د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې په کویت کې یې د عليالسالم هوايي اډه د بې پیلوټه الوتکو په برید کې په نښه کړې ده.
د ایران ایرنا خبري اژانس چهارشنبه د نومبر پر ۱۸مه، راپور ورکړی چې په دغه برید کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو تاسیسات په نښه شوي دي.
دا برید تر هغې وروسته شوی چې امریکا د سې شنبې پر ماښام د ایران د قشم ټاپو پر څو سیمو هوايي بریدونه وکړل.
دا په داسې حال کې ده چې په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.
دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې د سیمې د امنیتي تحولاتو او د هرمز تنګي په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.
له دې سره هممهاله، د ترینګلتیا د کمولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي.






