د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) او د اکسفورډ پوهنتون د بېوزلۍ او بشري پرمختګ نوښت (OPHI) په خپل تازه راپور کې ویلي، د نړۍ په ۱۰۸ هېوادونو کې ۱.۲ میلیارده کسان له څو اړخیزې سختې بېوزلۍ سره مخ دي.
دغو دوو بنسټونو د څو اړخیزې بېوزلۍ د نړیوال شاخص په راپور کې ویلي، د هغو کسانو شمېر چې له څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دي، په ۲۰۱۰ کال کې د دغه شاخص له رامنځته کېدو راهیسې په لومړي ځل زیات شوی دی.
د راپور له مخې، د هغو هېوادونو د ۶.۳ میلیارد نفوس ۱۸.۹ سلنه چې په دې څېړنه کې شامل وو، د ژوند په بېلابېلو برخو کې په هممهاله توګه له محرومیت سره مخ دي.
په راپور کې راغلي چې له نیمایي ډېر هغه کسان چې له څو اړخیزې بېوزلۍ سره مخ دي، ماشومان دي او له هرو لسو تر اتو ډېر بېوزله کسان په کلیوالو سیمو کې ژوند کوي.
د څو اړخیزې بېوزلۍ شاخص د روغتیا، زدهکړو او د ژوند د کچې په برخو کې د محرومیت له مخې د خلکو وضعیت ارزوي.
دغه شاخص د خوارځواکۍ، له زدهکړو د محرومیت او د ژوند لومړنیو اسانتیاوو ته د لاسرسي د نشتوالي په څېر عوامل هم په پام کې نیسي.
د راپور په بله برخه کې راغلي چې له هغو ۸۹ هېوادونو ۳۳ هېوادونه چې د بېوزلۍ د شاخص د بدلونونو په اړه یې معلومات موجود وو، په څه کم ۱۵ کلونو کې توانېدلي چې د دغه شاخص کچه نیمایي ته راټیټه کړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام او د اکسفورډ پوهنتون د بېوزلۍ او بشري پرمختګ نوښت ټینګار کړی چې له شته ننګونو سره سره، د څو اړخیزې بېوزلۍ کمول شوني دي.





