۸صبح، نورستان: د نورستان سیمهییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د ډېرې واورې ورېدنې له امله د کونړ-نورستان لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده شوې ده.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا لار، شنبه د مرغومې پر ۱۵مه د مرکز پارون او «واما» ولسوالۍ په اوږدو کې بنده شوې ده.
د سرچینو په وینا، په دغه ولایت کې له یو متر زیاته واوره ورېدلې او لاره په بشپړ ډول بنده ده.
سرچینو زیاته کړې چې پر دې لویه لار د واورو د زیاتوالي له امله خلک له جدي ستونزو سره مخ دي او له طالب مسوولانو د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کوي.
ورته مهال، په لغمان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس سمیعالحق بیان وایي چې په دغه ولایت کې له تېرو دوو ورځو راهیسې واوره ورېږي او اړوندې ادارې چمتو دي څو تړلې لارې د ترافیکو پرمخ خلاصې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د واورو د سختو ورښتونو له امله ګڼې لویې لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.





