د خپلو امارتي سیالانو پر وړاندې د ملا هبت الله اداري جهاد

یونس نګاه

د طالبانو امارت د رهبرۍ او ادارې دوه پلازمېنې لري. کابل د خپلو ادارو، اداري بنسټونو او تاریخي دود له امله د طالبانو په رژیم کې د اداري پلازمېنې په توګه پاتې شوی دی. خو ملا هبت الله د ملا عمر د لارې په خپلولو سره په کندهار کې یوه بله پلازمېنه جوړه کړې چې هلته د امارت نظام (رعیتي خان، امیر/پاچا) واکمن دی. په کابل کې شته نظام او بنسټونه چې سل کاله مخینه لري او په ځانګړې توګه په تېره یوه پېړۍ کې یې پراختیا موندلې، د حکومتولۍ لپاره جوړ شوي او هر هغه ځواک چې واک یې په لاس کې واخلي، که وغواړي او که نه، هغې لارې  ته سیخېږي چې د معاصرې حکومتولۍ د شرایطو له مخې اداره کېږي. ان که د داسې یوې بېدیا میشتې ډلې له خوا چې په غاړه کې د تسبیح یا تعویذونو اچول او یا څنګ ته د تف دانۍ او یا په جیب کې د نسوارو د قوطي لرل غوره ګڼي، هم ونیول شي، له وړاندې جوړ شوي دفترونه، جوړ شوي مېزونه، شته سیسټم او بیوروکراسي چې د حاکمیت د تثبیت او د واک د ټينګښت لپاره  یو شرط دی، د هغې پر مخ د دولت رنګ پاشي، خو کندهار داسې نه دی.

هلته امیر له وړاندې ټاکلو شرایطو سره مخ نه دی او کولای شي له دولتي بیوروکراسۍ پرته داسې امارت جوړ کړي چې د قبیلوي یا مذهبي دودونو پر بنسټ له محکمې سره ورته والی ولري. هلته امیر د خانانو د خان په توګه په یو اړخیزه توګه حکمونه او «فرمانونه» صادروي. د کابل او کندهار د اداري نظام تر منځ توپیر د دغو دوو پلازمېنو د زورواکو تر منځ د اختلاف یو لامل دی. هغه اختلافات چې په دې وروستیو کې د پټولو له ډېرو هڅو او پر اطاعت له ټينګار سره سره، تر رسنیو رسېدلي، په کندهار کې د واک پر انحصار د سراج الدین حقاني اعتراض او په پټو سترګو د  اطاعت پر وړاندې د ملا یعقوب دریځ یې دوه د پام وړ بېلګې دي، چې د طالبانو ځینو ټیټ پوړو چارواکو ته یې دا جرئت ورکړی چې خپل مخالفت په ښکاره توګه څرګند کړي. د بېلګې په توګه، په بلخ کې د طالبانو د څارنوالۍ ريیس مولوي عبدالقادر مرادي د دغه ولایت په شولګرې ولسوالۍ کې په خپله وینا کې پر ملا هبت الله نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د طالبانو مشر به خدای ته د خلکو او خپلو تر لاس لاندې کسانو ځواب ورکوي. هغه ملا هبت الله ته په سخته ژبه د ته ضمیر وکاراوه او حاضرینو ته یې وویل، چې له هېچا نه وېرېږي.

د خپل امارت له اداري چارواکو سره د ملا هبت الله له چلنده څرګندېږي چې هغه ځان ته د یوه داسې لارښود یا مشر په سترګه نه ګوري چې د سیاسي او مذهبي لویو کرښو په ټاکلو کې لاسوهنه وکړي، بلکې غواړي د عبدالرحمن خان په څېر مطلق‌العنان امیر وي، چې د نظامي، استخباراتي، قضايي، اداري او مالي چارو او ان د استخدام د بهیر پر جزیاتو څارنه ولري. افغانستان د عبدالرحمن خان له وخته تر نن ورځې ډېر بدل شوی دی او په یوه فردي اوسپنیز سوک د هېواد اداره کول څه اسانه خبره نه ده، ان که دغه سوک له یوه پخواني مذهبي دود او د ترهګرو شبکو له ملاتړه برخمن هم وي. ملا هبت الله پر یوه بې سیاله مطلق العنان د بدلېدو لپاره ډېرې ننګونې په مخکې لري. هغه د داسې شبکو د اتحادیې مشر دی، چې ډېرې ادعاوې لري او هره یوه یې په واک کې رښتینې ونډه غواړي او له خپل امیره یې تمه داده چې  په خپل دفتر کې د حقوقي، مالي او اداري واکونو د بشپړ انحصار پر ځای، د طالبانو د امارت لپاره سمبولیک او معنوي رول ولوبوي او د طالبانو تر چتر لاندې د جهادي لوبغاړو او شبکو د یووالي زمینه برابره کړي. خو هبت الله تر اوسه د خپلو متحدانو او تر خپل امر لاندې د ځواکمنو شبکو تمه بابېزه ګڼلې ده.

