• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ تله ۱۴۰۵ - ۲۳ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان له ملا عمره تر ملا هبت‌الله

علي سجاد مولايي

علي سجاد مولايي علي سجاد مولايي
۲۰ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1678499078]

د افغانستان او د طالبانو د ډلې ترمینځ د سولې خبرو اترو په درشل کې، ځینو کورنيو او نړیوالو لابي‌ګرانو هڅه درلوده دا فرضیه پیاوړې کړي، چې ګواکې طالبانو بدلون کړی دی او نور هغه متحجره، وروسته پاتې، سنتي او د ۹۰ لسیزې ایدیولوژیکه ډله نده. د طالبانو لابي‌ګرو ددغه استدلال په وړاندې کولو سره چې دا ځلې به طالبان نړیوالو اصولو ته ژمن پاتې کیږي؛ لکه د ښځو حقونه او د بشري‌حقونه به په پام کې نیسي او له نړۍ سره به غوره اړیکې ولري، هڅه کوله چې له طالبانو نه نوې څېره خلکو ته وښايي او دغه ډله پاکه او سپینه توصیف کړي. دا مهال چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ نه شاوخوا یو نیم کال تیريږي، لیدل کیږي چې ددغې ډلې په کړنو، خبرو او ایدیالوژۍ کې بدلون ندی راغلی او حتی ځینو برخو کې د تېرې دورې واکمنۍ په پرتله لاقهرجن او افراطي شوي دي.

د طالبانیسم خبرې اترې

که چیرې په دوو پړاونو کې د طالبانو خبرو اترو ته، یعنې د ملامحمدعمر دورې او ملاهبت الله دورې ته پام وکړو، لیدل کیږي چې ددغې ډلې په ایدیولوژیکو خبرواترو کې هېڅ بدلون ندی راغلی او د ملاهبت‌الله د دورې د طالبانو کړنې او د ملامحمدعمر د دورې د طالبانو کړنې سره ورته دي.

۱. ښځې

د ملامحمدعمر دورې د طالبانو په خبرواترو کې، د ښځو ارزښت تر عادي څیز پورې ښکته شوی و، او ښځو ته له کوره بهر د هېڅ ډول فعالیت اجازه نه وه ورکړل شوې. اوس چې د ملاهبت‌الله طالبانو حکومت وینو، ګورو چې ملاهبت الله له ښځو سره هماغه ډول چلند کوي، څنګه چې ملاعمر هغسې چلند کاوه. د طالبانو په اوسني حکومت کې ښځې د تېر پړاو په څېر له خپلو ټولو حقونو نه بې برخې دي. طالبانو په څلور حوزو کې، په سیستماتیک ډول د افغانستان مېرمنې له صحنې لیرې کړي دي.

طالبانو د څو فرمانونو په صادرولو سره ښځې له سیاست، په ټولنه او عمومي فضا کې له ګډون، زده‌کړې او کار نه منع کړې. د ښځو د زده‌کړو په برخه کې، طالبانو لومړی له شپږم ټولګې نه پورته نجونې ښوونځيو ته له تللو منع، ورپسې یې د پوهنتونونو ټولګي د هلکانو او نجونو لپاره بېل او وروسته یې نجونې پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو ته له تللو منع کړې.

تازه مورد کې هم طالبانو د طب څانګې نه فارغه شویو نجونو ته په وروستۍ ازموینه کې د ګډون اجازه ورنکړه. د زده‌کړې په برخه کې لیدل کیږي چې طالبانو د خپل تېر حکومت په پرتله هېڅ بدلون ندی کړی او ځیني وختونه یې لاافراطي چلند کړی دی. د ښځو د کار په اړه، طالبانو په دولتي ادارو کې ټولو ښځینه کارکوونکو ته اعلان کړی، چې تر «امرثاني» پورې دې کار ته نه راځي او یوازې هغه مېرمنې چې د نارینه و له لوري یې د کار سرته رسول امکان نلري کولای شي خپلو کارونو ته راشي. په تېر پړاو کې هم طالبانو ورته فرمان صادر کړی و او د وحید مژده له خولې، یوازې یوې میرمنې په ملي آرشیف کې اجازه لرله خپل کار ته راشي؛ ځکه بل څوک ددې جوګه نه و چې د هغې کار پرمخ یوسي. ددې ادعا د اثبات لپاره چې په دې اړه د طالبانو کړنه هېڅ بدلون ندی کړی کافي ده چې د ښځو په اړه د ملامحمدعمر او ملاهبت‌الله فرمان ته نظر واچوو.

