۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار د محدودیتونو دوام کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې د زدهکړو او روغتیا په برخو کې د څه باندې ۲۵ زره ښځینه ښوونکو او کارکوونکو د کمښت لامل شي.
د یونیسف په تازه راپور کې چې د سهشنبې پر سهار د غويي پر ۸مه خپور شوی، ویل شوي چې دغو محدودیتونو اوس هم ماشومان له زده کړو او روغتیايي خدمتونو بېبرخې کړي او د هېواد پر اقتصاد او اساسي خدمتونو يې منفي اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبانو د نجونو پر منځنیو زده کړو بندیز لګولی، څه باندې یو میلیون نجونې له زده کړو محرومې شوې دي او که دا وضعیت دوام وکړي، دا شمېر به تر ۲۰۳۰ پورې تر دوه میلیونو هم واوړي.
په راپور کې راغلي دي افغانستان له یوه دوهګوني ناورین سره مخ دی؛ له یوې خوا ښځینه مسلکي کادر له لاسه ورکوي او له بلې خوا د بدیل نسل روزل محدود شوي دي.
په راپور کې راغلي چې تر ۲۰۳۰ پورې ښایي شاوخوا ۲۰ زره ښځینه ښوونکي او ۵۴۰۰ ښځینه روغتیایي کارکوونکي له لاسه ووځي.
دغه راز په دغه راپور کې راغلي دي چې د روغتیا په برخه کې د ښځو کمښت روغتیایي خدمتونو په ځانګړې توګه د مور او ماشوم په برخه کې خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدودولای شي.
یونیسف ټينګار کړی چې دا محدودیتونه هر کال د افغانستان اقتصاد ته شاوخوا ۸۴ میلیونه ډالره زیان رسوي.
طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر زده کړو او کار پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د دغو محدودیتونو له مخې، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی او ښځې له ډېرو دولتي او نا دولتي دندو منع شوې دي، هغه اقدام چې پراخ کورني او بهرني غبرګونونه یې راپارولې دي.