په تېر یو نیم کال کې له وزیرانو، ولسوالانو، قاضیانو، نظامي قوماندانانو او د استخباراتو له ريیسانو سره د ده د کتنو او چلند په تړاو خبرونه، فرمانونه او اعلامیې خپرې شوې دي، چې هغو ته په کتنې سره د ملا هبت الله د کار بڼه او د  طالبانو په امارت کې د هغه رول ارزولای شو. یو له دغو سندونو، د وزاتونو او  خپلواکو ریاستونو د بشري سرچینو له رییسانو سره د هغه د غونډې د جزیاتو راپور دی، چې د روان کال د مرغومې پر ۲۰مې نېټې شوې وه. د دې غونډې د جزیاتو دولس مخیز راپور چې په ۸صبح کې خپور شوی، د نوموړي د سیاسي، مذهبي او اداري لیدلورو په اړه ډېر معلومات وړاندې کوي. په دې مقاله کې د همدې سند او یو شمېر نورو خبرونو او راپورونو پر بنسټ د حکومتولۍ په چارو کې د ملا هبت الله د مدیریت سبک او بڼه څېړو او ګورو چې د واک د وېش پر سر لانجو ملا هبت الله څه ډول له خپلو ځواکمنو متحدینو سره په جنجال کې اچولی دی.

د امارت مشري په کندهار کې ده

د بشري سرچینو له ريیسانو سره د ملا هبت الله غونډې ته له کتنې اصلي ټکی دا را اخیستلای شو، چې د طالبانو د مشر او د هغه د پلویانو هڅې د مالي، نظامي، استخباراتي، قانوني او استخدام د صلاحیتونو د انحصار لپاره دي. هغه د امارت د بېلابېلو کچو له چارواکو سره په تماس کې هېڅ ډول محدودیتونو او سلسله مراتبو ته ارزښت نه ورکوي او له ریيس‌الوزرا نیولې د استخباراتو تر عمومي رییس، د بشري سرچینو تر رییس او نظامي څارنوال پورې ټول خپل دفتر ته پر مستقیم ځواب ویلو مکلف ګڼي.

ملا هبت الله له هماغه پیله کله چې د طالبانو مشر شو، د اداري نفوذ کارولو ته ملا تړلې وه. هغه ښایي د خپل نظامي نفوذ د نشتوالي او دغه راز له دې امله چې له ادارې او جوماته مشرۍ ته رسېدلی و، نه د جګړې له ډګره، په سمبولیک مشر د ځان د بدلېدو د مخنیوي او د سراج الدین حقاني او ملایعقوب په څېر سیالانو د لوړو خیالانو د کنټرول لپاره چې نظامي شبکې لري او د اختر محمد منصور په وخت کې د ملا هبت الله په څېر د امیر مرستیالان وو، څو تاکتیکونو ته مخه کړې ده.

لومړی: دا چې هغه د طالبانو قاضي او د مدرسې ملا پاتې شوی، د وینا کولو له وړتیا او خپل ملايي سواده د نفوذ د کارولو لپاره ګټه پورته کوي.

دویم: هغه د دین او شریعت تر شا ناست دی او پر دین او اقوالو او دغه راز ګڼو هغو ملایانو په تکیې سره چې پلویان یې دي، د خپل نفوذ د پراخولو لپاره کار اخلي.