د ښځو په اړه د ملاعمر فرمان د ښخو په اړه د ملاهبت‌الله فرمان

د وژلو کېدو په صورت کې، د هېواد مسلمان وګړي نشي کولای ښځه د دیت، سولې او نورو نومونو په بدل کې، د میت کورنۍ ته ورکړي.

ښځه د چا مال نده او هېڅوک هغه د (بد) سولې په بدل کې نشي ورکولای.

د هېواد مسلمان وګړي نشي کولای کونډه ښځه د مېړه د کورنۍ له غړي سره نکاح کولو ته اړه کړي. کونډه ښځه کولای شي د شرعي حکمونو پربنسټ په خپله خوښه نکاح وکړي.

د مېړه له مړیني وروسته، که چیرې شرعي عدت ( څلورمیاشتې او لس ورځې او یا د امیدوارۍ وضعیت) تېرې شي، کونډه ښځه نه د مېړه ورور په جبر ځانته نکاح کولای شي نه بل څوک. کونډه ښځه د نکاح او د خپل برخلیک په ټاکلو کې خپله واک لري.

څرنګه چې لیدل کیږي، د دواړو فرمانونو ترمینځ ډېر ورته والی دی. ملاهبت‌الله هماغه د ملامحمدعمر فرمان بیا لیکلی او موضوع یې په مفصل ډول تشریح کړې ده. د دواړو فرمانونو ماهیت یو دی او پکې د میراث او واده په اړه ویل شوي دي. له بل پلوه، دواړو ټینګار کړی چې ښځې د شریعت له مخې د ډېرو حقونو درلودونکې دي او د شریعت پربنسټ باید د هغوی حقونه ورکړل شي. هغه څه چې د فکر کولو وړ دی، د طالبانو دواړو امیرانو د ښځو د کار او زده‌کړې په اړه هېڅ اشاره نده کړې.

۲. له نړۍ سره اړیکې

یو له هغو مواردو چې طالبان په دواړو پړاونو کې د هغه په اړه له ستونزې سره مخ شوي دي، له نړۍ سره د اړیکو ټینګښت او تعامل دی. د ملاعمر په وخت کې، طالبانو له څو محدودو هېوادونو سره ډېر لږ اړیکې درلودې او د نړۍ د ډیرو هېوادونو او ملګرو ملتونو له لوري په رسمیت پېژندل شوي نه و.

یو له اصلي لاملونو چې د نړۍ ډیری هېوادونو طالبان په رسمیت ونه پېژندل، له القاعدې شبکې سره ددغې ډلې پراخې او ژورې اړیکې وې. د ملاعمر په دوره کې، القاعدې د افغانستان دننه پوځي اډې درلودې او ملاعمر متحده ایالتونو ته د بن‌لادن له سپارلو ډډه وکړه. اوس هم ملاهبت‌الله پاکستان ته د ټي‌ټي‌پي د مشرانو له سپارلو ډډه کوي. اندروو اسمال د چین او پاکستان په کتاب کې؛ د آسیا د نوي ژیوپلیتیک کې لیکي: « د چین سفیر د ۲۰۰۰ کال په وروستیو کې له ملاعمر سره په کندهار کې ولیدل. بیجینګ له طالبانو غوښتل د اویغور پوځي ځواکونو ته چې ویل کېدل په افغانستان کې د ختیځ ترکستان له اسلامي غورځنګ سره یې کار کاوه، له ځای ورکولو ډډه وکړي. په بدل کې د طالبانو مشران هیله من وو چې چین د طالبانو دولت په رسمیت وپېژني او د هغوی خلاف د ملګرو ملتونو له لوري له ډیرو بندیزونو سره مخالفت وکړي؛ خو دغه معامله پلي نشوه. ملاعمر سره له دې چې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ فعالیت یوڅه محدود کړ، خو هغوی یې له افغانستان نه بهر نه کړل او دغه راز بیجینګ هم د طالبانو پر وړاندې د ملګرو ملتونو له بندیزونو سره مخالفت ونکړ، او یوازې ممتنع رایه یې ورکړه.» داسې لیدل کیږي چې نړیوالو ترهګرو ته پناه ورکول د طالبانو د مشرانو ترمینځ په یوې منل شوې رویې اوښتې ده. ملاعمر بن‌لادن ته پناه ورکړه او هبت الله نورولي محسود ته.

