• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د ښوونځي له مدیریته تر لاس‌ګاډي چلولو؛ هغه ښځه چې د طالبانو محدودیتونو د سړکونو پر غاړه کار کولو ته اړ ایستلې

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۲۸ زمری/اسد ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶ [t_time:1787159391]
Social Media

Social Media

د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د بندیز لګېدو، د کورنیو د سرپرستو ښځو پر ژوند سخت فشار راوستی او یو شمېر یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د درنو او کم‌عاید لرونکو کارونو کولو ته اړې شوې دي.

یوه له دغو ښځو هغه مېرمن ده چې د تېر حکومت پر مهال د یوه دولتي ښوونځي مدیره وه، خو اوس د سړک پر غاړه په لاسګاډي یا کراچۍ کې د توکو پر پلورلو بوخته ده او هڅه کوي د خپلې کورنۍ د ژوند څرخ وچلوي. نوموړې له «۸صبح» ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو له لګېدو سره یې ژوند په بشپړه توګه بدل شوی دی.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي چې د کار له بازاره د ښځو ایستل، په ځانګړې توګه د هغو ښځو اېستل چې د هېواد د متخصص کاري ځواک، مدیرانو او اقتصادي مخکښانو مهمه برخه یې جوړوله او د کوچنیو او کاذبو کارونو پر لور د هغوی بیول، یوازې ټولنیز زیان او د ښځو  پر ځان باورۍ ګوزار نه دی، بلکې د افغانستان د اقتصاد لپاره سیټماټيک شاتګ هم بلل کېږي.

۴۵کلنه زینب (مستعار نوم)  چې په تېر حکومت کې په کابل کې د یوه دولتي ښوونځي مدیره وه؛ په هغه ښوونځي کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته زده‌کړې ورکول کېدې. هغې او مېړه یې چې دولتي کارکوونکی و، دواړو عاید درلود او خپلو څلورو اولادونو ته یې نسبتاً ارام ژوند برابر کړی و.

زینب وايي: «څلور اولادونه لرم. مېړه مې په یوه دولتي اداره کې کارکوونکی و او زه هم له شپږم ټولګي پورته نجونو لپاره د یوه دولتي ښوونځي مدیره وم. ښه ژوند مو درلود. مېړه مې معاش اخیست او ما هم معاش درلود. موږ او اولادونو مو په ناز او نعمت کې ژوند کاوه.»

خو د هغې ژوند تر هغې وروسته له جدي ستونزو سره مخ شو چې مېړه یې د دهمزنګ په چاودنه کې ووژل شو؛ د دې چاودنې مسوولیت طالبانو منلی و. له دې سره سره، زینب وايي تر هغې چې خپله یې دنده لرله، د ژوند په لګښتونو او د خپلو اولادونو په پالنې پسې رسېدای شوای.

هغه وايي: «مېړه مې د دهمزنګ په چاودنه کې شهید شو. له ټولو ستونزو، د خلکو او خپلوانو له خبرو سره سره، ما بیا هم په خپل معاش سره چې اخیسته مې د خپلو اولادونو سرپرستي کوله.»

خو د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو په لګېدو سره د زینب ژوند یو ځل بیا بدل شو. هغه وايي، د نجونو د ښوونځیو له تړل کېدو وروسته له خپلې دندې ګوښه شوه.

هغه زیاتوي: «د طالبانو په راتګ سره یو ځل بیا زموږ ژوند سرچپه شو. د ښوونځیو په تړل کېدو سره يې له دندې ځواب راکړ. زه پاتې شوم او یتیم اولادونه مې، د کور لګښتونه، د ښوونځي لګښتونه او د کور کرایه. حیرانه پاتې وم چې څه وکړم. هره دروازه مې وټکوله. د تدریس او مدیریت له څو کلونو تجربې سره سره، له هرې خوا راته منفي ځواب راکړل شو.»

د زینب په وینا، په لومړیو میاشتو کې یې له خپلو سپماوو کار اخیست، خو د بېکارۍ په دوام او د ژوند د لګښتونو په زیاتېدو سره یې سپما کړې پیسې هم خلاصې شوې.

هغه زیاتوي: «هره ورځ به وضعیت لا خرابېده. اړ کېدم چې د خپلو اولادونو خواړه کم کړو، څو د کور کرایه ورکړم. یوه ورځ داسې هم راغله چې د څو میاشتو کرایه پوروړې شوم او د کور خاوند له کوره ځواب راکړ. په کور کې د خوړلو لپاره هېڅ شی نه پیدا کېدل، خو زه لا هم د کار په لټه کې وم. هر ځای ته چې به تللم، راته به یې ویل: بښنه غواړو، مېرمنې نه استخداموو.»