دریم: د امارت په لومړۍ دوره کې د دفتري کارونو د تجربې او دغه راز هغو اداري واکونو نه په ګټې اخیستنې چې د ملا منصور په وخت کې ورکړل شوي وو، هڅه کوي، د ادارو له بېلابېلو کچو سره په مستقیم تماس سره خپل واک وکاروي. د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷ کال کې په رسنیو کې د ملا هبت الله د ګومارلو او د اداري نفوذ د کارولو خبرونه خپاره شول. هغه مهال هغه د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته (د ۲۰۱۶ کال د مې په ۲۱مه) د طالبانو مشري ته رسېدلی و. د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر میاشت کې د فراه د ولایتي شورا رییسې جمیلې امیني رسنیو ته ویلي وو، چې ملا هبت الله دغه ولایت ته راغلی و او د طالبانو له ځايي چارواکو سره پر غونډو او د هغوی پر ګمارلو بوخت دی. ویل شوي، چې ملا هبت الله د پاکستاني استخباراتو په مرسته افغانستان ته راغلی و او لومړی هلمند او له هغه ځایه فراه ته د نويو واليانو، ولسوالانو او نظامي قومندانانو د ګمارلو په موخه تللی و. کله چې طالبانو ته واک تسلیم کړای شو، د ملا هبت الله  ډېر څرک نه لګېده او د کابل د څوکیو د نیولو لپاره د ملا برادر، ملا یعقوب، سراج الدین حقاني او هغوی ته د ورته کسانو تر منځ د جوړجاړي خبرې کېدې. خو کله چې ورو ورو په رسنیو کې د ملا هبت الله د نوم اخیستل زیات شول، په هغه پورې ډېری اړوند خبرونه له اداري چارواکو سره د هغه  کتنو، د کسانو د ګمارلو او لېرې کولو او د ادارو او خلکو لپاره محدودوونکو فرمانونو ته ځانګړي وو. په خبرونو او اعلامیو کې مو لوستل چې هغه ان په ولایتي ګمارنو او چارو کې لاسوهنه کوي. د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په ۲۴مه نېټه د باختر خبري اژانس چې څو مياشتې مخکې د طالبانو تر ولکې لاندې راغلی و، خبر ورکړ چې ملا هبت الله تېره ورځ (د لیندۍ ۲۳مه) په قندهار کې د طالبانو د ادارو له رييسانو سره وکتل او هغوی ته یې ځينې لارښوونې وکړې. په هغې غونډه کې د طالبانو والي هم حضور درلود. له هماغه پيله يې د ملا حسن، وزيرانو او ان واليانو له لارې د ادارو رييسانو ته خپل حکمونه نه لېږل، بلکې رييسان يې دفتر ته احضارول او د کولو او نه کولو سپارښتنې یې ورته کولې. لکه څنګه چې تاسو د طالبانو د امارت د بشري سرچینو له ريیسانو سره د کتنې په راپور کې لوستلی شئ (په ۸صبح کې خپور شوی)، د هغه د کولو او نه کولو سپارښتنې یوازې په دیني او شرعي مسایلو پورې محدودې نه دي، بلکې ان د استخدام په څېر مسایلو په جزئیاتو کې هم مداخله کوي. د ۲۰۲۱ کال د اګسټ ۲۵مه ، کندهار ته د هغه د راتګ لومړی خبر هم له اداري پیغام سره مل و. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي وو، چې ملا هبت الله کندهار ته رسېدلی او د طالبانو له جګپوړو غړو سره یې د نوي حکومت د جوړېدو په اړه خبرې اترې کړې دي. البته د «خبرو اترو» کلمې هغه وخت، کله چې د واک او امکاناتو د وېش لپاره د ځواکمنو طالبانو تر منځ د لانجې پیلامه وه، د ملا هبت الله په دریځ کې ابهام ته اشاره لرله. وروسته په خبرونو کې هغه د خبرو اترو په مقام کې نه، بلکې د قوماندې او لارښوونې په مقام کې و. د لویې جرګې په تالار کې د ملایانو له مشهورې غونډې او په هغې غونډه کې د ملا هبت الله له جهادي وینا وروسته د امیر اطاعت د پخوا په پرتله زیات شو. اطاعت، په بهر کې د دې ډلې د یووالي د وسیلې په توګه تعبیرېده او کله کله به يې مخالفينو د طالبانو په منځ کې د داسې دود د شتوالي له امله رخه کوله، چې څنګه له تناقضاتو او اختلافاتو ډکې ډلې په منځ کې د چوپتيا او اتحاد د ساتلو لپاره پر اطاعت تکيه کوي. خو په طالبانو کې د ننه پر اطاعت ټینګار د سرچینو او واکونو پر سر د لانجې او لاس او ګرېوان کېدو کیسه بیانوله. لکه څنګه چې مو ولیدل، ترینګلتیاوو د اطاعت پرده څېرې کړه او اختلافونه را برسېره هم شول.

