۸صبح، پنجشېر: د پنجشېر د مطالعاتو مرکز وايي، طالبانو د درنو ماشینونو په وسېله د دغه ولایت د عنابې ولسوالۍ د حصار لرغونې سیمه کیندلې او یو شمېر تاریخي اثار یې ترې ایستلي او لېږدولي دي.
دغه مرکز شنبه د تلې پر ۲۵مه په یوې خبرپاڼه کې د ایستل شویو تاریخي اثارو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړی چې په سیمه کې دې د کیندونو او لرغونو اثارو د تخریب چارې ودرول شي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، که څه هم تر اوسه د دې لرغونې سیمې کره تاریخي دوره په خپلواکه توګه نه ده تثبیت شوې، خو د سیمې اوسېدونکي یې مخینه د غزنویانو دورې اړوند بولي او باور لري چې دا لرغونې سیمه څه باندې ۹۰۰ کاله مخینه لري.
د دغه مرکز په وینا، په تېرو کلونو کې هم د دې سیمې د ویجاړولو او د تاریخي اثارو د ایستلو هڅې شوې وې، خو د سیمې د اوسېدونکو او د تېر حکومت د مداخلې له امله درول شوې وې.
نوموړي مرکز د کلتوري میراثونو د ساتنې نړیوالو معیارونو ته په اشارې، د ملګرو ملتونو له ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) او نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د حصار سیمې د حالت څېړلو او د ویجاړۍ کچې د ارزولو لپاره یو خپلواک پلاوی وګوماري.
د پنجشېر د مطالعاتو مرکز همداراز له طالبانو غوښتي چې د تاریخي اثارو ناقانونه لېږد ودروي، د حصار په سیمه کې کیندنې پای ته ورسوي او د دې سیمې او د پنجشېر د نورو تاریخي ځایونو د ساتنې لپاره اړین ګامونه واخلي.





