• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۱ تله ۱۴۰۵ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

طالبان؛ پر ټوله نړۍ د امارتي نظام حاکمولو خوب!

لیکوال: میدانوال

لیکوال: میدانوال لیکوال: میدانوال
۲۰ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1678499115]
Reuters

Reuters

دوه لسیزې دمخه، ملامحمدعمر اخند لخوا، نړۍ ته د القاعده د مشر اسامه بن لادن، نه‌سپارلو په ځواب کې، امریکا دمخه او اروپا ورپسې، په افغانستان را ننوتل، او د څو اونیو په ترڅ کې یې، د (لوی‌ملا) په مشرۍ، اسلامي امارت دړې وړې او د (بن‌کنفرانس) تر چتر لاندې، افغانستان کې د داسې دموکراسۍ بنسټ کښېود، چې د امریکې او ټولې ناټو د ځواکمن شل‌کلن حضور په پای ته رسېدلو سره، لکه خوب د افغانانو له ذهن او ژونده والوته!

خو دادی، دوه لسیزې وروسته، د طالبانو د دویم امارت مشر، ملاهېبت‌الله اخندزاده، خپل مخکښو مامورانو ته، دنده سپاري، چې ښاري وګړو له مخلص مسلمانولو روسته، دویم کار یې، «پر ټوله نړۍ اسلامي نظام حاکمول» دي!

اوس به معلومه شي، چې آزاده نړۍ، د خپلو ارزښتونو خوندي‌کولو لپاره، یوې نوې لارې او تګلارې ته مخه کوي، که په زړو کوڅو او ګودرو، افغانستان کې د پېښو او حرکتونو، څار لپاره، زړوجال غوړوي!

شالید ته نظر

درې‌لسیزې دمخه، چې د امریکې په مشرۍ، د آزادې نړۍ نظامي او سیاسي ټلوالې، د افغانستان په غرونو کې، د وخت لوی نظامي او سیاسي طاقت (شوروي سوسیالستي جمهوریتونو اتحاد)، مات او ټوټه ټوټه کړ؛ نو په بې‌غمۍ سره یې خپلې استخباراتي شبکې بېرته ورټولې او د سړې جګړې اوږده ستړیا یې، په یوقطبه نړۍ کې، په جشن او سرور نیولو سره، له اوږو وڅنډله!

دېخوا، افغانستان د جهادي ډلو ترمینځ اوږدو او نه ختمېدونکو جګړو او شخړو په ترڅ کې، د نظام او حاکمیت په توګه، سره وپاشل شو. ناامني، د وګړو فردي او اجتماعي حقونو بې‌پوښتنې نقض، ډله‌ییز خوندیتوب پاشل‌کېدل، ګډوډي او د جهادي قوماندانو د واک‌ساحو پر بنسټ نوې‌ملک‌الطوایفي، ټول وګړي ناراضه او د ناهیلۍ په واکمنې فضا کې، له آسمانه د ژغورونکو پرښتو نازېدلو ته لاس ترزنې پاتې شول، چې دې کې د ټیټې کچې یوه مذهبي عالم (ملامحمدعمراخند)، په مشرۍ یوه ډله طالبان- د کندهار په میوند کې، د سړک‌غاړې پاټک ختمولو په نیت راپورته او دوه-درې کلونو کې، د برېښنا په منډه- د هندوکش پر شمالي څنډو ورواوښتل او افغانستان د یوه داسې نظام خاوند شو، چې د (شرعي‌نظام) تر چتر لاندې یې، د ټولنې سمه نیمایي برخه (ښځې)، د کار، زده‌کړو او مدني حقونو څخه بې‌برخې اعلان کړه.

دا وخت وه، چې نړۍ- بیا په تېره آزاده نړۍ- متوجه شوه، چې نړۍ یوه خوا روانه ده او د وارسا قتل‌ګاه، بله خوا سنګرکشي کوې!

د طالبانو اسلامي امارت، عربستان، د عربو متحده اماراتو او پاکستان، په رسمیت پېژندلی و. او پاکستان خو د امریکې-انګلیس خپل و! خو (خپل!) خپله ګټه چاغوله او له هغو لارو او تاکتیکو په ګټې اخستنې سره، چې له تېرو درې لسیزو یې د جوړولو، روزلو او په‌کاراچولو ، پخه تجربه لرله، په هره روزلې‌ډله یې جلاجلا قیمت ایښود او منځنې‌اسیا، منځني‌ختیځ، روسیې، چین، او حتا امریکا-اروپا، په جلاجلا بازارونو کې یې، جلا جلا سودا ورباندې کوله! تر هغو چې د سپتامبریولسمه راغله او ددغو ډلو د تورې غږ، د نړیوالې‌سوداګرې له آسمانڅکو ودانیو، نړۍ ته د یوې بلې جګړې، بیانیه واوروله!

امریکا او ملګري یې، طالبانو ته په ګوت‌څنډنه شول! خو دې خبرو د طالبانو په ایمان زور نه‌رسید! هماغه و، چې پاکستان ته ګوته سیخه شوه او جنرال‌مشرف- سمدستي- خپل فضایي او زمکني دهلیزونه، د امریکې پوځ پرمخ پرانستل. بي‌۵۲ بم‌غورځونکو، د طالبانو خاورین‌بلنداژونه او مورچې داسې کولبه کړل، چې مېاشت کې یې، د طالبان پاتې‌شوني، په کندهار ننوېستل! خو لوی‌ملا پر خپله پرېکړه ټینګ و. اسامه یې ونه‌سپاره او تردې ځایه له مروجه دیپلماسیو او سیاسي چلندونو ووت، چې امریکې ولسمشر (جورج‌بوش) او بریتانیې صدراعظم (توني‌بلېر) ته یې (داګز دا میدان) اعلان او له بي‌بي‌سي، اعلان کړل، چې هغوی دواړه یوه خوا او دی بله خوا، او را دې شي، چې په هوار میدان خبره سره معلومه کړي!