د روان کال په پیل کې ملا هبت الله د امارت کابینه کندهار ته وبلله او له هغوی سره یې درې ورځې غونډه وکړه. د طالبانو د سږکال د وري میاشتې د ۴مې نیټې  په اعلامیه کې ویل شوي چې ملا هبت الله «وزیرانو او چارواکو ته د بېلابېلو ادارو او څانګو د کارونو په تړاو… سپارښتنې او لارښوونې وکړې». په هغې غونډه کې یې هم د خپلې کابینې په سلسله مراتبو سترګې پټې کړې وې او وزیرانو او  ملا حسن ته یې مستقیمې سپارښتنې کړې وې. په ډیموکراټیکو نظامونو او حکومتونو کې چې قانون لري، د سلسله مراتبو په پام کې نیول د اړوندو چارواکو تخصص او دغه راز وړتیا ته د درناوي یو مهم اصل دی. د دې اصولو نه مراعتول او د ادارې له ټيټ کچو سره د حکومت د مشرانو مستقيم تماس د مسوولو چارواکو بې صلاحیته کول ګڼل کېږي. د طالبانو د اعلامیې له مخې ملا هبت الله د ملا حسن هر مرستیال ته په جلا جلا توګه ځانګړې لارښوونې کړې وې. ښایي په دې یوه کال کې د ملا حسن چوپتیا او په فرمانونو او خبرونو کې د هغه د نوم نه اورېدل د دې ښکارندویي کوي چې هغه بې صلاحیته پاتې دی. هغه له ځان پورته ملا هبت الله لري چې د ادارو رییسانو ته په مستقیمه توګه امر کوي او لاندې یې سراج الدین حقاني، ملا برادر او ملا یعقوب دي چې هر یو یې د خپل نفوذ په ساحه کې امیر او خليفه دی.

تر اوسه ملا هبت الله بریالی ښکاري. هغه د خپل دیني حیثیت له امتیازه او د امارت له طالباني دود نه د مطلق‌العنان امیر او شرعي مرجع په توګه د خپل مقام د ساتلو لپاره ګټه پورته کړې ده. هغه طالبانو، د افغانستان خلکو او نړیوالو ته د دې پیغام د رسولو لپاره چې د امارت مشري په کندهار ده او د کابل اداره د فرمانونو پلي کووونکې ده، خپلې ټولې وسیلې کارولې دي. د هغه د پیاوړو مټو او امارت د‌ ننه سیالانو شکایت او اعتراض هم د نوموړي د بریالیتوب ښکارندويي کوي.

بشپړ امیر او یوازینی ویناوال

که څه هم ملا هبت الله تر اوسه د پردې تر شا دی او د هغه د هویت په اړه شکونه شته، خو په دې یو نیم کال کې د طالبانو د ادارې له بېلابېلو کچو سره د هغه د اړیکو په اړه ډېر خبرونه خپاره شوي دي. په دغو خبرونو کې ملا هبت الله تل ګواښ او سپارښتنه کوي چې شریعت بشپړ دی، دیني عالمان (ملا او مولویان د هغه تر نفوذ لاندې) د شریعت ساتونکي او د خدای استازي دي او پخپله د واجب‌الاطاعت امیر دی. هغه په ​​ټولو ادارو کې د ملايانو شبکه پراخه کړه او د بشري سرچينو د رييسانو د احضارولو اصلي لامل يې په رياستونو کې د ملايانو په ګمارلو کې له پڅوالي د ناخوښۍ څرګندول او د مولویانو د استخدام د بهیر پر اسانه کولو ټينګار و. هغه که د خپلو تر لاس لاندې کسانو خبرې واورې هم، غوږ پرې نه ګروي او د ایتونو او احادیثو په لوستلو سره د شریعت پر بشپړتیا ټینګار کوي او خپلو جګپوړو کسانو ته د شریعت په مخې ته کولو سره وایي، چې اوامر ومنئ او له شریعت، یعنې امیره اطاعت وکړئ.

