو دواړو سیمو کې نه داعش شته او نه هم د طالبانو نظامي – سیاسي مخالفان. ښايي طالبان د خپلمنځني ناراضیانو په ځپلو، بهرنیو ناراضیانو ته ووايي چې که غواړي او شیمه لري ډګر ته دې راشي، که نه نو د نوي سیاسي نظم د رامنځته کولو لپاره دې سوال نه کوي او کومه پایله به هم ورنه کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د ملګرو ملتونو سرمشریزه او د افغانستان خالي ځای
شننه

د ملګرو ملتونو سرمشریزه او د افغانستان خالي ځای

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790257814]
فایق: د افغانستان د وضعیت او راتلونکي په اړه په نظرپوښتنه کې د خلکو د ګډون غوښتنه وکړه
خبرونه

فایق د حامد کرزي کور ته د طالبانو ننوتل او له خلکو سره یې د لیدنو مخنیوی غندلی

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790256462]
د پېښور ستری محکمې د ۱۷ افغان ډاکترانو د ایستلو مخه ونیوله
خبرونه

د پېښور ستری محکمې د ۱۷ افغان ډاکترانو د ایستلو مخه ونیوله

۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۴ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790255606]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.