د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري بنسټ (یونیسکو) وايي، د بېوزلۍ له منځه وړل د ټولو لپاره د یوشان فرصتونو رامنځته کولو ته اړتیا لري.
دغه بنسټ شنبه د اکتوبر پر ۱۷مه د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د زدهکړو، ساینس او خلاق اقتصاد له لارې خلکو ته د پوهې، مهارتونو او کاري فرصتونو د لاسرسي زمینه پراخېدای شي.
یونسکو ټینګار کړی چې د ټولو لپاره د انساني کرامت پر بنسټ راتلونکي د جوړولو هڅه کوي؛ داسې چې هېڅوک په کې د پرمختګ له فرصتونو بېبرخې نه شي.
د بېوزلۍ له منځه وړلو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر پر ۱۷مه نمانځل کېږي.
د دغې ورځې مخینه ۱۹۸۷ میلادي کال ته ورګرځي؛ هغه مهال چې په پاریس کې تر سلو زرو ډېر کسان راټول شول او بېوزلي یې له بشري حقونو سرغړونه وبلله.
ملګري ملتونه د دغې ورځې په نمانځلو د بشري حقونو او انساني کرامت د خوندیتوب لپاره د بېوزلۍ پر وړاندې پر مبارزې او د نړیوالې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کوي.





