• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د مذهبونو له انکاره د پسونو له رمې سره د خلکو تر تشبیه کولو پورې؛ هبت‌الله: فرمانونه مې په شعر واړوئ

امین کاوه امین کاوه
۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794987949]
social media

social media

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ پرته د اسلامي شریعت پلي کول ناشوني دي او هېڅوک د دې ډلې د رژیم له شتوالي پرته پر قرآن او سنت عمل نه شي کولای. نوموړی خلک د پسونو له رمې سره هم تشبیه کوي او وايي چې امیر د دې رمې د ساتنې مسوولیت لري او باید هېچا ته اجازه ور نه کړي چې ورنږدې شي. هغه دا ادعا هم کړې چې په افغانستان کې په لومړي ځل د جمعې لمونځونه په بشپړ او سم ډول ادا کېږي. هبت‌الله له شافعي مذهب سره تعامل ناروا بولي او وايي چې په افغانستان کې د مذهبونو ګڼوالی پای ته رسېدلی او اوس ده لاره ټاکلې او ټول د حنفي مذهب پیروي کوي. هغه همداراز ځان د خلکو د وعظ او نصیحت مسوول بولي او وايي چې د طالبانو نور غړي د ده ماموران دي او یوازې د ده په امر کولای شي دعوت او وعظ وکړي. د طالبانو مشر د خپلو خبرو په بله برخه کې ادعا کوي چې عصري علوم د دیني علومو په خدمت کې دي او خلک باید په لومړي ګام کې دیني علوم زده کړي. هغه همداراز ټینګار کوي چې د دیني مدرسو له جوړولو خوند اخلي او په غرونو او لرو پرتو کلیو کې د مدرسو د جوړولو غوښتنه کوي. هبت‌الله د کندهار پوهنتون استادانو ته په اشارې سره وايي چې ظاهري بڼه یې د ملايانو په څېر شوې ده. هغه همداراز وايي چې د دغه پوهنتون لپاره یې ۷۰۰ لونګۍ اخیستې دي او د هغو پوهنتونونو د محصلانو لپاره د لونګیو د اخیستو مسوولیت پر غاړه اخلي چې غوښتنه یې وکړي. هبت‌الله همداراز وايي چې شاعران باید د ده فرمانونه په شعرونو واړوي او ترانه ویونکي یې ووایي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده پرون د کابل پوهنتون په هغه غونډه کې چې د دې ډلې اړوندو ملايانو پکې ګډون کړی و، یو ځل بیا د ده پر اطاعت او د طالبانو د رژیم پر ساتلو ټینګار کړی دی. هغه په خپله یو ساعت او اته دقیقې وینا کې ادعا کړې چې د طالبانو له واکمنۍ پرته د اسلامي شریعت پلي کول ناشوني دي.

هبت‌الله په دې وینا کې طالبانو او ملايانو ته وايي: «تاسو ته څرګنده ده چې له امارت پرته د شریعت عملي کول ناشوني دي. هېڅوک نه شي کولای تر هغې چې شرعي امارت موجود نه وي او شرعي امیر ټاکل شوی نه وي، پر قرآن او سنت عمل وکړي.»

د طالبانو مشر همداراز ادعا کوي چې خلک په اسلام کې د مجتهدانو د ویناوو پر مانا نه پوهېږي او دا کار د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او ګمراهۍ لامل کېږي؛ له همدې امله باید یو «امیر» ولري. هغه وايي: «یو مجتهد یوه خبره کوي او بل مجتهد بله خبره. ته د کوم مجتهد پیروي کوې؟ دا وايي فلانی پر حق دی او بل وايي فلانی پر حق دی.»

هبت‌الله پر خپل اطاعت ټینګار کوي او ولسواکي او ډیموکراسي ردوي. هغه ادعا کوي چې دنده یې خلکو ته د لارې ټاکل دي او فرمانونه د فقهي ویناوو پر بنسټ صادروي. هغه وايي: «د امیر دنده دا ده چې خلک پر یوه لاره روان کړي. د فقهې د عالمانو له ویناوو څخه یوه ټاکي او پر بنسټ یې فرمان جوړوي. دا د ډیموکراسۍ فکر نه دی، د خلکو فکر نه دی. امام په یوازې سر یوه لاره ټاکي.»