د بشري سرچینو له ريیسانو سره د هغه د دوه ورځنۍ غونډې (د روان کال د مرغومې د میاشتې په ۲۱-۲۱) په تفصیلي راپور کې د ملا هبت الله د دفتر اداري تشریفات هم منعکس شوي او هغه یې د پخوانیو پاچاهانو په څېر د دربار، مېلمستون، انتظار ځای او د تشریفاتو د مامورینو خاوند ښودلی دی، نه هغه څه چې طالبان یې تبلیغوي او ادعا کوي چې مشران یې ساده او بې تشریفاتو ژوند لري. د دې غونډې د رسمي راپور له مخې، د ملا هبت الله دفتر په یوې متحدالماله خبرتیا کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو د بشري سرچینو رييسان کندهار ته وربللي دي. په نوملړ کې د ملا حسن د دفتر او د چارو ادارې مشران هم شامل دي. کله چې هغوی کندهار ته ورسېدل، یوه ورځ یې د خپل امیر په مېلمستون کې د ملا هبت الله له حضور پرته خپل منځي ناسته وکړه، څو د غونډې له تشریفاتو سره اشنا شي او په  عین وخت کې خپل وړاندیزونه سره راټول کړي. بله ورځ د ملا هبت الله د مېلمستون په جومات کې سره راټول شوي او له امیر سره د کتنې د اصولو په اړه یې د دربار د تشریفاتو د مسوولینو مشورې اورېدلې دي. له هغې وروسته  ملا هبت الله ته بیول شوي او هلته ورته له روغبړ وروسته په ټوله غونډه کې څلور ځلي د وینا اجازه ورکړل شوې ده. یو هغه مهال چې خپل ځانونه یې معرفي کړل، دویم کله چې د دوی استازي د قران کریم تلاوت کړی، دریم کله چې یې خپل بیعت تازه کړی او څلورم کله چې د غونډې په پای کې ملا هبت الله د ملایانو په ګمارلو کې په ناغیړۍ  تورن کړی او پوښتنې یې ترې کړې دي. نور پاتې ټوله ورځ په دوو پړاوونو کې، یو د ماسپښین له لمانځه مخکې او بل له لمانځه وروسته، ملا هبت الله وینا کړې او سپارښتنې یې ورته کړې دي.

د غونډې د راپور اصلي متن د بشري سرچینو د ريیسانو د اړتیاوو او ستونزو د اورېدلو او د استخدام په اړه نه و. البته د غونډې په راپور کې ويل شوي چې په لومړۍ ورځ  بلل شویو کسانو د شکايتونو او وړانديزونو يو اوږد نوملړ مطرح او توحید کړی دی. خو په غونډه کې د هغو ټکو د بیانولو فرصت نه و او پر ځای يې خپل امیر ته په لیکلي بڼه د هغه یوه کاپي ورکړې ده او راستانه شوي دي.

د ملا هبت الله د هغې ورځ د وينا اصلي ټکي په شلو فقرو کي بيان شوي دي. د هغه د وینا  اصلي تمرکز د امیر پر اطاعت، جهاد ته پر چمتووالي، د قربانۍ د زغرې پر اغوستو او په ټولو چارو کې له علماوو (د ملا هبت الله له استازو) سره د مشورې پر اړتیا و. په دې حالت کې، هغه یو ماهر کیسه ویونکی ښکاري. د راپور په ټولو شلو فقرو کې ملا هبت الله د خدای، پیغمبر، صحابه وو او نورو دیني مشرانو د خبرو راوی دی. په یوې سرسري کتنې سره مې د هغه د خبرو په راپور کې دوه ویشت روایتونه، ایاتونه او د پخوانیو کسانو کیسې وشمېرلې. هبت الله ځان  ظاهرأ ځان د مشرانو پیغام راوړونکی او د خدای د شریعت پلي کوونکي ګڼي او د الله تعالی د نوم او د مذهبي مشرانو تر شا د اطاعت او قربانۍ د راخپلولو لپاره خپلې غوښتنې مطرح کوي.

