نامنور استبداد
یونس نګاه

ملا هبت الله له اشرف غني سره ځيني ورته والي لري. ښاغلى غني يو لوستی او تحصیل کړی سړی و. هغه د فکري فورمولونو په مرسته هڅه کوله چې افغانستان په چټکۍ سره د یوه «عادل نظام» خاوند کړي څو خپل «کاواکه حکومت» اصلاح کړي او په درېیو کچو «کورنۍ، سیمه ییزه او نړۍواله» کچه خپلې ستونزوې حل کړي څو د هېواد اوبه د تېلو په بیه بازار ته وړاندې شي، برېښنا یې هند او پاکستان ته صادره شي، ترانزيټي لويې لارې ولري او هوايي دهلېز یې د ترانزيت محدوديتونه لېرې کړي. ملا هبت الله هم د هغه په څېر د فکري فورمولونو خاوند دی او د افغانستان لپاره په درېیو کچو یعنې کورنۍ، سیمه ییزې او نړۍوالې کچې پلانونه وړاندې کوي. نوموړي د عادل نظام په اړه هم خبرې کوي او د بشري سرچینو له رئیسانو سره یې په کتنه کې چې رپوټ او جزیات یې په ۸صبح کې خپاره شول، پر اشرف غني یې په «دروغو» د عمري عدالت د شعار ورکولو له امله نیوکه کړې ده. ملا هبت الله د عادل نظام د رامنځته کولو لپاره د قانون، اقتصادي پرمختګ، ښوونې او روزنې او د کارموندنې په اړه خبرې نه کوي، بلکې د ټولو ستونزو حل د شریعت په پليتابه کې ګڼي. نوموړي د روان کال د تلې په ۱۸مه د هېواد د ۳۴ ولایتونو د استخباراتو له ريیسانو سره په کتنه کې ویلي دي، چې ټول چارواکي دې ورته حساب ورکړي چې د حکومتولۍ په یوه کال کې یې څومره شریعت پلی کړی دی. هغه د تر خپلې قوماندې لاندې رياستونو له مسوولينو دا نه دي غوښتي، چې د اقتصادي پرمختګ، د پوهنې د ودې، د صنعتي توليداتو د زياتوالي، د وزګارتیا د کمښت او د قانون د تطبيق په اړه راپور ورکړي. د هغه حساب غوښتنه د شریعت په پلي کولو کې د (پرمختګ) لپاره ده، هغه شریعت چې په عمل کې په امر بالمعروف او نهي عن المنکر او جهاد پورې رامحدودېږي. نوموړي د وزارتونو د بشري سرچینو له ريیسانو سره په کتنه کې دا هم ویلي، چې شریعت د ټولو ستونزو د هوارۍ کيلي ده او په هر کار کې باید له علماو (ملایانو) سره مشوره وشي، ځکه چې شریعت بشپړ دی او د هر څه لپاره یې سمه لاره ټاکلې ده. په کورنۍ کچه، د هغه ایډیال یوه داسې ټولنه ده چې هر څوک له شریعت سره دومره اشنا وي چې «هېڅ مخالف پاتې نه شي» هغه یو لاس افغانستان، چې له اطاعت کوونکو ډک او جهاد ته چمتو دی، پرمختللی ګڼي. په سیمه ییزه کچه هم ملا هبت الله لکه اشرف غني افغانستان یو فعال غړی غواړي، خو سیمې ته د اوبو او بریښنا په صادرولو او د ټرانزيټ پر څلور لارې د هېواد په بدلولو باور نه لري، بلکې تبلیغ کوي چې هېواد به د جهادیزم د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر څلور لارې بدل کړي څو له دې لارې ګاونډي هېوادونه او اسلامي نړۍ د امارت یا خلافت تر چتر لاندې راشي. هغه په نړۍواله کچه هم تخیلات لري او وايي چې د افغانستان د خلکو دنده په ټوله نړۍ کې د جهاد د بري لپاره چمتووالی او قربانۍ ورکول دي. هغه د افغانستان له خلکو تمه لري، چې زغرې واغوندي او هر ځای ته چې ده یې امر وکړ، ولاړ شي. (د بشري سرچینو له ريیسانو سره د ملا هبت الله د غونډې د راپور ۱۴فقره،).