اخوندزاده د هېواد وګړي د پسونو له رمې سره تشبیه کوي او ځان د هغوی د ساتنې او پالنې مسوول بولي. هغه د خپلې وینا په ۴۰مه دقیقه کې وايي: «ټول مسلمانان د یوې رمې په څېر دي. هېڅوک د امیر په حضور او تر مشرۍ لاندې حق نه لري چې دې رمې ته ورنږدې شي. د امیر دنده ده چې د دې رمې ساتنه وکړي.»

د طالبانو مشر په دې وینا کې په افغانستان کې د بېلابېلو مذهبونو شتوالی ردوي او د خپلې وینا په ۳۱مه دقیقه کې وايي: «امیر یوه لاره ټاکي چې د مجتهدانو د ویناوو له مخې معلومه شوې وي. یوه لاره او یو مذهب ټاکي. په افغانستان کې ټول خلک د حنفي مذهب پیروي کوي، له شافعي مذهب سره تعامل ناروا دی. خبره خلاصه ده. اوس ټول پر یوه لاره روان دي.»

هبت‌الله همداراز وايي: «د قصاص قضیې د پرېکړې لپاره ما ته راځي او د پرېکړې دوه ډولونه شته. قاضیانو ته وایم چې د امام ابویوسف د نظر او اجتهاد له مخې عمل وکړي.» هغه زیاتوي چې اوس د طالبانو د محکمو ټولې پرېکړې یو شان شوې دي او دا د ده د امر او پرېکړې پایله ده.

د طالبانو مشر په دغو څرګندونو سره ځان ته د یوه سلطان مقام او واک هم ورکوي او «امیر له سلطان سره برابر ګڼي». هغه د طالبانو په جوړښت کې د دیني او قضايي لارې په ټاکلو کې پر خپل ځانګړي واک ټینګار کوي.

هبت‌الله همداراز ادعا کړې چې په افغانستان کې په لومړي ځل د جمعې لمونځونه په بشپړ او سم ډول ادا کېږي. هغه وايي: «ما په ټول عمر کې د جمعې د لمانځه په اړه بشپړ سم باور نه درلود، خو کله چې امارت واک ته ورسېد، اوس مې باور سم شوی دی.»

د طالبانو مشر وايي چې ځان د خلکو د نصیحت او وعظ مسوول بولي او ادعا کوي چې د حدیثونو له مخې دا دنده د ده پر غاړه ده. د ده په وینا، هغه کسان چې د ده تر امر لاندې کار کوي، یوازې هغه مهال کولای شي وعظ او دعوت وکړي چې ده ورته دنده سپارلې وي.

هبت‌الله په دې وینا کې وايي چې یو شمېر شاعرانو له ده سره د کتنې غوښتنه کړې، خو ده په ځواب کې ورته ویلي چې تر هغه به ورسره ونه ګوري، څو د طالبانو قوانین او مقررات په شعرونو کې بیان نه کړي.

د طالبانو مشر وايي: «شاعران وايي، له موږ سره وګوره. ما ورته وویل، هغه مهال به درسره وګورم چې زما فرمانونه په شعرونو کې بیان کړئ او زموږ قوانین د شعر له لارې خلکو ته ورسوئ؛ ځکه خلک کله ناکله زموږ ویناوو ته غوږ نه نیسي، خو شعر او ترانو ته غوږ نیسي. د شاعرانو لپاره هم قانون جوړ شوی او ټول شاعران قانوني شوي دي.»

هبت‌الله د اسلام د لومړیو وختونو شاعرانو ته په اشارې سره وايي چې شاعران او ترانه ویونکي باید په نثر او نظم کې د طالبانو د رژیم ملاتړ وکړي او د ده فرمانونه په خپلو شعرونو او ترانو کې راونغاړي. هغه همداراز وايي: «په شعر او ترانو کافران مسلمان کړئ او مسلمانان هم اصلاح کړئ.»

د طالبانو مشر همداراز وايي: «عصري علوم د دیني علومو خدمتګار دي او د اسلام د خدمت لپاره زده کېږي. خلک باید عصري علوم په دې نیت زده کړي چې د هغو له لارې د اسلام خدمت وکړي. په لومړي ګام کې باید اسلامي علوم زده شي؛ ځکه دیني علم مهم دی، لومړی دیني علم زده کړئ.»

