• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۵ تله ۱۴۰۵ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د لسو خویندو تریخ برخلیک؛ پر زده کړو او کار بندیز یې راتلونکی له منځه وړي

آدرینا بهزاد آدرینا بهزاد
۳۰ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۱۹ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1776600238]

هغه لس خویندې چې د طالبانو د بندیزونو له امله د زده‌کړې او کار له حقه محرومې شوې دي، د خپل راتلونکي په تړاو اندښمنې دي. دوی وايي چې لس خویندې دي، پلار یې ناروغ دی، خو د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله د کار موندلو توان نه لري. دا نجونې ټینګار کوي چې اوسنی وضعیت او راتلونکی ورته ډېر اندېښمنوونکی دی. د دغو نجونو مور وايي چې غواړي لوڼې یې زده‌کړې وکړي او د کار له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي. بلخوا، د زده‌کړو یو شمېر فعالان د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام په تړاو خبرداری ورکوي او وايي چې دا وضعیت د بې‌وزلۍ د دوام لامل کېږي.

د دغو لسو خویندو له ډلې لطیفه سعیدي د خپلې کورنۍ د راتلونکي په تړاو تر نورو ډېره اندېښنه لري.
هغه چې د کور د کارونو مسوولیت پر غاړه لري، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام  ته سخت اندېښمنه ده. د هغې په باور، که هغه او خویندې یې زده‌کړې ونه کړي، نو په دې سختو شرایطو کې به څنګه د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

دا نجلۍ وايي: «پلار مې ناروغ دی. موږ لس خویندې یو او ورور نه لرو. زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. که موږ نجونو ته د زده‌کړې اجازه نه وي، نو څنګه به وکړای شو کار پیدا کړو او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړو؟ دا وضعیت زموږ لپاره ډېر ناهیلی کوونکی دی.»

نوموړې زیاتوي:« موږ غواړو زده‌کړې وکړو، تحصیل وکړو او پرمختګ وکړو، خو اجازه نه راکول کېږي. موږ د خپل راتلونکي په تړاو اندېښمنې یو. غواړو د نړۍ د نورو هېوادونو د نجونو په څېر پرمختګ وکړو او د خپل هېواد په پرمختګ کې برخه واخلو، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې د نجونو لپاره زده‌کړه او کار منع دی.»

د همدې کورنۍ بله لور لیلا سعیدي هم د زده‌کړو د محرومیت له دوامه کړېږي. هغه وايي چې غواړي ښوونځي ته ولاړه شي او زده‌کړه وکړي، خو اجازه نه لري او له همدې امله د خپل راتلونکي په  تړاو اندېښنه لري.

د دغو لسو خویندو له ډلې نیلاب چې تازه شپږم ټولګي ته رسېدلې او راتلونکی کال به له زده‌کړو محرومه شي، له طالبانو غواړي چې د افغانستان د نجونو زده‌کړه خپلو موخو ته د رسېدو لپاره وسیله ونه ګرځوي.

دا نجلۍ زیاتوي: «زما غوښتنه دا ده چې زده‌کړه او ازادي چې د افغانستان د نجونو حق دی، سیاسي او د خپلو موخو لپاره وسیله نه کړي. هغوی باید د زرګونو افغان نجونو پر مخ د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره بېړني اقدامات وکړي.»

د دغو نجونو مور راضیه وايي:«زما پر مېړه پر مېړه له دې امله چې زوی نه لري، عصبي حمله راغله او فلج شوی دی او په سختۍ ګرځي. لس لوڼې لرم او زوی نه لرم. زما لوڼو د زامنو په څېر کار کاوه، خو د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس د زوی نه لرلو له امله کړېږم. له طالبانو غواړم اجازه راکړي چې زموږ لوڼې زده‌کړه وکړي، څو په راتلونکي کې د کورونو د کار یا په سړکونو کې د توکو د پلورلو پر ځای ډاکترانې، ښوونکې یا انجنیرانې شي او د خپلې کورنۍ ژوند تأمین کړي.»

بلخوا د زده‌کړو فعال نصرت‌الله نصرت د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام په تړاو خبرداری ورکوي او وايي چې دا وضعیت د بې‌وزلۍ د دوام لامل ګرځي.هغه زیاتوي:«  له زده‌کړو د نجونو د محرومیت دوام د یوې ټولنې راتلونکی له خطر سره مخ کوي. د نجونو بې‌سوادي کورنۍ او ټولنه د ناپوهۍ پر لور بیايي او دا وضعیت په پایله کې د بېوزلۍ کړۍ پیاوړې کوي.»

د زده‌کړو دا فعال زیاتوي:« زده‌کړه یوازې یو حق نه دی، بلکې د ساتنې، پرمختګ او د ارزښتونو د رامنځته کېدو وسیله ده. هغه نجلۍ چې زده‌کړه کوي، کولای شي خپله کورنۍ بدله کړي او د ټولنې په جوړولو کې ونډه واخلي. پر نجونو پانګونه، پر یوه ملت پانګونه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګه منع کړې دي او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو پر مخ تړلې دي.
دې ډلې دغه راز ښځې له کاره محرومې کړې دي او د هغوی پر تګ راتګ او د جامو پر څرنګوالي یې محدودیتونه لګولي دي.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) اعلان کړی و چې زده‌کړه د ټولو ښځو او نجونو بنسټیز حق دی او باید د امتیاز په توګه ونه ګڼل شي.
دې ادارې ویلي وو چې هره ښځه او نجلۍ «د لاسرسي، فرصت او انتخاب» د لرلو وړ ده او دا حق باید د ټولو لپاره تضمین شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د پوهنتون له ارمانه د خیاطۍ د ماشین تر غږه؛ په کابل کې د صوفیا د درېدو کیسه
راپورونه

د پوهنتون له ارمانه د خیاطۍ د ماشین تر غږه؛ په کابل کې د صوفیا د درېدو کیسه

۱۵ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۵ مې ۲۰۲۶ [t_time:1777996102]
یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د زده‌ګړو او روغتیا په برخو کې د ۲۵ زره ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ شي
خبرونه

یونیسف: افغانستان به تر ۲۰۳۰ پورې د زده‌ګړو او روغتیا په برخو کې د ۲۵ زره ښځینه کارکوونکو له کمښت سره مخ شي

۸ غويی/ثور ۱۴۰۵ - ۲۸ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1777352019]
ملګري ملتونه: د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام لا هم د عادلانه پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی سیسټماټيک خنډ دی
خبرونه

ملګري ملتونه: د طالبانو له خوا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام لا هم د عادلانه پرمختګ پر وړاندې تر ټولو لوی سیسټماټيک خنډ دی

۳۰ وری/حمل ۱۴۰۵ - ۱۹ اپرېل ۲۰۲۶ [t_time:1776596136]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لغمان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او نهه نور ټپيان دي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندوز کې یو ډاکټر ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.