په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک څو ورځې مخکې د ټول هېواد د صرافيو لپاره يوه اعلاميه خپره کړه چې په کې د جوازونو د تضمين لپاره ۱۰ ميليونه او د سرمایې لپاره بيا ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې وې. نوموړي بانک په خپله اعلاميه کې له خلکو غوښتنه کړې چې د هغو کسانو سره دې حوالې او نور کاروبار نه ترسره کوي چې د دغه بانک کاري جواز ونه لري.
طالبانو په داسې حال کې دغه اعلاميه خپره کړې چې څه موده مخکې دغه بانک په يوې بلې اعلاميې کې د جواز د بانکي تضمين ۳ ميليونه او سرمايه بیا ۱۰ ميليونه افغانۍ ټاکلې وه. د طالبانو له خوا پر صرافانو تازه لګېدلي شرايط سخت شوي او دوی وايي چې دومره وس نه لري څو دغه شرایط دې عملي کړي.
په کندهار ولايت کې د صرافانو د ټولنې مشر حاجي قندي اغا (مستعار نوم) وايي چې د طالبانو له خوا تازه اعلان شوي شرايط سخت او په وينا يې چې د ګوتو په شمېر صرافان کولای شي چې پر دغو شرايطو ځانونه برابر کړي. هغه وايي چې د طالبانو د دغو شرايطو د نه پوره کېدو له کبله ډېر صرافان اړ کېږي چې کاروبار پرېږډي.
نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته زیاته کړه: « هېڅوک د صرافیو لپاره د نوي جواز مخالف نه دي، خو زموږ غوښتنه دا ده چې دغه جوازونه باید پر دوو یا درېیو برخو ووېشل شي، ځکه دا اوس چې کوم تضمین او سرمایه ټاکل شوې، دا ډېر لږ کسان کولای شي چې پوره یې کړي، نور ټول صرفان به دا کار پرېږدي، نو موږ وایو چې باید کوچنیو صرافانو او لاسي کاروباریانو ته هم جلا او هم انفرادي جوازونه د افغانستان بانک له خوا ورکول شي او بانکي تضمین باید هغوی ته کم وټاکل شي ځکه د اکثریت سرمایه ډېره کمه ده.»
په ورته وخت کې د کندهار د صرافۍ په مارکېټ کې يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې دا مهال په کندهار کې شاخوا ۶۰۰ صرافان فعاليت کوي او په هرې صرافۍ کې له پنځو څخه تر ۱۰ پورې کسان چارې سمبالوي. د دغې سرچینې په خبره، که د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان بانک پر صرافيو خپل شرايط پلي کړي د سلګونه صرافانو د کار په پرېښودلو ترڅنګ به زرګونه نور کسان اوزګار شي.
په کندهار ولايت کې يو شمير صرفان وايي چې دوی دومره وس نه لري چې ۱۰ ميليونه افغانۍ دې طالبانو سره د تضمين په ډول کېږدي. د کندهار د صرافيو د مارکېټ يو صراف حاجي عبدالخالق (مستعار نوم) وايي چې په ياد مارکېټ کې د صرافانو ډېری برخه دومره سرمايه نه لري چې طالبانو ته دې ۱۰ ميليونه افغانۍ د تضمين په ډول ورکړي. د هغه په خبره، که طالبان له خپلې دغې پريکړې لاس وانه خلي، دوی اړ کېږي چې خپلې صرافۍ وتړي او کورونو ته لاړ شي.
دی زیاتوي: «دلته ډېر صرافان شته چې ۱۰ ميليونه افغانۍ اضافي سرمايه نه لري، کله چې دا اندازه پیسې بانک ته د تضمين په ډول ورکړي بیا نو دوی خپل کار په څه شي وکړي؟ داسي ښکاري چې دا صرافانو ته يو ډول چل ورکول کېږي. په ټول مارکېټ کې به تر ۱۵ زيات داسي صرافان نه وي چې ۱۰ ميليونه افغانۍ دې بانک ته د تضمين به ډول ورکړي او ۱۰۰ ميليونه دې بیا د کار لپاره ولري.»
د کندهار ولايت يو بل صراف ابراهيم (مستعار نوم) وايي چې له دې وړاندې هم طالبانو له خوا د صرافيو لپاره د جوازونو جوړېدو پرېکړه شوې وه او په وينا يې، دا ځل د طالبانو له چلنده ښکاري چې خپله پرېکړه پر صرافانو عملي کوي. نوموړی وايي دوی سره د کندهار په صرافۍ مارکېټ کې په لسګونه داسې کسان هم کاروبار کوي چې لاسي پلورونکي دي او د لاسي صرافۍ له لارې د خپلې کورنۍ ته يوه ګوله ډوډۍ پیدا کوي. دی زیاتوي، که طالبان پر خپلو لګېدلو شرايطو صرافيو ته جوازونه جوړ کړي، هغه کسان چې لاسي صرافي کوي اړ کېږي چې کاروبار پرېږدي.
نوموړي له ۸صبح سره په خبرو کې وويل: «زموږ سره دلته په مارکېټ کې لسګونه داسې صرافان هم شته چې لاسي کاروبار کوي او له همدې لارې ورځینۍ مزدوري ترلاسه کوي، خو اوس چې د جوازونو موضوع شي هغوی بیا کله دومره توان لري چې د ځان لپاره دې ځانګړی د طالبانو پر شرايطو برابر جوازونه جوړ کړي. موږ دلته د ګټې پر ځای لسګونه کسان بې روزګاره کړل.»
د کندهار د صرافانو په وينا، دوی خپلې ستونزې د طالبانو غایب مشر ملا هبتالله ته هم وړاندې کړي؛ خو په وينا يې، هغه ورسره د ستونزو په حل کې تر اوسه هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.
د یادونې ده چې په ټول افغانستان کې صرافان د طالبانو نوې پريکړې اندېښمن کړي او وايي، که دغه ډله پر دوی لګېدلې شرایط پلي کړي، په سلګونه کسان به چې په دې برخه کې کار کوي اوزګار شي.





