• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۷ تله ۱۴۰۵ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د پوهنتون له ارمانه د خیاطۍ د ماشین تر غږه؛ په کابل کې د صوفیا د درېدو کیسه

ایلیا ایلیا
۱۵ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۵ مې ۲۰۲۶ [t_time:1777996102]
Exclusive

Exclusive

د کابل ښار په یوه ګوټ کې د طالبانو له خوا پر ښځو له لګول شویو محدودیتونو او فشارونو لېرې د خیاطۍ ماشین منظم غږ د یوې کوچنۍ خونې چوپتیا ماتوي. دا غږ یوازې د خیاطۍ د یوه ماشین غږ نه دی، بلکې د هغې نجلۍ د هڅې، زغم او هیلو کیسه ده چې هڅه کوي د محدودیتونو په منځ کې د خپل ژوند لپاره نوې لار ومومي.

له کړکۍ کمزوری رڼا پر مېز لوېدلې او سره، سپین او ګلابي رنګه ټوکران پراته دي. د مېز له څنډو پټۍ راځړېږي او په ښکلو نقشونو سره جوړ څو نیمګړي خینه‌پیچونه د هغې مخې ته ایښي دي؛ داسې فضا چې کار او هیله پکې سره ګډ شوي دي.

په همدې کوچنۍ خونه کې، صوفیا مومند ناسته ده؛ هغه نجلۍ چې یو وخت یې ټوله بوختیا له قلم او کتاب سره وه.  خو نن یې ژوند له ټوکر، رنګ او ګنډلو سره تړل شوی دی. دا ځوانه نجلۍ چې د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځي په ټولګیو کې یې د کېناستو هیله لرله، اوس په چوپتیا سره کار کوي. ټوکر تر ماشین لاندې ږدي، لږ تم کېږي، په ګوتو یې سموي او بیا کار ته دوام ورکوي. ته به وایي چې هره بخۍ له هغه ژوند سره د هغې ځان عیارولو هڅه ده چې ناڅاپه بدل شوی دی.

مومند د خپل ژوند د لارې د بدلون په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته یې څنګه خپل کار پیل کړ. څو شېبې چوپ پاتې کېږي. که څه هم لاس یې پر ټوکر ښویېږي او په سترګو کې یې د درد نښې ښکاري، خو بیا هم د خپل ژوند کیسه داسې بیانوي:«ډېر بد احساس مې درلود، له ژونده بشپړه ناهیلې شوې وم. غوښتل مې د زده‌کړو لپاره بهر ته ولاړه شم، خو امکان یې نه و. ځان مې داسې انګېره لکه یو زمولل شوی کاغذ چې خپل وطن لېرې غورځولی وي. له یو کال خپګان وروسته، سره له دې چې کورنۍ مې راته حوصله راکوله، پرېکړه مې وکړه چې تسلیمه نه شم. ځکه له ماشومتوبه مې د کورنۍ په اقتصادي چارو کې مرسته کوله، نو همدا کار مې پیل کړ.»

هغه په احتیاط  بیاتي د سور ټوکر پر هغو کرښو تېروي چې مخکې پرې رسم شوې دي. خورا په ځیرتیا کار کوي، لکه یوه کوچنۍ تېروتنه چې هم هر څه خرابولای شي. ټوکر سره سموي، بیا یې اندازه اخلي او کار ته دوام ورکوي. په همدې تمرکز کې، یو لنډه موسکا کوي او وايي چې نن له ټولو ستونزو سره سره، د خپلې خیاطۍ د کار پیلولو او د خپلو لاسي تولیداتو پلورلو ته خوښه ده.

اوس صوفیا په بېلابېلو ډیزاینونو سره د ناوې او زوم د توکو سینګار شوي کڅوړې، خینه‌پیچونه د ناوې ګل‌دستې او د واده د سینګار وسایل جوړوي. هر یو یې په دقت ګنډي؛ کله طرحه زیاتوي، کله رنګ بدلوي، لکه په هر کار کې چې د ځان یوه برخه ایږدي. د خپلو لاسي صنایعو د پلور لپاره یې په ټولنیزو شبکو کې یوه پاڼه هم جوړه کړې ده.

مومند زیاتوي: «په پیل کې کې مې بیخي پانګه نه لرله، خو دومره وه چې کار پیل کړم. ستونزه محدودیت نه و، بلکې اقتصادي حالت و. مور مې مرسته وکړه او وروسته مې چې کار پراخ شو، توړۍ ګانو مې هم په طرحو او د پاڼې په محتوا کې راسره مرسته کوله.»

