د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د خوندي سرپناه او ټولو ته د باعزته ژوند د برابرولو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو یکشنبه د اکتوبر پر ۱۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې ګوتېرېش دا غوښتنه د بېوزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت کړې ده.
ګوتېرېش ټينګار کړی چې د دې موخې لپاره دې اړینه سیاسي اراده او پانګونه راټوله شي څو هېڅوک د ژوند له فرصته محروم پاتې نه شي.
د بېوزلۍ د له منځه وړلو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر پر ۱۷مه نمانځل کېږي چې موخه یې له دې پدیدې سره د مبارزې پیاوړي کول دي.