شخص‌ ځپنه او د ټولیز ماموریت د حس تزریق

د بشري سرچینو د ريیسانو د وړاندیزونو په نوملړ کې مسلکي او خورا شخصي غوښتنې ذکر شوې دي. هغوی په لومړۍ ورځ، د عادي ادارو د کارکوونکو په څېر کېناستلي او د خپلو کارونو پر وړاندې یې د خنډونو او خپلو غوښتنو نوملړ  جوړ کړی دی. د دې ډلې په دستګاه کې د منځنۍ او ټيټې کچې  طالبان ډېرې ځمکني او شخصي لېوالتیاوې او غوښتنې لري. هغوی معاش، کور، مقام او صلاحیت غواړي. احتمالاً د هغوی په منځ کې د اسلامي جمهوریت د دورې مامورین هم حاضر وو او په یوه جدول کې یې خپلې ستونزې او حل لارې سره راټولې کړې دي. د دوی شکایتونه خورا اداري او عادي وو. ویلي یې دي، چې د ګمارلو او لیرې کولو لپاره هېڅ مقررات او اصول نه شته، د ظرفیت لوړولو لپاره کوم پلان نه شته، هغه «مجاهدین» چې د فرمان له مخې او له ازموینې پرته ګمارل شوي له کار سره اشنا نه دي او د هغوی امتیازات هم محدود دي، ځینې طالب قومندانانو چې د جګړې پر مهال مقام درلود اوس  له تشریفاتو پرته پوستونو باندې توظیف شوي او باید د جګپوړو چارواکو د ساتنې له ادارې (رجال برجسته) نه ساتونکي او امتیازات ورکړل شي. په کور د ناستو ښځو بستونه خالي دي او د بشري سرچینو د مسوولانو  تر منځ همغږي نه شته.

کله چې  ملا هبت الله ته ورغلل، هغه احتمالاً د خپل امارت د چارواکو پر روحیې په پوهېدو سره، د بري او فتحې خبرې  پیل کړې، النصر سوره یې لوستې او سملاسي یې د دې په ویلو سره، چې د هغو کسانو کار او ماموریت چې د طالبانو په امارت کې دنده لري، شخصي نه دی، د بشري سرچینو پر مشرانو سړې اوبه توی کړې. تر هغې وروسته یې ټوله ورځ په ايتونو، احاديثو اولارښوونو سره  شخصي او دنیاوي ګټې غندلې  او د امارت او اخرت د ګټو د ستايلو هڅې یې کړې دي. البته  ملا هبت الله پخپله له خپلو مامورینو ډېرې شخصي او سطحي غوښتنې لري او ټولیزې ګټې او له مرګه وروسته باندې فکر کول پراطاعت کوونکي او امر منونکي ډلې باندې د هغوی د بدلېدو وسیله ده. د ملا هبت الله د غونډې د راپور په دویمه فقره کې راغلي چې په لېرې کولو او ګمارلو کې باید شخصي ګټې په پام کې ونه نیول شي، بلکې د ملت او نظام ګټې په پام کې ونیول شي. په دریمه فقره کې راغلي، چې پر هغه چا د خدای لعنت دی، چې په خپلو مسوولیتونو کې انډیوالي کوي. خو په ۱۹ فقره کې یې په تفصیل سره لارښوونه کړې چې په مقررې، اسنادو او لوړو زده کړو پسې مه ګرځئ او څو چې کولای شئ مجاهدین انډېولان استخدام کړئ. هغه  د همدې جمع بندۍ لپاره ټولې دعاګانې او روایتونه خپلو مامورینو  ته ورکړې دي. په هغې فقره کې په ښکاره  امر کوي چې «د نظام ټول تشکیلات باید له مجاهدینو نه جوړ شي». مجاهدین یې مسلکي نه دي او په دفترونو کې د کار کولو تخنیکي وړتیا نه لري. پر دې پخپله هم پوهېږي، نو ځکه يې ژر زیاته کړې ده، چې که تاسو مجاهد په دې دليل نه ګمارئ، چې  مسلکي نه دی، نو په غلطه يئ. ځکه چې «مجاهدین او طالبان تر ټولو هوښیار دي… ته  ورته فرصت ورکړه او پر کار یې وګوماره، یقیناً هغه به تر بل هر چا خپل مسوولیتونه او دندې ښې زده کړې». ملا هبت الله وايي که د بشري سرچینو مشران انډیوالي وکړي او خپل ملګري وګوماري، خدای به پرې لعنت وایي، خو که دوی مسلکي کسان له دفترونو وباسي د ملا هبت الله اطاعت کوونکي او انډيوالان وګوماري، خدای پرې افرین وايي!

