د ۸صبح د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په سوېل کې پروت زابل هغه ولايت دی چې د نفوس ۳۰ سلنه وګړي يې کوچيان دي او ډېری وخت د دغه ولايت مرکز قلات په ګډون په شاه جوی او شينکۍ ولسواليو کې مېشت وي. دا کوچیان د موسمونو په بدلون سره خپلې سیمې بدلوي او زابل ټولو ولسواليو ته کډه کوي، ترڅو ځان او څارویو ته په کافي اندازه خوراکي توکي برابره کړي.
په دغه ولایت کې میشت کوچیان وایي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د دغې ډلې او عامو خلکو له لوري یې څړځایونه لاندې شوي او اوس مهال دوی د خپلو څارویو د څرولو لپاره هېڅ ځای نه لري.
محمدخان (مستعار نوم) چې د ۳۰ کلونو راهیسې د زابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې ژوند کوي، وایي چې د مالونو شمېر یې په تېر درې کلونو کې ۷۰ سلنه کم شوی دی. هغه وايي: «د دولتي ځمکو په نوم طالبانو ټول هغه څړځایونه لاندې کړل چې پخوا به موږ په کې مالونه څرول. په دې درې کلونو کې زموږ مالونه بیخي زیات کم شوي، او هیڅ نه پاتې شوي. که مالونه هم ولرو، د څرولو ځایونه یې نه لرو. یو وخت دښتې او ځمکې عامو خلکو په خپل نوم ابادې کړې او اوس بیا د طالبانو له خوا ټولې دښتې او څړځایونه د دولتي ځمکو په نوم عامو خلکو ته په اجاره ورکول کېږي.»
د زابل ولایت په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر نورو کوچيانو هم له ۸صبح سره په خبرو کې د حیواناتو لپاره د څړځایونو له نشتوالي شکایت کړی او وايي چې هېڅ د اوسېدو ځای نه لري. ۵۵ کلن ګل محمد (مستعار نوم) وایي چې له ۷۰۰ وزو او مېږو څخه اوس یوازې ۲۰۰ ورپاتې دي او نور ټول حیوانات یې د څړځایونو د نه نشتوالي له کبله وپلورل.
دی وايي: «ټولې دښتې او ځمکې عامو خلکو ابادې کړي دي او موږ د اوسېدو لپاره هم ځایونه نه لرو. د پخوا په پرتله د کوچيانو د حیواناتو ساتنې فرهنګ اوس له منځه تللی او کوچيان د خپل ژوند تېرولو لپاره کروندګري او مزدوري کوي. موږ ۷۰۰ مالونه لرل چې اوس ۲۰۰ نه دي پاتې. په ټول وطن کې داسې ځای نشته چې موږ خپل مالونه په کې وڅروو. ټولې ځمکې ابادې شوي او کله چې د مالونو د مړښت ځای نه وي، بیا کوچيان مالونه څه کوي؟ ډېری کوچيان اوس په کروندګرۍ او مزدورۍ اخته دي، هغه پخواني کوچيان بیخي پاتې نه دي.»
ورته مهال د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي چې کوچيانو ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې په هېواد کې د حیواناتو ساتلو پخوانی رواج ختم او افغانستان د غوښو او لبنیاتو په برخه کې ګاونډیو هېوادونو ته اړ شي.
د زابل ولایت یوه اقتصادي کارپوه، ځواک ( مستعار نوم) وايي چې په هېواد کې د کوچيانو ستونزو ته نه پاملرنه د دې لامل کېږي چې د کوچيانو د مالونو ساتنې فرهنګ له منځه ځي او افغانان په غوښو او لبنیاتو کې د ګاونډیو هېوادونو په مرسته اړتیا پیدا کوي.
هغه وايي: «دا یوه لويه او اساسي ستونزه ده. په ټول هېواد کې څومره کوچيان شته، باید د هغو ستونزو ته رسیدنه وشي؛ ځکه د کوچيانو په زحمت سره نن افغانستان د حیواني غوښې او لبنیاتو برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کوي. که زموږ په هېواد کې د حیواناتو ساتنې رواج ختم شي، موږ به شاهدي وکړو چې ګاونډیو هېوادونو ته به په دې برخه کې هم اړ شو.»
د زابل ولایت کوچيان په داسې حال کې د نه پاملرنې شکایت کوي چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله سخته وچکالي تجربه کوي او په هېواد کې د لویو دښتو څړځایونه تر ډېره له منځه تللي دي.
د ۸صبح سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې اوس مهال د افغانستان د سوېلي ولایتونو څخه د کوچيانو ډېری مالونه چې له ډلې یې پسونه، وزي او اوښان شامل دي، د نيمروز ولایت له لارې ګاونډي هېواد ایران ته په قاچاقي لارو وړل کېږي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د ایران څخه راغلو سوداګرو افغان کوچيان ځکه دغه مالونه په ټيټه بیه پلوري چې په افغانستان کې د مالونو د څرولو ځایونه ورځ تربلۍ کمېږي. کوچيان اندېښمن دي چې په راتلونکي کلونو کې به د خپلو حیواناتو لپاره څړځایونه ونه لري.
که څه هم د کوچيانو د دې ستونزو په اړه په زابل ولایت کې مسوولو ادارو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو څه موده وړاندې د طالبانو د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئیس مولوی ګل زرین کوچي یاد ولایت ته د خپل سفر پرمهال د کوچيانو سره ژمنه کړې وه چې د کوچيانو اساسي ستونزې ته به پاملرنه وکړي. د زرین کوچي د یادې ژمنې سره سره، په دغه ولایت کې د کوچيانو موجوده ستونزو ته هیڅ پاملرنه نه ده شوې.





