۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا او روغتیايي خدماتو ته د میندو او ماشومانو د لاسرسي د پراخولو هڅې کوي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه د تلې پر ۱۶مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د کوریا په ملاتړ لومړني روغتیايي خدمات پیاوړي کوي او میندو، نوي زېږېدلو او ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو لاسرسی پراخوي.
یونیسف زیاته کړې چې د دغه بنسټ په پروګرامونو کې د واکسیناسیون او تغذیې خدمات هم شامل دي.
یاد سازمان ټینګار کړی چې هر ماشوم حق لري خپل ژوند په روغتیا پیل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼې ښځې، ماشومان او امیندواره میندې غوره روغتیايي خدماتو ته اړین لاسرسی نه لري.





