په تېره یوه میاشت کې کابل د افغانستان په مسایلو کې د ښکېلو درېیو هېوادونو د جګپوړو امنیتي چارواکو کوربه و: لومړی، د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې رییس ابراهیم کالین او د قطر د ملي امنیت شورا لوړپوړي چارواکی حمد بن خمیس الکبیسي کابل او کندهار ته لاړل او له جګپوړو طالب چارواکو سره یې ولیدل. کالین له افغانستان وروسته پاکستان ته لاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې خبرې وکړې. وروسته د روسیې د بهرنیو استخباراتو ادارې رییس سرګي ناریشکین هم په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له رییس عبدالحق وثیق سره ولیدل. له دې سره هممهاله د روسیې د کورنیو چارو وزیر ولادیمیر کولوکولتسف هم اسلاماباد ته په څو ورځني سفر کې د پاکستان له جګپوړو امنیتي چارواکو سره لیدلي دي.
د دغو بهرنیو چارواکو تګراتګ، د پاکستان او افغانستان اړوند د امنیتي او ډیپلوماټیکو فعالیتونو د زیاتوالي انځور وړاندې کوي. البته، د دغو سفرونو هممهالوالی د درې واړو هېوادونو د یو شان ماموریت څرګندونه نه کوي؛ خو په داسې شرایطو کې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچ په اوج کې دی، کابل او اسلاماباد ته د چارواکو تګ راتګ له دغه کړکېچه جلا نه شي ارزول کېدای.
که څه هم کابل او کندهار ته د ترکیې او قطر د جګپوړو چارواکو سفرونه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب په موخه شوي و؛ خو نه یوازې پایله یې ورنه کړه، بلکې پاکستان له دغو سفرونو وروسته پر افغانستان بیا بریدونه وکړل. لامل یې هم څرګند دی: افغان طالبانو د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) کابو کول ونه منل. ښايي طالبانو د ترکي چارواکو پیغام ته ځکه چندان ارزښت نه وي ورکړی چې انقره د «مکې تړون» غړی دی؛ هغه چې پاکستان یې هم یو مهم غړی دی. طالبان پوهېږي چې له دې وروسته ترکیه نه شي کولی د اسلاماباد له ملاحظاتو او ګټو پرته خپلواک منځګړیتوب وکړي. ښکاره ده چې په داسې شرایطو کې طالبان د ترکیې منځګړیتوب ته په احتیاط او ښايي د شک او بدبینۍ په سترګه وګوري او پر دغه رول بشپړ باور ورته سخت وي.
دا ټکی د روسیې پرتله ډېر ارزښت مومي. مسکو نه د مکې تړون غړی دی او نه هم له پاکستان سره ورته دفاعي ژمنې لري. له همدې امله، روسیه د خپلواک او بېپرې منځګړي ډېر چانس لري. کابل ته د ناریشکین سفر، په پاکستان کې د کولوکولتسف له حضور سره یوځای، د وروستیو پرمختګونو مهمه برخه ده. د دغو دواړو سفرونو ارزښت په دې کې دی چې د روسیې دوه مهمې امنیتي ادارې هممهاله له دواړو ښکېلو غاړو سره په تماس کې وي.
مهمه دا چې روسیې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی. سمه که ناسمه، د مسکو دا پرېکړه د ډېرو هېوادونو (که ونه وایو د ټولو) پرتله د طالبانو لپاره د روسیې دریځ ځانګړی کوي؛ ځکه طالبانو ته رسمیت پېژندنې لوی ارزښت لري. دغه راز، د پاکستان او روسیې اړیکې هم ټینګې دي او دواړه د یو بل ژمنو ته ارزښت ورکوي. له همدې امله، که مسکو رامخکې شي، ښايي د کړکېچ شدت راکم کړي؛ خو دا د دې مانا نه لري چې حتماً به د دواړو غاړو ترمنځ د دوښمنۍ اصلي ریښه هواره کړي.
د «مسکو فارمټ» د وروستۍ غونډې پاتې والی چې ونه توانېده وروستۍ «ګډه اعلامیه» خپره کړي، ښايي د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په اړه د روسیې د نویو هڅو یو مهم لامل وي. دا غونډه د دې پر ځای چې د ګډونوالو ترمنځ د ګډ دریځ د رامنځته کېدو لامل شي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ یې ژور اختلافات رابرسېره کړل. له وړاندیز شوي متن سره د طالب پلاوي مخالفت، د وروستۍ اعلامیې د خپرېدو مخه ونیوله.
دا ناکامي مسکو ته یوازې د یوې ډیپلوماټیکې غونډې ناکامه پایله نه ده، بلکې د سیمهییزو لوبغاړو ترمنځ د تفاهم په رامنځته کولو کې د روسیې د وړتیا محدودیتونه هم څرګندوي. کله چې د روسیې په نوښت او د دغه هېواد د «سیمهییزې ډیپلوماسۍ» په چوکاټ کې غونډه جوړېږي او ان د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو کې بریالۍ نه شي، څرګنده ده چې د دغه نوښت اعتبار او اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې راځي. له دغه اړخه بیا نور د طالبانو او پاکستان ترمنځ اختلاف د مسکو لپاره یوازې د دوو لورو ترمنځ لانجه نه ده، بلکې د روسیې د سیمهییز دریځ او نفوذ لپاره هم پر یوې ازموینې بدله شوې ده.
داسې ښکاري چې مسکو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ د مهارولو په هڅه کې درې له یو بل سره تړلې موخې څاري: لومړی، د کړکېچ په هوارولو کې د مرستې له لارې د خپل باور او سیمهییز دریځ پیاوړي کول چې د مسکو فارمټ وروستۍ غونډه یې هم په مدیریت کې پاتې راغله؛ دویم، د افغانستان له پولو هاخوا د ناامنۍ د پراخېدو مخنیوی، په دې انګیزې چې د دغه هېواد په بې ثباته کولو او افراطي ډلو فعالیت به د مرکزي اسیا جمهوریتونو امنیت او د روسیې ګټې له ګواښ سره مخ کړي؛ او درېیم، په خپل لاس کې د سیمهییزې ډیپلوماسۍ ساتل، څو له لویدیځ سره همغږي هېوادونه یا لویدیځ زبرځواکونه د منځګړیتوب نوښت په لاس کې وانه خلي او په افغانستان او پاکستان کې یې د نفوذ پراخېدو مخنیوی کړی وي.
دغو درېیو اړخونو ته په پام، د مسکو هڅې یوازې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو پر وړاندې غبرګون نه دی، بلکې ښايي د سیمهییز نفوذ پر سر د پراخې سیالۍ او د افغانستان د امنیتي راتلونکي په ټاکلو کې د رول لوبولو هڅو یوه برخه هم وي.





