د نیویارک ښاروال زهران ممداني اسراییل تورن کړی چې د حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې بریدونه، په غزه کې د هغه څه د توجیه لپاره کاروي چې نوموړي دوامداره «نسلوژنه» بللې ده.
فاکس نیوز پنجشنبه د اکتوبر پر ۸مه راپور ورکړی چې ممداني ویلي، د نیویارک ښار د ډېرو اوسېدونکو لپاره د دې پېښې کلیزه دردونکی یاد تازه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د غزې د روغتیا وزارت ویلي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې تر اوسه د اسراییلو په بریدونو کې څه باندې ۷۳ زره او ۴۴۹ فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۷۴ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.
ممداني مخکې هم د امریکا له فدرالي حکومته غوښتي و چې که د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو نیویارک ته سفر وکړي، ودې ونیسي چې د نوموړي دا غوښتنه د اسراییلي چارواکو له نیوکو سره مخ شوه.
زهران ممداني ویلي و چې د نتانیاهو په اړه د نړیوالې جنایي محکمې د نیولو له امره ملاتړ کوي، خو په وینا یې د نیویارک ښاروالۍ د دغه امر د پلې کولو قانوني واک نه لري.