د ورځې په پای کې په ټینګار سره امر کوي: «د مجاهدینو د ټاکلو پروسه اسانه کړئ! د ورځې په دویمه نیمایي کې، کله چې د شخص ځپنې او د اطاعت د احساس د تزریق بهیر پای ته رسېږي، ملا هبت الله د یوه بې پروا سیاسي شخص په څیر،د بشري سرچینو مشرانو ته په ښکاره او مستقیمه توګه خپلې غوښتنې بیانوي. هغه دا غوښتنې د مستنطق په توګه بیانوي. د بېلګې په توګه، پوښتنه کوي، تاسو ولې ما ته د تصویب لپاره د لېرې کولو او ګمارلو قانون نه رالېږئ؟ ولې مجاهدین په ادارو کې د اسخدام پررمهال سرګردانه او ستړي کوئ؟ ولې په فورمو کې د لېرې خپلوانو او د مجاهدو د ښځو نومونه غواړئ؟ بیا امر کوي چې «په مطلقه توګه غیر شرعي کار مه کوئ» او د مجاهدینو استخدام آسانه کړئْ!» شريعت یعني د ملا او طالبانو اسانتیا او امتیاز.

هغه له دې ډول ناقانونه او خپلسرو غوښتنو سره سره، د بشري سرچینو ريیسانو ته امر کوي چې د «اسلام د دښمنانو» منفي خبرو ته غوږ مه نیسئ او پر هغه څه چې د طالبانو او د هغوی د امارت د نیمګړتیاوو په اړه ویل کېږي، سترګې پټې کړي (۱۷فقره، الف برخه) او په ټوله ځمکه کې د شریعت د حاکمیت په اړه فکر وکړي، زغره واغوندي او قربانۍ ته چمتو شي! (۱۴فقره)

د ایتونو لوستل، د روایتونو بیانول او د جهاد تبلیغ او د نړۍ فتحې ته هڅول او دا هر څه، تر خپل لاس لاندې کسانو د ذهن د کنټرول لپاره سیاسي تکتیکونه دي. د ملا هبت الله غوښتنه دا ده چې د امارت مامورین یې د هغه اطاعت کوونکي مبلغان شي او د افغانستان ټول خلک داسې قربانۍ ته چمتو کړي چې هر خوا ته امر وکړي، پر ځای شي. د ملایانو او طالب جنګیالیو د استخدام بهیر پر اسانه کولو ټینګار یې هم د خپلې ډلې د نفوذ د پراختیا په موخه په بشپړه توګه شخصي او برسېرنه غوښتنه ده، چې په دې توګه په امارت کې خپل سیالان څنډې ته کړي او بې منازعې واکمن شي.

هغه د بشري سر چینو له رييسانو سره اداري غونډه په تبلیغاتي او د مغزو مینځلو په مراسمو بدله کړې او د ورځې په لومړۍ نیمایي کې یې له ټولو غوښتي چې په انفرادي ډول له ده سره خپل بیعت تازه کړي.

هغه زما ده

د روان کال د زمري د میاشتې په پیل کې ملا هیبت الله ټول والیان خپل دفتر ته وروبلل او له هغوی یې د اطاعت او بیعت ژمنه اخیستی وه. دا چې واليان د طالبانو د ځواکمنو ډلو تر منځ وېشل شوي، ویل کېږي چې ملا هبت الله د خپلو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خپل نفوذ د پراخولو لپاره له بېلابېلو تاکتیکونو کار اخلي. یو له دغو تاکتیکونو  بیعت اخیستل او له والي تر رييس او قاضي پورې د ریاستونو له چارواکو سره مخامخ ناستې دي.