نړۍ یوه خوا وه او ټکول شوي طالبان بله خوا، د لوی‌ملا امارت ونړېد او افغانانو، د ژوند او برخلیک جوړولو یو بې‌جوړې فرصت ترلاسه کړ، چې څه باندې یو نیم‌کال دمخه، د طالبانو په بیاځل واکمنېدلو سره، بیاځل په اوبو لاهو او د تاریخ د حافظې یوه برخه شو!

طالبان او نړیوال اسلامي‌نظام

«د الله تعالی پرټوله مځکه د شریعت د حاکمیت فکر ولرئ! لکه څرنګه، چې تاسو په صحراو کې واست، هلته مو امامتونه او جهادونه کول، ستاسو سره علم وو. دا ډېره لویه هستي ده. نو تاسو د خپل علم او وعظ و نصحیت په سبب هغه د صحراوو خلک د دین سره دومره اشنا کړه، چې پر دین عاشقان سوه، ددې دین لپاره هر قسم قربانۍ ته اماده سوه. ستاسو حمایه یې وکړه، بالاخره د دوی کلکې حمایې او قربانیو تاسو دومره قوي کړلاست، چې ټول کفر مو مات کړ او اسلامي نظام مو حاکم کړ.»

(د طالبانو له مشر‌مولوي هیبت‌الله اخندازده سره، د طالبانو د حکومت د ادارو د بشري سرچینو چارواکیو لیدنې له راپور څخه)

د یادولو ده، چې هشت‌صبح، دغه راپور له یوه داسې طالب‌چارواکي ترلاسه کړی، چې نه‌غواړي نوم یې څرګند شي؛ ځکه نو ورځپاڼه، د راپور د کره‌والي، یا نه‌کره‌والي په اړه، بې‌پرې ده!

د یاد راپور له مخې، ملاهیبت‌الله خندزاده، خپل مخکښ پېروان، په دې مکلف بولي، چې ټول وګړي د فکر-باور له مخې، د جنګیالیو طالبانو کچې ته ورسوي او بیا نو پر ټوله نړۍ «اسلامي‌نظام، حاکم کړي!» او ورسره زیاتوي:

«اوس خو دادی ښارونو ته راغلاست؛ اوس نو دغه د ښارو خلک هم د الله تعالی دین ته راوبولئ او د دین سره یې دومره آشنا کړئ، چې په ټول افغانستان کې یو مخالف کس پاته نسي؛ بلکه ټول داسې مخلص مسلمانان سي، چې ستاسو دومره قوی حمایه وکړي، چې تاسو پر ټوله نړۍ اسلامي نظام حاکم کړئ.»

راپور کې، پر جګپوړو طالبانو امر شوی: «کله چې د افغانستان ټول خلک د دین لپاره قربانۍ ته اماده سوه، بیا نو چې هرې خوا ته د تللو امر مې درته وکی، بیا به نو ځئ!»

مشر، ښایي د طالبانو د شل‌کلنې جګړې ځانګړې نښې (انتحاري‌واسکټ تړل، او ځان‌چوول) ته په اشارې سره، لاس‌لاندې ملګرو ته لارښوونه کوي:

«که رښتیا هم د دین او شریعت حاکمیت غواړئ، نو قربانۍ ته اماده سئ! زغرې واغوندې، حتی رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې د فتحې په ورځ دوې زغرې اغوستې وې!»

طالب‌مشر، خپلو لومړی‌درجه پیروانو ته ګواښ کوي: «که تاسو شریعت حاکم نه‌کړی؛ نو په ورځ د قیامت کې به دا شهیدان درته وایي، چې موږ خو دا خپل ځانونه ټوټه ټوټه کړه او خپل اولادونه مو یتیمان کړه، آیا دا ددې لپاره وه، چې ته قدرت او چوکۍ ته ورسېږې؟»

طالب‌مشر، دې ته په اشارې سره چې «که موږ شریعت حاکم نه‌کړو بیا به ډېر زیات شرمنده سو!» د طالبانو د نظام له هغې نااعلان‌شوې ستراتیژۍ څخه پرده پورته کوي، چې د نړۍ ټوله سیاسي نقشه، په ځان کې رانغاړي!

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

ځانګړي

نړیوال جهاد ته د هبت‌الله ژمنتیا؛ طالبان له پولې اخوا جګړې ته چمتو کیږي

۲۰ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1678522651]
شننه

هبت الله اخوندزاده؛ د ځانمرګو بریدګرو له مفتي توب نه د طالبانو تر مشرۍ پورې

۲۰ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1678521990]
پرته د ټولي

هبت‌الله سره د طالبانو د وزارتونو او خپلواکو ادارو د بشري منابعو رئیسانو د لیدنې راپور

۲۰ كب/حوت ۱۴۰۱ - ۱۱ مارچ ۲۰۲۳ [t_time:1678499212]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د هند نوموتی فلمي لوبغاړی نانا پاټیکر په ۷۵ کلنۍ کې مړ شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.