زینب، چې نور د خپل ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره هېڅ لاره نه درلوده، په پای کې یې د سړک پر غاړه د توکو پلورلو ته مخه کړه. هغه اوس په یوه لاسګاډي کې هغه توکي پلوري چې د پېرلو لپاره یې هم پور اخیستی دی.

هغه وايي: «نور هېڅ لاره راته پاتې نه وه. همدا کراچۍ مې واخیسته او هغه توکي چې پکې پلورم یې، په پور مې اخیستي دي. عاید یې ډېر لږ دی؛ کله ناکله خلک صدقه او خیرات راکوي او په زرګونو ستونزو سره د خپلو اولادونو د شپې او ورځې ډوډۍ پیدا کوم.»

خو د زینب اندېښنه یوازې د شپې د ډوډۍ او اقتصادي ستونزو په اړه نه ده. د هغې تنکۍ ځوانې لوڼې هم له زده‌کړو پاتې شوې دي؛ دا موضوع د هغې لپاره چې کلونه یې د ښوونځي د مدیرې په توګه د نجونو د زده‌کړې لپاره هڅې کړې دي، خورا دردوونکې ده.

هغه وايي: «لوڼې مې نوې پیغلې شوېاو له ښوونځي پاتې شوې دي. دا موضوع ما لا ډېره اندېښمنه کوي. ځینې خصوصي ښوونځي شته چې درس ورکوي، خو زه د هغوی د فیس ورکولو توان نه لرم.»

زینب د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې دا ورته ډېر دردوړنکی ده چې کلونه یې د نورو نجونو لاس نیولی او د هغوی د زده‌کړې لاره یې هواره کړې، خو نن نه شي کولای خپلو لوڼو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

دا مېرمن زیاتوي: «زما لپاره د شرم او درد خبره ده چې زه خپله په کابل کې د یوه مشهور او لوی ښوونځي مدیره وم او کلونه مې د نجونو لاس نیولی او د هغوی د زده‌کړې لاره مې هواره کړې ده؛ خو اوس زما خپلې لوڼې بې‌سواده پاتې کېږي.»

هغه وايي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت ورته بله اندېښنه هم پیدا کړې ده؛ دا چې هسې نه د بې‌وزلۍ او بې‌وسۍ له امله یې لوڼې له جبري ودونو سره مخ شي.

زینب زیاتوي: «د شپې خوب نه راځي. وېرېږم چې هسې نه څوک زموږ له اقتصادي وضعیته ناوړه ګټه واخلي، لوڼې مې په زور نکاح کړي او زه هم د خراب اقتصادي وضعیت له امله اړ شم چې هغوی بدو مېړونو ته ورکړم. ټول ژوند مې په کړاو او پریشانۍ بدل شوی دی.»

زینب د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر تګلارو په نیوکې سره وايي، د ښځو پر کار او زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه یوازې د ښځو پر ژوند اغېز نه کوي، بلکې میلیونونه کورنۍ یې له اقتصادي او ټولنیز ناورین سره مخ کړې دي.

هغه زیاتوي: «د ښځو د کار مخنیوی ښايي د طالبانو لپاره یوازې د یوه امر عملي کول وي؛ داسې امر چې معلومه نه ده د چا یا د کوم هېواد له خوا پرې تحمیل شوی، خو پایله یې د میلیونونو کورنیو د ژوند خرابېدل او د بېوزلۍ پر لور د خلکو تلل دي. له زده‌کړو د نجونو د محرومیت پایلې به یوازې تر نن پورې محدودې نه وي. د نجونو د زده‌کړې او تحصیل مخنیوی ښايي کلونه دوام وکړي، خو جبرانول به یې ډېر ستونزمن وي. افغانستان د  نه اټکلېدونکو کلونو لپاره شاته تللی دی. بې‌سواده مور، بې‌سواده اولادونه او داسې نسل چې د ودې او ټولنې د خدمت فرصت له لاسه ورکوي، د دې وضعیت پایله به وي.»

د زینب لور زهرا (مستعار نوم) هم د خپلې مور اندېښنې او کړاوونه له نږدې تجربه کوي. هغه وايي، تر ټولو ډېر له دې امله ځورېږي چې مور یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره د سړک پر غاړه سخت کار کولو مجبوره ده او لوڼې یې هم له زده‌کړو محرومې شوې دي.

هغه وايي: «مور مې ډېرې ځورېږي؛ هم له دې امله چې موږ ته د زده‌کړې اجازه نشته او هم له دې امله چې زموږ د ورځې او شپې د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره اړ ده دومره سختۍ وزغمي.»