بل تاکتیک یې د واليانو، وزیرانو او ريیسانو شاوخوا ته په ځان پورې د اړوند ملایانو ځای پر ځای کول دي. البته، هبت الله یوازې نه دی او د طالبانو په نظام کې د یوه قشر استازیتوب کوي:  ملایان او مولویان چې قوماندانان نه وو او له مدرسو او جوماتونو امارت ته راغلي دي. د سراج الدین حقاني او ملا یعقوب په څېر کسان پوځي واک لري او د ځانمرګو شبکو او جنګیالیو رهبري د دوی په لاس کې ده. ځينې یې د ملا برادر په څېر د قوماندانانو او نفوذي کسانو تر څنګ بهرنۍ اړيکې هم لري. ځینې ​​یې مالي سرچینو لکه قاچاق او جهادي مرستو ته لاس رسی لري. خو د ملایانو یوه ډله چې له دغو امکاناتو او سرچینو نه محرومه ده د ملا هبت الله په شاوخوا کې راټول شوي او د هغه د مقام او نفوذ په زور د هېواد د مالي، نظامي او اداري سرچینو د نیولو لپاره جنګېږي.

ملا هبت الله کله کله په ډاګه حکم کوي چې فلانۍ برخه زما ده! د روان کال د تلې په ۱۸مه یې د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو رییسان خپل دفتر ته ور وبلل. په دې غونډه کې قاضی‌القضات او ملا هبت الله ته یو له نېږدې کسانو مولوي عبدالحکیم، د چارو ادارې ريیس شیخ نورالحق انور او د طالبانو د استخباراتو د عمومي ریاست اپراتیفي مرستیال ملا تاجمیر جواد هم حضور درلود. په هغه راپور کې چې د طالبانو د ریيس الوزرا د دفتر پر پاڼه خپور شوی، راغلي چې ملا هبت الله د شریعت د تطبیق، اطاعت او د قربانۍ او د ځان تېرېدنې په اړه له خپلو معمولو خبرو وروسته هغوی ته امر وکړ چې حساب ور کړي.

هغه په دې غونډه کې ان د طالبانو د امارت له چارواکو غوښتي وو، چې «په هر قیمت حکم او فرمان پر ځان تطبیق کړي.» دا ډول غوښتنه بې سارې نه ده او د درد خبره دا ده، چې د طالبانو د حکمونو د پلي کولو په لاره کې ډېرو ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډېرې وژنې او ورانی یې کړی دی.

په هغې غونډه  کې ملا هبت الله استخبارات د خپل شخصي نفوذ حوزه بللې او د نورو د لاسوهنې په اړه یې خبرداری ورکړی دی. هغه په ​​ښکاره ویلي:

«استخبارات یو داسې ارګان دی چې مستقیماً له مشرتابه سره تړاو لري. هغوی له دې ځایه لارښونه ترلاسه کوي، د نظام بنسټونه ټینګوي، د دښمنانو شوم پلانونه له منځه وړي، او هغه شوم پلانونه کشف او شنډوي چې دښمن یې زموږ پر وړاندې لري.»

دې غونډې هم څلور ساعته دوام کړی و او په  تفصیلي راپور کې یې د ملا هبت الله له خبرو پرته بل چا ته اشاره نه ده شوې او داسې ښکاري چې د بشري سرچینو له مشرانو سره د غونډې په څير هغه د دې  غونډې یوازینی ویناوال و او نورو د خپل امیر د پوښتنې په ځواب کې یوازې د ایت لوستو او د بیعت اعلانولو ته د خولې پرانېستو  حق درلود.

د هغې نارضایتۍ اصلي لامل چې په دې ورځو کې ډاګیزه شوې، د هغه څه خلاف چې ځینې شنونکي یې وایي، د خلکو پر وړاندې د ملا هبت الله افراطي سیاستونه، لکه له دفترونو د غیر طالبانو لېرې کول، د ښځو پر زده کړو بندیز او د بشري ضد محدودیتونو لګول، نه، بلکې د خپلو داخلي سیالانو څنډې ته کول او په اداري چارو کې د هغه تر بریده زیاته لاسوهنه ده. ایا د ملا هبت الله او د هغه ملایان به په ریښتیا هم  وکړای شي چې کندهار د امارت د مشرۍ پر ځای او د طالبانو د رهبرۍ په یوازینۍ مرجع بدل کړي. که داسې وشي نو ایا د امارت د ننه یووالی به وساتلای شي؟ وروستۍ پوښتنه دا چې د خلکو په ورځ تر بلې نارضایتۍ او نړۍوالو فشارونو سره به، د واک او سرچینو د وېش پر سر د هغوی د خپل منځي ترینګلتیاوو پایله د طالبانو په تور امارت څه راولي؟

ورته لیکنې

Back to top button