۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له مشرې رباب فاطمې سره وکتل.
نوموړي وزارت یکشنبه د تلې پر ۲۶مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا، د راستنېدونکو افغان کډوالو پر بشري اړتیاوو او د مرستو پر اغېزمن تنظیم خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو له سیاسي موضوعاتو څخه د اقتصادي فعالیتونو او بشري مرستو پر جلا ساتلو او د بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د پراختیايي او زیربنايي پروژو د ملاتړ پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.
په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د راپورونو او ارزونو په اړه هم بحث شوی او متقي د «کره او او باوري معلوماتو پر کارولو» او له اړوندو ادارو سره د اړینې همغږۍ پر ارزښت ټينګار کړی دی.
دغه راز، په دې لیدنه کې د اقلیمي بدلونونو او اوبو مدیریت په برخو کې د افغانستان د اړتیاوو او ننګونو د مدیریت په موخه د همکاریو پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې دواړو لورو د دوحې پر بهیر، له خصوصي سکټوره ملاتړ او له نشهيي توکو سره د مبارزې د کاري ډلو د فعالیتونو په اړه هم د نظرونو تبادله کړې ده.





