نړیوال جهادیزم د «الجهاد العالمی» په نوم یاد شوي غورځنګ ته وایي. دا بهیر د تیرې پیړۍ په ۸۰ لسیزه کې د پاکستان په پېښور کې متمرکز و. د دې بهیر بنسټ ایښودونکي عبدالله عزام، اسامه بن لادن او ایمن الظواهري وو. ياد شوي درې واړه شخصيتونه د اخوان المسلمين له لارې د بنسټپالنې لارې ته ننوتل او په اصل کې د سيد قطب له افکارو اغېزمن شول او سياسي اسلام يې د خپلې لارې او طريقې په توګه غوره کړ. عزام د اصول الفقه متخصص و، بن لادن انجنیر او ظواهري ډاکټر و. ایمن ظواهري ډېر ژر اخوان المسلمین پرېښود، اسامه بن لادن لږ وروسته د الظواهري تر نفوذ لاندې له اخوان المسلمین ځان لیرې کړ او که څه هم عزام تر اخره د اخوان المسلمین غړی پاتې شو، خو د اخوان المسلمین په ادبیاتو کې یې جهادي «مرچ او مساله» په توندلاري ډول وردننه کړل. یو بل مشترک ټکی چې دا درې واړه سره نښلوي، په لومړیو کې په اخوانیت سربیره، د سلفي عقایدو په لور هم تمایل درلود. د دوی د هڅو او سلفیت سره د اخوان المسلمین د یوځای کیدو په پایله کې د جهادي سلفیت په نوم یوه ښکارنده جوړه شوه او وروسته یې نړیوال جهادیزم ته وده ورکړه؛ یعني د نړیوال جهادیزم ټبر د درې واړو اوبه خور دی: اخوان المسلمين، سلفيزم او جهاديزم چې د سيد قطب له آثارو څخه اخستل شوي دي. د کیسې عجیب اړخ دا دی چې د اسلامي بنسټپالنې پروژه د سړې جګړې له پیل راهیسې د کمونیزم په مقابل کې د لویدیځ د مرستندویه ځواک په توګه د امریکا متحده ایالاتو او په سیمه کې د هغې د متحدینو لخوا غوره شوې وه. خو د دې بهیر هر مشر د خپل ماموریت له بشپړولو وروسته پر سوزیدلې مهره بدل شول، هغه چا چې دوی رامنځته کړي وو، هغه یې له منځه یووړل. اوس دا درې واړه قربانیان له دې نړۍ تللي او درې واړه یې په هغه عملیاتو کې ښکار شول چې امریکا یې تر شا ولاړه وه. عزام د ماین په چاودنه، بن لادن د امریکايي پوځیانو په ډزو او الظواهري د امریکي په لارښود شوي توغندي سره.
الظواهري د نړیوال جهادیزم په وده کې مرکزي رول لوبولی دی. هغه د عزام په څیر علمي وړتیا نه درلوده او د اسامه په څیر کریزما یې نه لرله، مګر هغه د دوی په پرتله په منظم کولو، د پټو فعالیتونو او د امنیت ضد کارونو کې ډیر بریالی و او له همدې امله یې د اړوندو پېښو له امله د انور سادات د وژلو له امله زنداني شو، د القاعدې د سازمان مشرۍ ته د رسیدو لپاره یې په بریالیتوب سره له سختو او پېچلو لارو تېر شو او د نړیوال جهادیزم په لاره کې یې خپل نوم او نښان پرېښودل.
