غني: امـریکا لـه طالـبانو سره هوکړه ارزوي او له افغان دولت سـره مشـوره کـوي
د ۸صبح پښتو مجله

ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د امریکا د نوي حکومت د کار په پیلېدو سره د دواړو هېوادونو په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شوی دی.
ولسمشر د مرغومي په شپږمه د کابینې په غونډه کې ووېل چې د امریکا د نوي حکومت د کار په دوهمه ورځ د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره تلیفوني خبرې وکړې.
د هغه په وینا، له امریکا سره د افغانستان په اړیکو کې نوی باب پرانیستل شوی چې دا اړیکې به دوام وکړي.
ولسمشر ووېل چې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لومړی ټکی دا دی چې امریکا د افغانستان اسلامي جمهوریت او امنیتي ځواکونه خپل اساسي شریکان بولي.
د هغه په خبره د دواړو هېوادونو اړیکې به په عالي کچه د دولتونو ترمنځ وي.
ولسمشر غني ووېل چې درېیم ټکی دا دی چې د امریکا ملي امنیت شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې په اړه چټکه څېړنه پیلوي او وروسته به یې په اړه له افغانستان سره مشوره وشي چې دواړه هېوادونه د خپلو ګټو لپاره د لارې نقشې ته ورسېږي.
محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې د امریکا دفاعي قانون ددغه هېواد له کانګرس څخه تایید شوی او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویل او سمبالولو په برخه کې کافي مرستې تضمین شوې دي. د هغه په وینا، د دواړو لوریو ترمنځ ستراتیژيک تړون پر خپل ځای دی. دغه تړون په ۲۰۱۴ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان، د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په تلیفوني اړیکه کې د دوحې د موافقې د څېړلو خبر ورکړی دی.
له بلې خوا، د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د زلمي خلیلزاد دنده د جوبایډن په دولت کې هم دوام لري چې په یو ډول هغې هوکړې ته د بایډن ادارې ژمنتیا ښيي چې د دغه هېواد د مخکیني ولسمشر دانلډ ټرمپ د ادارې له خوا لاسلیک شوې وه.