۸صبح، کابل: طالبان وايي چې تېره ورځ ۱۳۴ کورنۍ چې ۶۳۶ کسان کېږي، پر بېلابېلو لارو په جبري توګه افغانستان ته راستنې شوې دي.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت یکشنبه د تلې پر ۲۶مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي چې ۹۳ کورنۍ چې ۴۲۱ کسان کېږي، د نیمروز له پولې افغانستان ته دننه شوې دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، ۲۴ کورنۍ د تورخم او ۱۷ نورې د سپینبولدک له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له پراخې بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي کړکېچ سره مخ دی او ګڼې کورنۍ د ژوندانه د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو جبري ستنېدو افغانستان ته د راستنو شویو کورنیو د سرپناه، کار او بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.