ظواهري په ځوانۍ کې له اخوان المسلمین څخه جلا شو او څو کاله وروسته یې له دې ډلې سره خپل اختلاف د «الحصاد المر، الاخوان المسلمین فی ستین عاما» په کتاب کې څرګند کړ، یعني د اخوان المسلمین د شپیته کلنې ناکامې هڅې وضاحت یې ورکړ. د نورو بنسټپالو په څېر، ظواهري هم د اخوان المسلمین په ستراتیژۍ کې له اخوان المسلمین سره موافق دی چې په اوږدمهال کې به د خلافت د نظام د جوړېدو لامل شي، خو هغه د تاکتیکونو او موقتي ستراتیژیو په اړه په جزئیاتو کې ورسره اختلاف لري او دا اختلاف دومره لوی دی چې په خغوي د نیوکې په لړ کې یې مکمل کتاب لیکلې دی. د ظواهري له نظره اخوان المسلمین د دین په پرتله له سیاست او واک ترلاسه کولو سره زیاته علاقه لري او د همدې هدف لپاره هغه کارونه کوي چې د الظواهري له نظره د یوه اسلامي سازمان لپاره بې بنسټه دي چې په دیني ارزښتونو باور لري. الظواهري د طالبانو په اړه اسامه بن لادن ته په خپل وروستي لیک کې هم همدا اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي هغه عناصر چې د ده په اند د طالبانو په رهبرۍ کې غداران، جاسوسان او منافقان دي له امریکا سره سولې ته غاړه کیږدي او د واک او قدرت د ترلاسه کولو لپاره د زرګونو جنګیالیو وینې وپلوري. هلته هغه دې ته اشاره وکړه چې القاعده باید د دې ډول سناریو لپاره چمتوالی ولري.
د القاعدې او اخوان المسلمین ترمنځ اختلاف نه یوازې پدې دی چې دا ډله سیاسي واک ته لومړیتوب ورکوي، بلکې د دغو دوو سازمانونو په ستراتیژۍ کې د جهاد د ځای په اړه هم اختلاف شاته. اخوان المسلمین د جهاد لپاره یوه له نظریه ورکونکو ډلو څخه ده، چې د وسله والې جګړې معنی لري، او حسن البنا د جهاد په اړه د خپل ګوند په رسایلو کي لیکلي دي. وروسته یې د ابو الاعلی مودودي یوه مقاله او د سید قطب یوه مقاله چې په اصل کې د معالم فی الطریق کتاب له یوه جنجالي فصل څخه وه، چې د سیاسي اسلامي ډلو لکه د پاکستان د جماعت اسلامي او د افغانستان د مجاهدینو د ځینو تنظیمونو له خوا د کتاب په بڼه خپور شو او دا د جهادیانو کلاسیک منشور وګرځید. په هغه وخت کې دغه رسالی هماغه هدف تعقیباوه چې لویدیځ په اسلامي هیوادونو کې د کمونیزم پر ضد د جګړې لپاره په نظر کې درلود. په حقیقت کې دا اثر د جهاد هغه مفکوره چې د اسلامي تاریخ په منځنیو پیړیو کې د مسلمانو فقهاوو او صوفیانو له خوا د نفس له جهاد سره او باطني تزکیې سره زیات تړاو پیدا کړی و او خپل سیاسي فعالیت یې له لاسه ورکړی و، هغه فکر یې پداسې ډول وروغولو چې معنی یې د غیر مسلمانانو سره وسله واله جګړه ده او د اړتیا په وخت کې د مسلمانانو سره هم دا کړنه ترسره کېږي.
