۸صبح، کابل: د جرمني حکومت په پاکستان کې د څه باندې ۳۰ افغان کورنیو د ویزو غوښتنلیکونه تر بیا ارزونې وروسته رد کړي دي.
جرمني ورځپاڼې «فرانکفورټر روندشاو» يکشنبه د تلې پر ۲۶مه، د جرمني د حکومت پر کړنلارې په نیوکې سره لیکلي چې د دوسیو بیا ارزونې د پخوانیو پرېکړو په بدلولو کې هېڅ بدلون نه دی راوستی.
ورځپاڼې زیاته کړې چې د جرمني حکومت یوازې په ظاهري ډول د دغه هېواد د اساسي قانون د محکمې له حکمه پیروي کړې ده.
د جرمني د اساسي قانون محکمې تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې د منلو د هرې ژمنې تر لغوه کولو مخکې باید د هر کس دوسیه په جلا توګه وڅېړل شي.
په دغو کورنیو کې پخواني قاضیان او د استخباراتي ادارو پخواني کارکوونکي هم شامل دي چې د خپلو تېرو فعالیتونو له امله د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي.
همداراز، هغه ښځې هم په دغو کورنیو کې شاملې دي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د دفاع په برخه کې د خپلو فعالیتونو له امله د طالبانو له لوري د شکنجې او وژل کېدو وېره لري.
«فرانکفورټر روندشاو» لیکلي چې یادې ښځې که په جرمني کې وای او د پناه غوښتنه یې کړې وای، له قانوني ملاتړه برخمنېدای شوې؛ خو له دې فرصته بېبرخې پاتې شوې دي.
د راپور له مخې، په ټولیزه توګه شاوخوا ۵۰۰ افغانان په پاکستان کې جرمني ته د لېږد په تمه دي.
دغه ښځې د امنیتي ګواښونو ترڅنګ د جبري ودونو او بېوزلۍ له خطر سره هم مخ دي.