۳. کوکنار

ملاهبت‌الله د ۱۴۰۱ لمریزکال د وري په ۱۴ مه یو فرمان صادر کړ چې پر بنسټ یې د کوکنارو کښت بند اعلان شو. د ملاهبت‌الله دا کار ددې لامل شو چې د افغانستان د سوېل په بازارونو کې د تریاکو نرخ څو برابره لوړ شي. د ملاهبت‌الله دغه کار او فرمان په ۲۰۰۱ کال کې د ملاعمر له فرمان سره ډېر ورته والی لري. ملاعمر هم په ۲۰۰۱ کال کې د تریاکو کښت ممنوع اعلان کړ او د ملاعمر دغه کار په افغانستان کې د کوکنارو د قیمت د نجومي لوړوالي لامل شو. په هغه وخت کې طالبانو، کوکنار په ډېر لږ قیمت له بازارانو وپېرل او وروسته یې په لوړ قیمت بېرته وپلورل. له کوکنارو سره د طالبانو اړیکه یوه دوه اړخیزه اړیکه ده.

د افغانستان سوېل چې د طالبانو اصلي هستوګنځای دی، د مخدره توکو د کرکیلې اصلي مرکز هم دی. د هلمند او کندهار پراخه او حاصل ورکوونکې خاوره د هلمند او ارغنداب د سیند له برکت، دغه سیمه د کوکنارو د قاچاق او کښت لپاره په یوې جنت سیمه بدله کړې ده. د تریاکو د کښت نه ترلاسه شوې پیسې دومره غولونکي دي چې هر بزګر هڅوي څو ددغه عایدلرونکي بوټي په کښت لاس پورې کړي.

د طالبانو د رامینځته کېدو په اړه، بېلابېل نظرونه شته؛ پاکستانی ژورنالیست احمدرشید، په دې باور دی: «طالبانو وروسته له هغې نه چې د مرکزي اسیا پر لور سوداګریز کاروانونه د حرکت په حال کې وو او د لارې په اوږدو کې د جهادي ډلو له لوري- چې لا یې هم فعالیت درلود، درول کېدل او له هغوی نه یې باج اخیسته، په افسانه یي ډول لاس په کار کېدل او دغه کاروانونه به یې آزادول. له همدې امله ده چې طالبان ورو ورو پرمختګ کوي او ډېر واک په لاس کې نیسي.»

په دې اړه بل نظر، له جهادي ډلې نه د عمومي نارضایتي او د هغوی ترمینځ د ورځنیو نښتو شتون دی. ددغې ډلې یو له بنسټګرو ملاعبدالسلام ضعیف په خپل کتاب کې داسې لیکي: « د کندهار امنیتي وضعیت خراب شوی و او د ښار په هره برخه کې د هرې ډلې د پلټنو پوستو شتون درلود او خلک یې ډیر ځورول. نوموړي [ملاعمر] او نورو طالبانو پرېکړه وکړه چې ددغو پر وړاندې ودریږي او د خپلو سیمو کنترول په لاس کې واخلي.» بتي دام چې د طالبانو د مشر ملاعمر ژوندلیک یې لیکلی دی، جالبه کیسه کوي چې ددغې لیکنې د بحث له موضوع سره هم اړه لري. نوموړي د خپل کتاب په یوې برخه کې لیکي: « د طالبانو یوې ډلې د کندهار د هغه وخت له خواشینونکي ډک وضعیت نه ناراضه او د مالي او تسلیحاتي ملاتړ په لټه کې وو. په دې وخت کې د افغانستان د سوېل د مخدره توکو لوی قاچاق وړونکي [حاجي بشر نورزي] چې نوموړی هم د ټوپکوالو د پوستو له باج ورکونې په تنګ راغلی و، هغو طالبانو ته چې د مالي ملاتړ د ترلاسه کولو په لټه کې وو، وسله او پیسې ورکوي. د طالبانو نامتو څېرې ددغې حلقې غړي وو. د طالبانو لومړنی مشر ملاعمر، د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملابرادر او ملاعبدالسلام ضعیف چې اوس رسمي دنده نه لري، ددغې ډلې غړیتوب یې درلود. حاجي بشر نورزي له ملاعمر نه غواړي چې د پیسو او وسلو په بدل کې باید د نوموړي د مخدره توکو کاروانونو لپاره د لویې لارې امنیت ټینګ کړي.» له مخدره توکو سره د طالبانو اړیکه له همدې ځای نه پیلیږي او د مخدره توکو کښت او قاچاق د طالبانو د عایداتو په اصلي سرچینه اوړي. طالبانو د مخدره توکو د کښت او قاچاق ترڅنګ له نورو کروندګرو نه هم عشر او زکات اخیسته چې ددغې ډلې لپاره بله مالي سرچینه وه. په تېرو شلو کلونو کې هغه څه چې د طالبانو جنګي ماشین یې روښانه ساتلی و، د کوکنارو د کښت او قاچاق نه د عایدو راټولولو پیسې وې.

