۸صبح، کابل: د طالبانو له خوا د ښځو پر کار د بندیز پرېکړې تراوسه پراخ غبرګونونه لرلي دي. په ترټولو تازه مورد کې په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا استازې هغه غندلې ده.
په ملګروملتونو سازمان کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفلډ شنبه د مرغومي پر لسمه نېټه د طالبانو دغه پرېکړه «خطرناکه» او «ظالمانه» بللې او د ژرترژره لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
هغې په یوه ټویټ کې ویلي: «په بشردوستانه هڅو کې د ښځو د ګډون د منع کولو لپاره د طالبانو پرېکړه وېروونکې پایلې لري.»
ګرینفلډ زیاته کړې، چې د طالبانو له پرېکړې وروسته ۱۱.۶ میلیونه ښځې او نجونې له اړینو مرستو بېبرخې شوې دي.
طالبانو په تېرو دوو اونیو کې په کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو کار او د هغوی لوړې زدهکړې منع اعلان کړې. د طالبانو له دغې پرېکړې وروسته ګڼو بشردوستانه موسسو په افغانستان کې خپل فعالیت پایته ورساوه.