۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي کابل کې د روسیې سفارت پر قونسلي برخې برید غندلی دی.
د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش دوشنبه د وږي پر ۱۴ کابل کې د روسیې پر سفارت د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي: «د نړیوالو قوانینو پربنسټ پر ملکیانو او دیپلوماتیکو ماموریتونو برید منع دي.»
دوشنبه د وږي پر څوارلسمه د ورځې د ۱۱:۰۰ بجو شاوخوا یوه ځانمرګي بریدګر کابل ښار کې د روسیې سفارت پر قونسلي برخې چاودنه وکړه.
په دغه برید کې ۸ مړه او ۱۲ نور ټپیان شول. په وژل شویو کې دوه روسي ديپلوماتان هم دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغه برید په غبرګون کې د هغه د عاملانو د پېژندنې غوښتنه کړې ده.
طالبانو هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې کابل کې به د روسیې سفارت امنیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ویلو ده، چې کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت داعش ډلې پرغاړه اخیستی دی.