هغه څه چې روښانه دي هغه دادي چې هم د ملاعمر فرمان تبلیغاتي اړخ درلود او هم د ملاهبت‌الله فرمان تبلیغاتي اړخ درلود. دواړو هڅه درلوده څو ددغو فرمانونو په صادرولو سره د طالبانو د ډلې نړیوال پېژندګلوي آسانه کړي. اوسمهال افغانستان لاهم د نړۍ د مخدره توکو د کښت او قاچاق مرکز دی. د ملګرو ملتونو د وروستيو شمېرنو پربنسټ، افغانستان د نړۍ ۸۵ سلنه د مخدره توکو تولید کوي. روښانه ده چې د طالبانو دغه فرمان د خپلو دواړو حکومتونو په دورو کې تبلیغاتي و او هېڅ ډول عملي اړخ یې نه درلود.

له بل پلوه، ملاعمر په هغه وخت کې یو بل جنجالي فرمان هم صادر کړی و. نوموړي فرمان ورکړی و چې د چرسو کرکیله منع ده؛ ځکه په کور دننه ترېنه ګټه اخیستل کېده. هغه د فرمان په دوام ویلي و چې د مخدره توکو کښت دا چې په بهر کې ګټه ترینه اخیستل کیږي، جواز لري. هېره ده نه وي چې دا فرمان له هغه فرمان نه مخکې صادر شوی و چې د کوکنارو کښت یې محدود کړ.

ملاهبت‌الله هم د ملاعمر په شان څو فرمانونه صادر کړي دي او هڅه یې کړې چې د ملاعمر په پل ګام کیږدي او هماغه سخت او وچ مذهبي قوانین پلي کړي.

د پای خبره؛ په هماغه لومړي ځای کې د طالبانو درېدل

اوس چې د طالبانو د حکومت دوهمې دورې نسخه تر کار لاندې ده او په افغانستان کې واک ترلاس لاندې لري، لیدل کیږي چې د طالبانو د حکومتولۍ په کړنلاره کې ډېر بدلونونه ندي راغلي. د ملاهبت‌الله فرمانونه د ملاعمر په څېر دي او نوموړی ډېره هڅه کوي چې یاد فرمانونه په نوې ژبه خلکو ته وړاندې کړي.

څه چې روښانه دي دادي چې طالبانو بدلون ندی کړی او لا هم په هماغه ځای کې چې و، شته دي. ملا حسن هم د ملاعمر په څېر د طالبانو د ډلې په اړه خبرې کوي. نوموړی وايي چې دا ددې ډلې لپاره یو الهي فرصت دی څو خلک سمې لارې ته هدایت کړي. (؟) د ملاحسن آخوند دا خبره د ملاعمر له خبرې سره یوشان ده چې ویلي د الهي حکومت د ټینګښت لپاره باید هڅې وکړي.

هغه څه چې په هماغه لومړۍ کرښه کې د طالبانو د درېدلو لامل شوي دي، له شریعت او دین نه د هغوی وچ، سطحي او سخت درک دی. طالبان لا هم په افغاني لرغوني کلتور باور لري. تر ډېره د طالبانو افراطي چلند کول او په کلتور باور لرل ددې لامل شوي چې دغه ډله ډېر بدلون ونه کړي او ځیني وختونه حتی بنسټ پال شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي
خبرونه

طالبانو په هلمند کې درې کسان له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولي

۹ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1738042522]
اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي
خبرونه

اوتونبایوا: پراختیایي مرستې د بشري مرستو په پرتله ډېرې شوې دي

۳ سلواغه/دلو ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737524808]
لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي
خبرونه

لوکاشېنکو: افغانستان او سوریه له بیلاروس سره د همکارۍ غوښتونکي دي

۲۸ مرغومی/جدی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوري ۲۰۲۵ [t_time:1737135185]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    په هامبورګ کې یو افغان خپله ښځه ووژله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • طالبانو د کابل د کڼو کسانو په مسلکي انسټيټیوټ کې له ۱۲ کالو پورته نجونو زده‌کړې وځنډولې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په لوګر کې یو قومي مشر په وسله‌وال برید کې ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ځمکې د مالکیت پر سر شخړه؛ په کابل کې د طالبانو یوه جنګیالي دوه وروڼه ووژل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په کندهار کې سرچینې: هبت‌الله له ژمنې سره سره د ترکیې د استخباراتو له رییس سره ونه کتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.