د اسلامي جمهوریت د لومړۍ لسیزې له وروستیو، کله چې د ۲۰۰۹ کال ولسمشریزې ټاکنې له شرمه ډکو ترېنګلتاوو سره مخ شوې، د رایو غلا او درغلۍ خبره د بهرنیو منځګړیتوب او د جوړجاړي پر بنسټ د یوه مصلحتي غیر منتخب حکومت جوړېدو ته ورسوله، د سیاسي کړیو او لوستو کسانو تر منځ د داسې یوه منظم مرکزي نظام د جوړېدو د اړتیا خبره کېده،چې په مشرۍ کې یې د پوهنې او پرمختګ یو ملاتړی تحصیل کړی کس وي. هغوی ویل، چې افغانستان د ترهګرۍ د ګواښ، سیاسي وروسته پاتې والي، د ډیموکراسۍ په کلتور کې د ریښو نه لرلو او د پیاوړو ګوندونو د نشتوالي له امله د یو ولسواک نظام منلو ته چمتو نه دی او غوره ده چې د مترقي افکارو خو ډېرو صلاحیتونو لرونکی کس د واک پر ګدۍ کېني څو ټیکاو او پرمختګ ته د رسېدو لپاره اړین نظم او ډسپيلین رامنځته کړي، له همدې امله کله کله د منور د استبداد خبره هم کېده.
تاریخ پوهانو او سیاست پوهانو د اتلسمې پیړۍ د استبدادي حکومتونو ټولګې ته چې ویل کېدل سیکولرې، پرمختګپالې او منطقي ځانګړنې یې لرلې او د لوېدیځو هیوادونو لپاره یې له فیوډالي دورې د تېریدو لاره هواروله، د منور استبداد او یا روښانه دیکتاتورۍ نوم ورکړی دی. منورو مستبدانو د روښانتیا دورې د پرمختګونو په ترڅ کې خپل ځواک له اسمان او الهي ارادې سره نه تاړه، خو ادعا یې کوله چې دوی د خلکو د هوساینې او خوښۍ لپاره ځواک کاروي او اصلاحاتو او روښانتيا دا ته یې لېوالتیا لرله. تاریخ پوهان ناپلیون تر ټولو مشهور روښانفکره دیکتاتور بولي. ماریا ترزا (۱۷۴۰-۱۷۸۰) په اتریش کې، د پروشیا دویم فریډریک (۱۷۴۰-۱۷۸۶) او د روسیې دویمه کاترین (۱۷۶۲-۱۷۹۶) هم د مستبدانو په ډله کې مشهور نومونه دي. دوی هر یو په خپل هېواد کې د فساد او انارشیزم پر وړاندې په اوسپنیز سوک سره درېدلي وو، خو په عین حال کې یې اقتصادي او ټولنیز اصلاحات او په ځینو موردونو کې د محکمو خپلواکي او د نظر ازادي هڅوله. دغو دیکتاتورانو ته د منور نوم د همدې اصلاحي تګلارې او پرمختګ ته د لېوالتیا له امله ورکړل شوی دی.