هبت‌الله د کندهار پوهنتون د استادانو د ظاهري بڼې بدلون ته په اشارې سره وايي چې له هغوی سره د کتنې پر مهال یې پام شوی چې ټولو لونګۍ پر سر کړې او سپینې جامې یې اغوستې وې. هغه زیاتوي چې په پیل کې یې فکر کړی و چې د ملايانو له یوې ډلې سره ګوري او د قرآن په لوستلو کې د هغوی پر بلدتیا او وړتیا حیران شوی دی.

د طالبانو مشر وايي: «زه له مخکېني خبرتیا پرته هلته تللی وم. ښې ږیرې یې درلودې. سپینې لونګۍ او سپینې جامې یې اغوستې وې او راغلل او کېناستل. یوه یې قرآن شریف ډېر ښه تلاوت کړ. و مې پوښتل چې استادان راځي او که نه؟ راته یې وویل چې دا ټول استادان دي. ما وویل: دا خو ملايان وو.»

هبت‌الله همداراز وايي چې د کندهار پوهنتون لپاره یې ۷۰۰ لونګۍ اخیستې دي او د دغه پوهنتون د محصلانو لپاره یې د لونګیو برابرولو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. هغه ټینګار کوي چې هر محصل چې په پوهنتونونو کې لونګۍ پر سر کړي، لونګۍ به ورته واخلي.

اخوندزاده په دې وینا کې وايي چې د دیني مدرسو له جوړولو خوند اخلي او امر کوي چې په هر غره او هر کلي کې دې یوه دیني مدرسه جوړه شي، څو خلکو ته د دیني علومو د زده‌کړې زمینه برابره شي. هغه د خپلې وینا په ۶۰مه دقیقه کې وايي: «ماته ډېر خوند راکوي چې په یوه لېرې پراته غره کې یوه دیني مدرسه جوړه شي. اوس د مدرسو د جوړولو وخت دی.»

د طالبانو مشر د دې ډلې له اړوندو ملايانو غواړي چې په کلکه د طالبانو د واکمنۍ ملاتړ وکړي او د هغې د دوام لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي. هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې د طالبانو هغو غړو ته په کنایې سره چې په ویناوو کې د «شهادت» خبره کوي، وايي: «طالبان وايي چې شهادت غواړو. که شهادت غواړئ، له بدیو منع وکړئ؛ خامخا به یو څوک تاسو ووژني او هغه مهال به تر ټولو غوره شهیدان یاست.»

هبت‌الله د پخوانیو جهادي مشرانو له یادولو پرته وايي چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته، د یوه امیر د نشتوالي له امله خلکو د چوکۍ پر سر له یو بل سره جګړې وکړې. د ده په وینا، که امیر وای، کورنۍ جګړې به نه واې شوې.

اخوندزاده همداراز د طالبانو د غړو ترمنځ د داخلي اختلافونو د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د دې ډلې له ملايانو او غړو یې غوښتي چې خپل یووالی وساتي او د طالبانو د رژیم ټينګ ملاتړ وکړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ایران په کویت کې د امریکا پر هوايي اډې برید کړی دی
بهرني خبرونه

ایران په کویت کې د امریکا پر هوايي اډې برید کړی دی

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794984075]
ټرمپ: که ایران پر واشنګټن برید وکړي، له بې‌سارو پایلو سره به مخ شي
بهرني خبرونه

ټرمپ: که ایران پر واشنګټن برید وکړي، له بې‌سارو پایلو سره به مخ شي

۲۷ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794982304]
په فاریاب کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه وکړه
خبرونه

سرچینې: په فاریاب کې یو ځوان ځان زندۍ کړی

۲۶ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1794936823]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • د افغان جګړې ورځني تلفات یو ځل بیا لوړ شوي دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • فارم‌لرونکي: شمال کې د کبانو د روزنې صنعت وده کړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له ۱۸ کالو زده‌کړو وروسته ناهیلي او سرګرداني؛ یو ځل بیا به پر خپلو پښو ودرېږو؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
ریزموج‌ها/12: گفت‌وگو با نازنین ولی
۱۸ لړم ۱۴۰۵ - ۹ نومبر ۲۰۲۶
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.