د نړیوال جهادیزم له نظره جهاد هم وسیله ده او هم موخه. په عنعنوي اسلامي فکر کې جهاد د امام ابوحنيفه رحمه الله له نظره د اسلامي هېواد د مسلمانو او غير مسلمو اتباعو د دفاع لپاره يوه وسيله ده او يا د ځينو فقهاوو په اند چې په امپراطوری نظام پورې تړلي دي، د مذهب ترويج کول دي، خو هدف نه دی. حنفي فقهاوو جهاد «قبیح لذاته و حَسَن لغیره» ګڼلو؛ یعني هغه عمل چې په طبیعت کې بد دی خو د ضرورت له مخې جواز لري. په بل عبارت، سوله اصل دی او جګړه استثنا ده. په سنتي دين کې اسلام پنځه ستنې لري چې يو اعتقاد دی او څلور یې تعبدي دي او جهاد په دې درجه کې نه دی شامل. نړيوال جهاديزم دغه نظر له خپلې تګلارې سره سم نه بولي او د خپلو کړنو د بنسټ لپاره د ابن تيميه له نظریې څخه کار اخلي چې وایې جهاد د اسلام شپږم رکن دی، خو هغه رکن چې نور پنځه ارکان يې پوروړي او جهاد پوري تړلي دي. د نړیوال جهادیزم له نظره، د منځنيو پیړیو په ډول د خلافت تر بیا راوستو پورې، د اوسنیو سرحدونو لیرې کول او د ټولو اسلامي هیوادونو د یوه خلافت تر حاکمیت لاندې راوستل یوه اوږد او لرې لاره ده چې په یوه او دوه نسلونه دا هدف نشی ترلاسه کولی بلکې څو نسلونه باید په دې لار روان شي. د همدې موخې لپاره باید د جهاد لپاره چمتووالی د پوهانو او مشرانو له کچې څخه د عامو خلکو تر کچې پورې وغځول شي او ټول مسلمانان له دې کاروان سره یوځای شي. دا هغه ټکی دی چې د ظواهري په لیک کې هم ذکر شوی دی، خو د عبدالله عزام په کتابونو کې یې جزیات په تفصیل سره بیان شوي دي.
اخوان المسلمین هم د جهاد په اهمیت باور لري، خو ټینګار کوي چې له جهاد څخه مخکې باید نور کارونه ترسره شي، لکه استخدام، روزنه، شبکې جوړول، د خیریه او بشري کارونو تر نامه لاندې د ټولنې په مدني جوړښت کې نفوذ، په تعلیمي ادارو کې نفوذ او آن پارلمان ته رسیدل او دودیز سیاسي فعالیتونه تجربه کول او بیا هڅه کول چې حکومت ونیسی. د دې ډلې په وینا، که یاد شوي مراحل په سم ډول ترسره شي، واک ته رسیدل به اسانه وي او پرته له دې چې جګړې ته لاره هواره شي، دولتي ماڼۍ به فتحه شي او واک څوکی ته به ورسېږو. خو که داسې و نه شي او د واک د تر لاسه کولو په لاره کې نور خنډونه موجود وي، نو باید وسله وال جهاد ته مخه کړي او په دې صورت کې په ټولنه کې له هغو سیالو ګوندونو سره د مقابلې لپاره کافي ځواک شته چې ستراتیژیکه زیرمه ګڼل کیږي. په مصر کې د اخوان المسلمین مرستیال او د هغوي متفکر مغز خیرات الشاطر د مرسي په وخت کې د همدې خبرې په اساس د مصر پوځ ته خبرداری ورکړ چې که تاسو زموږ غوښتنې ونه منئ نو موږ به په ملیونونو خلک لاریونونو ته راوباسو چې ستاسو د پښو لاندې ځمکه به په اور بدله کړو. بې له شکه چې د مصر پوځ دې ډلې ته داسې چانس ورنه کړ او تر دې مخکې یې د دوي ټغر ورټول کړ، که څه هم په عمل کې په ملیونونو خلک صحنې ته نه وو راوتلي او ټول هغه څوک چې د مصر د سل ملیوني هیواد دفاع ته ناست وو، د لسو زرو څخه زیات خلک نه وو راوتلي.