هغه وايي: «پاڼه مې سپانسر کړه، کارونه ښه روان وو او فرمایشونه ډېر شول، خو د سپانسر په دویمه ورځ د طالبانو له لوري انټرنېټ او سیم‌کارتونه بند شول. زه پاتې شوم او د فرمایشونو اندېښنه. وروسته چې انټرنېټ بېرته وصل شو، ډېر فرمایشونه لغوه شول ځکه ودونه تېر شوي وو. دې کار زما پر کارو بار سخت اغېز وکړ.

سره له دې چې صوفیا بې وقفې کار کوي، وايي چې د پاکستان لارې بندېدو هم پرې اغېز کړی دی. هغه په دې تړاو وایي: «هغه مواد چې له پاکستانه مې راغوښتل، نور نشم ترلاسه  کولای او کار مې ډېر شاته پاتې شو. په افغانستان کې دا مواد څو برابره ګران شوي دي. ډېر افسوس مې وکړ، ځکه چې هر هېواد چې خپلې دروازې وتړي، له ټولو خواوو زموږ لپاره ستونزې رامینځته کېږي.»

صوفیا د خپل کار عاید د قناعت وړ نه ګڼي، خو په اوسنیو شرایطو کې چې طالبان پر هېواد واکمن دي او ډېرې کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، همدا عاید د ځان لپاره یو ډول تکیه بولي. هغه وایي چې د هغې فعالیت یوازې کاروبار نه دی، بلکې د محدودو شرایطو په منځ کې د خپلواکۍ او د ژوند د دوام لپاره د هڅو یو سمبول دی.

په همدې حال کې د ټولنې دودیز لیدلوري هم د هغې له مهمو ننګونو دي. د مومند له نظره، دا دودیز فکرونه چې د طالبانو په راتګ سره یې لا افراطي بڼه غوره کړې، د ښځینه متشبثو لپاره یو لوی خنډ دی؛ خو هغه د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره دغه خنډونه له منځه وړي. هغه وایي: «خلک د درک پر ځای سپکاوی کوي او وایي ولې بیې لوړې دي او له بدو الفاظو استفاده کوي.»

له دغو هڅو سره سره، د پوهنتون ارمان لا هم د هغې په ذهن کې ژوندی دی. هغه چې یو ځل د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو له امله او بیا د طالبانو له خوا د طبي انسټيټیوټونو د بندېدو له کبله له زده‌کړو بې‌برخې شوې، هیله لري چې یوه ورځ بیا د پوهنتون پر چوکۍ کې کښېني او خپلې هیلې تعقیب کړي. هغه آنلاین کاروبار د پوهنتون بدیل نه ګڼي او وایي: «هیله لرم یوه ورځ بېرته پوهنتون ته ستنه شم. غواړم یا ډاکتره شم یا انجینره. لا هم د زده‌کړو دوام ته هیله لرم.»

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځېد دې ډلې له سختو پالیسیو تر ټولو ډېرې قرباني شوې دي؛ هغوی له زده‌کړو، کار او خپلو ډېرو بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوي دي. سره له دې، صوفیا باور لري چې ښځې د مقاومت له لارې کولای شي د محدودیتونو له منځه د ژوند د دوام لپاره لاره پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اکتوبر راهیسې په افغانستان کې له ۸۰ زره کوچنیو کاروبارونو ملاتړ شوی، چې ۹۷ سلنه یې د ښځو له خوا رهبري کېږي. دغه پروګرام دغه راز په همدې موده کې میلیونونو کسانو ته ټولنیزې مرستې برابرې کړې او د سلګونو زره کاري فرصتونو په رامنځته کېدو کې یې مرسته کړې ده.

د طالبانو بندیزونو رسمي کاري فرصتونو ته د ښځو لاسرسی نږدې ناممکن کړی؛ خو ټکنالوژي او ټولنیزې شبکې د دغو محدودیتونو د بابېزه ګڼلو پر وسیلې بدلې شوې دي. د کار نړیوال سازمان د راپور له مخې، په مخ پر ودې هېوادونو کې کوچني آنلاین کاروبارونه، په ځانګړې توګه د ښځو لپاره، کولای شي د کورنیو عاید تر ۳۰ سلنې پورې زیات کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د زده‌ګړو او روغتیا په برخو کې د ۲۵ زره ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ شي
خبرونه

یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د زده‌ګړو او روغتیا په برخو کې د ۲۵ زره ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ شي

۸ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۲۸ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1777352019]
د لسو خویندو تریخ برخلیک؛ پر زده کړو او کار بندیز یې راتلونکی له منځه وړي
راپورونه

د لسو خویندو تریخ برخلیک؛ پر زده کړو او کار بندیز یې راتلونکی له منځه وړي

۳۰ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۱۹ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1776600238]
ملګري ملتونه: د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام لا هم د عادلانه پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی سیسټماټيک خنډ دی
خبرونه

ملګري ملتونه: د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام لا هم د عادلانه پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی سیسټماټيک خنډ دی

۳۰ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۱۹ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1776596136]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.