• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۳ تله ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د غزني پر تاریخي ودانیو یادګار لیکل؛ هغه بې‌پروايي چې کلتوري میراث ګواښي

ایلیا ایلیا
۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792061490]
Social Media

Social Media

د غزني یو شمېر اوسېدونکي د دې ولایت له تاریخي ودانیو سره د ځینو سیلانیانو پر چلند نیوکه کوي. دوی وايي، یو شمېر سیلانیان د تاریخي ځایونو د لیدو پر مهال پر دې ودانیو یادګارونه لیکي او انځورونه کاږي چې له امله یې د دغو آثارو تاریخي ارزښت او اصالت زیانمنېږي. د دوی په وینا، د طالبانو تر واک لاندې ادارو له‌خوا د دغو کړنو د مخنیوي لپاره د کافي څارنې او اغېزناکو اقداماتو نشتوالی د تاریخي ودانیو د زیانمنېدو زمینه برابره کړې ده.

د غزني دغه اوسېدونکی له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ټینګار کوي چې په غزني کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست باید د خبرداري د لیکدړو په لګولو، د عامه پوهاوي د پروګرامونو په جوړولو او د اړینو تدابیرو په نیولو سره د دې ولایت تاریخي ودانیو ته د زیان رسېدو مخه ونیسي. دوی له سیلانیانو هم غواړي چې د تاریخي ځایونو د لیدو پر مهال د کلتوري میراث د ساتنې اصول مراعات کړي او د دغو ودانیو پر دېوالونو له یادګار لیکلو او د انځورونو له کاږلو ډډه وکړي.

د غزني یو اوسېدونکی سلیم وايي، د تاریخي ودانیو پر دېوالونو یادګار لیکل او د انځورونو کښل د دغو آثارو ارزښت او ښکلا ته زیان رسوي. هغه زیاتوي چې د دغو ودانیو زیانمنېدل د سیلانیانو پر راجلبولو هم منفي اغېز کولای شي. د هغه په وینا، دغو آثارو ته د زیان رسېدو د مخنیوي لپاره باید پر تاریخي ځایونو څارنه زیاته شي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې دغو ودانیو ته زیان رسوي.

سلیم وايي:«د تاریخي ودانیو پر دېوالونو یادګار لیکل او خطونه پرې کښل نه یوازې د دغو آثارو ښکلا ته زیان رسوي، بلکې پر تاریخي او کلتوري ارزښت یې هم اغېز کوي. سیلانیان باید پوه شي چې دغه ځایونه یوازې د لیدو او عکس اخیستو لپاره نه دي، بلکې د غزني د تاریخ او کلتور یوه برخه ده. زما په اند، یوازې عامه پوهاوی بسنه نه کوي؛ بلکې باید پر تاریخي ځایونو جدي څارنه وشي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وشي چې دغو آثارو ته زیان رسوي. که نن له خپل تاریخي میراثه ساتنه ونه کړو، ښايي راتلونکي نسلونه د دغو آثارو د اصلي بڼې او اصالت د لیدو فرصت له لاسه ورکړي.»

د غزني یو بل اوسېدونکی روح‌الله وايي، په تاریخي ځایونو کې د خبرداري د لیکدړو او کافي څارنې نشتوالی د دې لامل شوی چې خلک د دغو ودانیو پر دېوالونو یادګارونه ولیکي. هغه ټینګار کوي چې د دې چلند د مخنیوي لپاره باید مشخص اقدامات وشي او لیدونکو ته د تاریخي آثارو د زیانمنولو د پایلو په اړه پوهاوی ورکړل شي.

روح‌الله وايي: «هغه سیلانیان چې د غزني د تاریخي ودانیو لیدو ته راځي، تمه لري چې د دغو آثارو اصلي جوړښت او تاریخي نښې وویني، نه هغه نومونه او لیکنې چې نورو کسانو پر دېوالونو پرېښې دي. دا چلند نه یوازې د ودانیو ښکلا کموي، بلکې د لیدونکو پام یې له تاریخي ارزښته هم اړوي. خلک باید پوه شي چې له یوه تاریخي ځایه رښتینی یادګار هغه عکسونه او خاطرې دي چې له ځان سره یې وړي، نه هغه لیکنې چې پر دېوالونو یې پرېږدي.»

د غزني یو بل اوسېدونکی حامد هم د غزني د تاریخي ودانیو پر دېوالونو د یادګار پر لیکلو نیوکه کوي او وايي، دا چلند د ځینو لیدونکو له‌خوا د دغو آثارو تاریخي ارزښت ته د نه پاملرنې ښکارندویي کوي. هغه زیاتوي چې د دې کړنې د دوام د مخنیوي لپاره باید د تاریخي ودانیو د ساتنې په موخه مشخص اقدامات وشي.