نړیوال جهادیزم د اخوان المسلمین نظریه خامه ګڼي او تجربه یې ناکامه ګڼي او په دې باور دي چې واک له مدني لارو نه شي تر لاسه کېدای. دا جریان په دې باور دی چې نن ورځ مسلمانان د اسلام د لومړیو ورځو په څیر نه دي چې د ارزښتونو اړخ واخلي او باید د جهاد په طرز او په اوسني عصر کې د ژوند د غوښتنو تر منځ د دیني ارزښتونو تر منځ رایه ورکړي، بلکي په دنيا پرستی او ځان پالنه کي به جهاديان په لار کي يوازي پريږدي او د داسي چلند حتمي انجام زندان ته اچول او د شکست منل دي، لکه څنګه چي اخوان المسلمين څو ځله تجربه کړي دي. له همدې امله ظواهري ټینګار کوي چې پر سیاسي فعالیتونو او د خیریه بنسټونو د جوړولو او نورو احاطوي کارونو پر ځای دې مستقیم جهاد ته ولاړ شي او مسلمانان دې په دې پوه کړي چې هر هغه څوک چې خپل دین ته ژمن وي باید له جهاد سره یوځای شي. نو د دې جریان په نظر جهاد هم تاکتیک دی او هو ستراتیژي ده. دا یو تاکتیک دی ځکه چې دا د وضعیت د جدي کیدو لامل کیږي او مسلمانان په شک کې اچوي او مسلمانان د دوو لارو په سر ودروي او په ورته وخت کې د مخالفو ځواکونو د ویرولو سبب کېږي او ډیری خلک یې په ښکاره توګخ مخالفت نه شي کولی. دا یوه ستراتیژي ده ځکه جهاد په یوې سیمې او یوې تاریخي شیبې پورې مشخص نه دی، بلکې هغه څه چې په افغانستان، عراق، سوریه، یمن، لیبیا، سومالیا، مالي او بل هر ځای کې روان دي، په یوه اوږده کرښه کې واقع دي. دا کړنه د اسراييلو او لويديځ سره د مستقيمې جګړې او د اسرائيلو د ماتې او د اسلامي هېوادونو د يو والي تر مشرۍ لاندې د يووالي لامل ګرځي، د لويو هېوادونو نوبت رارسېږي او جهاد به خپل نړيوال پړاو ته ننوځي او د فتخو لړۍ به ټوله نړۍ کې روانه شي.
په غیر اسلامي هیوادونو کې د فتوحاتو اړتیا او په کور دننه د لویدیځ تمدن سره د جګړې په شرایطو کې، اخوان المسلمین له القاعدې سره موافق دی او حسن البنا په خپلو پیغامونو کې پر دې ټینګار کړی دی؛ خو لانجه په دې اړه ده چې دغه هدف ته څومره ژر رسېدلی شي. سید قطب په دې باور و، چې جهاد ته د خلکو ورګډېدل او خپله مبارزه د هغه پوهنتون په څېر ده، چې تعلیمي اهداف ترلاسه کوي او اوږد مهاله روزنیزو کورسونو ته اړتیا نه لري، او د الظواهري پر اخوان المسلمین نیوکه هم همدغه خبره ده، چې د نږدې یوې پېړۍ په هڅو سره یې د استخدام او روزنې تر نامه لاندې کومه پایله نه ده ترلاسه کړې او لاهم په لومړي ځای کې ولاړ دي. پر دې سربېره هغه ټینګار کوي چې سیاسي او ټولنیزو ډګرونو ته د ننوتلو سره، د دې جریان ډیری مشران د نورو سیاسي لوبغاړو په څیر رنګ اخلي او د دوی په څیر دنیا پرسته، د مالونو راټولول، عیش او عشرت ته مخه کوي، ښځو پسي ګرځي او څو ودونه کوي او بالاخره په هر ډول مالي فساد کې ډوبېږي، لکه څنګه چې په مختلفو هیوادونو کې د دې ډلو تجربو ثابته کړې ده.
د نړیوال جهادیزم له نظره، جهاد هغه مکتب دی چې د مؤمنانو د شخصیت په وده کې مرسته کوي او د اسلامي خلافت لاره لنډوي او د راتلونکو نسلونو لپاره یو ماموریت ټاکي چې د ټولې نړۍ تر فتحې پورې به دوام وکړي. د طالبانو په هکله د ظواهري له دې لیک څخه ښکاري چې که څه هم د دې ډلې یوه برخه به په نیمایي کې خیانت وکړي، مګر د دې غورځنګ بدن به دې کار ته ژمن پاتې شي او له دې برخې سره د القاعدې د اړیکو په غځولو سره به د نړیوال جهادیزم تګلاره خپله لاره ومومي.