۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) وايي، چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د طالبانو د محتسبانو له لوري د حجاب د لارښوونو د نه مراعاتولو په تور د ښځو د نیولو او ګواښلو تر ۵۰ ډېرې پېښې مستندې کړې دي.
یوناما پنجشنبه د تلې پر ۲۳مه، په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي، چې دغه پېښې د ۲۰۲۶ کال د جولای له لومړۍ د سپټمبر تر ۳۰مې ثبت شوې دي.
په راپور کې راغلي، چې دغه پېښې تر ډېره په کابل او هرات کې ثبت شوې دي او یوه پېښه هم په بدخشان کې مستنده شوې ده.
د یوناما د راپور له مخې، د طالبانو محتسبانو یوه ۱۳ کلنه نجلۍ د حجاب د نه مراعاتولو په تور نیولې ده.
دغه نجلۍتر يوې شپې توقیف وروسته، هغه مهال خوشې شوه چې پلار یې د هغې بيولو ته ورغلی و.
یوناما دغه راز راپور ورکړی، چې د طالبانو محتسبانو د جولای پر ۱۰مه په هرات ښار کې ۱۰ ښځې د چادرۍ نه اغوستلو له امله نیولې دي.





