• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په کندهار کې د غواګانو فارمونو مسوولان: د ناروغیو له کبله مو فارمونه د سقوط تر پولو رسېدلي دي ‏

۸صبح ۸صبح
۲۰ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725960083]
8am.media

8am.media

د غواګانو فارمونه د څارویو د ساتنې او همداراز د اقتصاد یوه مهمه برخه ګڼل کېږي چې د غواګانو د پالنې او روزنې لپاره جوړېږي. دا فارمونه د لبنیاتو تولید، غوښې او یا د دواړو لپاره کارول کېږي. د غواګانو په فارمونو کې د دې څارویو د پالنې، روزنې، او تولید لپاره لازمې اسانتیاوې او تجهیزات موجود وي چې افغانستان بیا په دې برخه کې ډېر پرمختګ نه دی کړی.

په کندهار ولایت کې چې له دوو لسیزو راهیسې د غواګانو فارمونو جوړونې پراختیا موندلې وه، اوس دا فارمونه له سقوط سره مخ دي. د دغه ولایت د غواګانو فارمونو مسوولان وایي چې د طالبانو ناغېړۍ او د خلکو د عامه پوهاوي کموالی د دې لامل شوی چې د کندهار ولایت وده‌کونکي فارمونه بېرته سقوط وکړي.

د ارغندب ولسوالۍ د غواګانو فارم مسوول، فضل کریم له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې د کندهار په بېلابېلو سیمو کې د «لمپي سکېن، لمپي وهل» او نورې ناروغیو خپرې شوې چې د غواګانو فارمونه یې د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي. دی چې خپله هم د غواګانو پنځه فارمونه لري، وایي چې په تېرو درېو میاشتو کې یې ۱۵ غواګانې د ناروغیو له کبله مړې شوې دي.

نوموړی زیاتوي: «زه پنځه فارمونه لرم، په دې درې میاشتو کې ۱۵ غواګانې مړې شوې دي. د هرې غوا قیمت تر ۵۰ زره افغانیو پورې رسېږي. ما دومره ګټه نه ده کړې لکه څومره تاوان چې راته رسېدلی دی. اوس هڅه کوم چې یو څوک غواګانې راڅخه واخلي، ځکه نور نه غواړم چې فارمونه ولرم او یو بل کار ته مخه کوم.»

د کندهار د سوداګرۍ خونې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په دې ولایت کې شاوخوا ۶۵۰ د غواګانو فارمونه وو چې د ناروغیو له کبله یې اوس شمېر تر ۵۰۰ کم شوی دی. هغه څرګنده کړې چې د لبنیاتو کمزوری بازار، ناروغۍ، او د مصنوعي لبنیاتو تولید هغه لوی لاملونه دي چې د غواګانو فارمونه یې له سقوط سره مخ کړي دي.

ده په همدې تړاو وویل: «په کندهار ولایت کې اوس تر ۵۰۰ کم د غواګانو فارمونه فعال دي. د فارمونو مشکلات یې ناروغۍ، د لبنیاتو کمزوری بازار، او مصنوعي شیدې دي چې بازارونو ته وړل کېږي. ورځ تر بلې د فارمونو په شمېر کې کموالی راځي.»

حاجي دادمحمد، چې د لسو کالو راهیسې یې د غواګانو فارمونو کې کار کړی، وايي چې د فارمونو د سقوط له کبله لسګونه کارګران چې پخوا یې په دې فارمونو کې کار کاوه، اوس بې‌کار شوي دي. د هغه په وینا، په تېرو کلونو کې خلکو هڅه کوله چې د غواګانو فارمونه جوړ کړي، خو اوس د ناروغیو له کبله خلک د فارمونو جوړولو ته شا کړې ده.

دادمحمد زیاته کړه: «د فارمونو د سقوط اصلي لامل ناروغۍ دي. کله چې په یوه فارم کې ناروغۍ خپره شي، د هغې کنټرول کول سخت وي. د ناروغیو د درملنې لپاره مناسب دواګانې هم نشته. په تېرو کلونو کې، د کندهار ولایت د غواګانو لبنیات نورو ولایتونو ته هم وړل کېدل، خو اوس ورځ تر بلې د فارمونو شمېر کمېږي.»یو شمېر روغتیایي مسلکیان وایي چې د غواګانو فارمونو کې د ناروغیو رامنځته کیدو لامل د فارم لرونکو د پوهاوي کچه ټیټوالی او په بازارونو کې د ناروغیو د کنټرول لپاره د سمو درملو نشتوالی دی. د حيواني ډاکټرانو په وینا، د غواګانو فارم لرونکو ته اړینه ده چې د غواګانو د روزنې او پالنې په برخه کې بشپړ معلومات ترلاسه کړي.

یو حيواني ډاکټر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «اساسي ستونزه دا ده چې زموږ خلک یو کار کوي، خو د راتلونکو ستونزو په اړه پام نه کوي. کله چې یو څوک غواګانو فارم جوړوي، باید لومړی د غواګانو د روزنې په اړه پوه شي، ترڅو په راتلونکي کې ورته دغه ډول ستونزې پیدا نشي.»

موږ هڅه وکړه چې په کندهار کې د غواګانو فارم لرونکو شته ستونزې او اندېښنې د دغه ولایت له طالب مسوولانو سره شریکې کړو، خو د هغوی د نظر په ترلاسه کولو کې بریالي نه شو.

د کندهار ترڅنګ د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د غواګانو فارمونه شته  چې په ډېرو کې یې ناروغۍ خپرې شوي او ځینو یې هم سقوط کړی دی.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق؛ د زابل کوچیان: څړځايونه مو طالبانو او خلکو نیولي
ځانګړي

ګاونډیو هېوادونو ته د څارویو قاچاق؛ د زابل کوچیان: څړځايونه مو طالبانو او خلکو نیولي

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1728804930]
لوی اختر او د څارویو بې‌خونده بازارونه؛ د بلخ ډېری اوسېدونکي یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي
راپورونه

لوی اختر او د څارویو بې‌خونده بازارونه؛ د بلخ ډېری اوسېدونکي یوې مړۍ ډوډۍ ته حیران دي

۲۷ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۶ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718539994]
لوی اختر او قرباني؛ هېوادوال: د څارویو بیې ځکه پورته ختلي چې طالبان یې پاکستان ته په قاچاق کې لاس لري
ځانګړي

لوی اختر او قرباني؛ هېوادوال: د څارویو بیې ځکه پورته ختلي چې طالبان یې پاکستان ته په قاچاق کې لاس لري

۲۶ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۱۵ جون ۲۰۲۴ [t_time:1718443978]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.