حامد وايي: «کله چې وینم ځینې کسان د غزني تاریخي آثار له کرښو ډکوي یا پرې یادګارونه لیکي، خپه کېږم. د غزني تاریخي ودانۍ زموږ د هویت او تاریخ برخه ده او باید د راتلونکو نسلونو لپاره وساتل شي، نه دا چې پر دېوالونو یې د نومونو او یادګارونو په لیکلو زیان ورواړوو. دغه ودانۍ ډېر تاریخي ارزښت لري او هر ډول زیان ورته د ښکلا او اصالت د کمېدو لامل کېدای شي. که دا چلند دوام وکړي، ښايي راتلونکي نسلونه ونه شي کړای دغه آثار په هماغه بڼه وویني چې له پخوا موږ ته پاتې دي.»

په همدې حال کې، د کلتوري چارو یو شمېر پوهان وايي، د تاریخي ودانیو پر دېوالونو یادګار لیکل او د کرښو کاږل د دغو آثارو کلتوري ارزښت او تاریخي اصالت ته زیان رسوي. دوی ټینګار کوي چې د تاریخي میراث ساتنه د مسوولو ادارو او هېوادوالو ګډ مسوولیت دی او سیلانیان باید د تاریخي ځایونو د لیدو پر مهال له هر هغه چلنده ډډه وکړي چې دغو آثارو ته زیان رسوي. د دوی په باور، د څارنې زیاتول، د خبرداري د لیکدړو لګول او سیلانیانو ته پوهاوی ورکول کولای شي د دغو ودانیو د زیانمنېدو په مخنیوي کې اغېزناک پرېوځي.

د کلتوري چارو یو کار پوه کتاب‌خان فیضي وايي، پر تاریخي ودانیو یادګار لیکل د دغو آثارو اصالت ته زیان رسوي او ارزښت یې کموي. هغه زیاتوي چې دا ستونزه یوازې په غزني پورې محدوده نه ده، بلکې په نورو ولایتونو کې هم لیدل کېږي.

ښاغلی فیضي وايي: «شاوخوا دوه میاشتې وړاندې کندهار ته تللي وو. د زابل ـ کندهار پر لاره د شیخ دراني په نوم یو منار شته چې خلکو پرې یادګارونه لیکلي او دې تاریخي اثر ته یې زیان رسولی دی. له بده مرغه، ځینې سیلانیان د تاریخي ودانیو د لیدو پر مهال د دغو آثارو د ساتنې اصول نه مراعاتوي.»

د کلتوري چارو بل کار پوه، چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، وايي، پر تاریخي ودانیو یادګار لیکل ناسم کار دی او د دغو آثارو اصالت او کلتوري ارزښت ته زیان رسوي. هغه زیاتوي چې مسوولې ادارې باید د تاریخي آثارو د زیانمنېدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي او داسې زمینه برابره کړي چې سیلانیان خپلې خاطرې په مناسبه بڼه ثبت کړای شي.

د غزني د اوسېدونکو له‌خوا د تاریخي ودانیو په اړه د ځینو سیلانیانو پر چلند نیوکې په داسې حال کې کېږي چې طالبان هم د خپلې واکمنۍ په بېلابېلو پړاوونو کې د افغانستان له کلتوري میراث سره د چلند له امله له نیوکو سره مخ شوي دي. د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې، د ۲۰۰۱ کال په مارچ میاشت کې د دې ډلې د پخواني مشر ملا عمر په امر په بامیان کې د بودا سترې مجسمې ویجاړې شوې. دغه راز، دې ډلې په تېرو پنځو کلونو کې د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي مجسمې راټولې کړې دي.

د غزني د کلتوري میراث په اړه د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې نږدې ۱۰۰ تاریخي آثار ثبت شوي دي. د غزني اوسېدونکي وايي، د دغو آثارو یو شمېر یې بیارغونې او ترمیم ته اړتیا لري. د غزني کلا، د غزني زوړ ښار، جامع جومات، بالاحصار، تاریخي برجونه، د شریف‌خان ماڼۍ، د بیګم منار، سردار غونډۍ او د مسعود اول مقبره د دې ولایت له هغو تاریخي آثارو دي چې ساتنه یې د هېواد د کلتوري میراث د خوندي کولو لپاره اهمیت لري.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

خبرونه

په پکتیا کې په ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792061221]
یوناما: د طالبانو محتسبانو د حجاب له امله تر ۵۰ ډېرې ښځې نیولې یا ګواښلې دي
خبرونه

یوناما: د طالبانو محتسبانو د حجاب له امله تر ۵۰ ډېرې ښځې نیولې یا ګواښلې دي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792060412]
یوناما: د طالبانو محتسبانو د خپل‌سرو نیونو ۴۴۳ پېښې ثبت کړې دي
خبرونه

یوناما: د طالبانو محتسبانو د خپل‌سرو نیونو ۴۴۳ پېښې ثبت کړې دي

۲۳ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792058652]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.