۸صبح، کابل: د طالبانو کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني ادعا کړې چې په هېواد کې د عمومي بښنې له فرمانه سرغړونه شوی نه ده او د نوموړي فرمان د نقض په تړاو هېڅ سند نه شته.
سراجالدین حقاني جمعه د زمري پر ۱۹مه په پکتیا کې یو غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته «د قومونو ترمنځ ډېرې دوښمنۍ په دوستۍ» بدلې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې: «د [طالبانو رژیم] په دغو درېیو کلونو کې څوک نهشي ثابتولی چې د تېر رژيم کوم څوک یې راوستی وي، اعدام او وژلی وي. حتا په خپلو شخصي حقوقو باندې محکمې د دوی دوسیې ځنډولي دي.»
د راپورونو په حواله، طالبانو د تېرو درېیو کالو په لړ کې پرلپسې مخکېني پوځيان او ملکیان نیولي او ځینې یې وژلي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې طالبانو په ۱۴ ولایتونو کې د تېرې څه کم یوې میاشتې په لړ کې ۲۰۰ کسان نیولي او د څلورو پخوانیو پوځیانو په ګډون یې اته کسان وژلي دي.