زهرا زیاتوي: «ټوله ورځ تر سوځنده لمر لاندې همدا کراچۍ له دې خوا او هغې خوا وړي. کله چې د شپې کور ته راشي، پښې یې ډېرې درد کوي، سر یې درد کوي او کله ناکله ان د ‌ډوډۍ خوړو توان هم نه لري.»

د زهرا په وینا، د خلکو چلند او خبرې هم د هغې د مور کړاو لا زیاتوي. هغه وايي: «ځینې خلک زما مور ته وايي چې ته له دې ځایه، یعنې د ښوونځي له مدیریته دې ځای ته راغلې یې. کله چې دا خبرې واوري، ډېره خفه کېږي او لا ډېره ځورېږي. زموږ لپاره هم ډېره سخته ده چې ووینو هغه مور چې یوه ورځ د ښوونځي مدیره وه، نن زموږ د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره اړ ده کراچۍ وچلوي.»

د اقتصادي چارو کارپوه شکیب (مستعار نوم) وايي له رسمي دندو د ښځو ایستل او هغوی غیررسمي او کم‌عاید لرونکو کارونو، لکه د سړک پر غاړه د توکو پلورلو او سوالګرۍ ته بیول د افغانستان اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړی دی.

هغه وايي: «له بده مرغه، په اوسني نظام کې له ښځو ډېرې هغه دندې اخیستل شوې دي چې معتبرې او له عزته برخمنې وې. د هغو ښځو ایستل چې د هېواد د متخصص کاري ځواک، مدیرانو او اقتصادي مخکښانو مهمه برخه یې جوړوله او کوچنیو او غیرواقعي عاید لرونکو کارونو ته د هغوی سوق کول، نه یوازې ټولنیز زیان او د ښځو پر ځان‌باورۍ ګوزار دی، بلکې د افغانستان په لوی اقتصاد کې یو جوړښتي شاتګ هم بلل کېږي.»

د هغه په وینا، دغه وضعیت پراخې اقتصادي پایلې لري؛ له دې ډلې د ناخالص کورني تولید او د مالي راکړې ورکړې کمېدل، ځکه چې له رسمي تولیدي او خدماتي فعالیتونو د ښځو د یوې لویې برخې په وتلو سره اقتصادي فعالیت کم شوی دی.

هغه زیاتوي: «د ښځو د عاید کمېدل د کورنیو د پېرلو توان هم کم کړی دی؛ هغه ښځې چې پخوا یې ثابت عاید درلود، په بازار، زده‌کړو او خدماتو کې له مهمو مصرفوونکو وې.»

شکیب همداراز وايي، له کاره د ښځو محرومیت د هېواد بشري پانګه هم ضایع کړې ده؛ ځکه د دغو ښځو د زده‌کړې او مهارتونو د لوړولو لپاره کلونه پانګونه شوې وه، خو اوس ډېری هغو د مجبورۍ له امله کم‌عاید لرونکو فعالیتونو ته مخه کړې ده.

د هغه په وینا، دغه وضعیت د مطلقې بېوزلۍ د پراخېدو لامل هم شوی، په ځانګړې توګه په هغو کورنیو کې چې ښځې یې د کورنۍ سرپرستې وې. په ناڅېزه او بې‌ثباته عاید د هغوی د ثابت او نسبتاً مناسب عاید بدلولو ګڼې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

دغه اقتصادي کارپوه خبرداری ورکوي: «د کورنیو د عاید کمېدل د اولادونو د زده‌کړې لګښتونه هم ستونزمن کړي او کولای شي د راتلونکي نسل د زده‌کړو د پرېښودو او د نسلونو ترمنځ د بېوزلۍ د لا پیاوړتیا لامل شي.»

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله
بهرني خبرونه

عراق له ایران سره یوه سرحدي لار وتړله

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792601952]
سرچینې: هبت‌الله په کندهار کې د ۳۸ میلیاردو افغانیو په لګښت جومات او مدرسه جوړوي
خبرونه

سرچینې: هبت‌الله په کندهار کې د ۳۸ میلیاردو افغانیو په لګښت جومات او مدرسه جوړوي

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792599772]
کرملین: پوتین د اوکرایین جګړې په اړه د درې اړخیزو خبرو له بیا پیل سره هوکړه کړې
بهرني خبرونه

کرملین: پوتین د اوکرایین جګړې په اړه د درې اړخیزو خبرو له بیا پیل سره هوکړه کړې

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792598918]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو او قرغیزستان د مستقیمې سوداګریزې لارې پر رامنځته کولو خبرې وکړې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ناروې د کډوالو شورا: زلزله‌ځپلو سیمو ته ژغورن‌ډلې لېږل شوې دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.