اوس هم په هغو ټولنو کې چې د ډيموکراسۍ لپاره هڅې د انارشيزم لامل کېږي، بلواګري د ډيموکراسۍ د ثبات او واکمنېدو پر وړاندې جدي خنډ ده او بې وزلي او وروسته پاتې والي خلکو ته د ماناداره مشارکت فرصت نه ورکوي، په دې هيله چې له یوې خوا به ټولنه له بې ثباتۍ او بلواګرۍ خلاصه شي او له بلې خوا به له بې وزلۍ او وروسته پاتې والي نه وژغوري شي، استبداد ته لېوالتیا بیا راژوندۍ کیږي. هغه تحصیل کړي کسان او سیاستوال چې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې یې د اشرف غني ملاتړ وکړ او هغه کسان چې د هغه د حکومت په اوو کلنو کې یې ورته د نړۍ د دویم متفکر او بابا لقبونه ورکړل، له همدې ډلې کسانو دي. له ټاکنو وروسته کله چې اشرف غني هڅه وکړه خپل اوسپنیز څوک ښکاره کړي، یو شمېر کسان ترې ولاړل او یو شمېر یې تر پایه تر څنګ پاتې شول. زما ځینو ملګرو او خپلوانو هغه ته د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې رایه ورکړه، ځکه هغوی فکر کاوه چې هغه یو «جدي» او«پوه» سړی دی. خو د وخت تېرېدو وښودله چې د افغانستان وضعیت تر دې ډلې ډېر پېچلی دی چې د یوه «جدي» او «پوه» کس تر شا په درېدو سره سم شي. زموږ دوره له اتلسمې پېړۍ سره ډېر توپير لري او نن ان د امان الله خان په نسخې سره د ملي ستونزو درملنه نه شي کېدای. هر هغه نظام چې د خلکو لپاره غیر فعال رول ټاکي او د هغه کس یا کسانو د ذهني نسخو د پلي کولو هڅه کوي چې څرک یې په کتابونو، ویناوو، دعاګانو او تاریخ کې وي او د ورځې پر پیښو او د خلکو پر هیلو سترګې پټوي، ان که د پرمختګ غوښتنې له نیت سره هم وي ، د ناکامۍ لامل کیږي. طالبان هم د ډیموکراتیک نظام په تشه او د روښانفکره اوسپنیز سوک ته د خلکو په تمایلانو کې واک ته رسیدلي دي. د بهرني ملاتړ ترڅنګ، د ثبات او نظم لپاره د خلکو تمایل – ان د آزادیو د کمولو په بیه واک ته د دې ډلې په رسېدو کې رول لوبولی دی. طالبان خپل امارت د یوه منور استبداد په توګه تبلیغوي، په دې توپیر چې دوی د دې نړۍ د سوکالۍ او هوساینې لپاره روښانتیا او تنویر اړین نه ګڼي، بلکې له دیني عقایدو نه په ناوړه ګټه اخیستنې سره خلک د هغې نړۍ په عقایدو غولوي او له روښانتیا یې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر کچې ته راټيته کړې او خلک پر اطاعت او قربانۍ موظف ګڼي. ملا هبت الله د بشري سرچینو له رئیسانو سره په کتنه کې ویلي دي: «که په رښتیا د دین او شریعت حاکمیت غواړئ، نو قربانۍ ته چمتو اوسئ، زغرې واغوندئ، » هغه د بشري سرچینو له مسوولینو نه چې په بشپړ ډول د مدیریت تخصصي بستونه لري، غوښتي چې خپل اصلي ماموریت د شریعت پلي کول وګرځوي او د نړیوال جهاد په لاره کې قربانۍ ته چمتو شي. ملا هبت الله یوازینی کس نه دی چې دا ډول «تنويري» ماموریت تبلیغوي، بلکې د ذبیح الله مجاهد په څېر کسان هم هڅه کوي چې سانسور، استبداد او اوسپنیز سوک د آخرت په خبرو سره توجیې کړي، په داسې حال کې چې دوی د دې نړۍ د پیسو په راټولولو، سوداګرۍ او د واک د وېش پر سر په جګړو بوخت دي. مجاهد په خپله وینا کې چې د روان کال د فبرورۍ پر ۱۲مه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون له لارې د سانسور د توجیه کولو او د بیان د ازادۍ د مخنیوي په موخه خپره شوه، وویل چې انسان د خدای بنده دی او مطلق آزادېدای نه شي. د هغه په وینا، «انسان مطلق د ژوند کولو لپاره نه دی پیدا شوی، ځکه چې نړۍ د اوسیدو ځای نه دی، ستونزې، مسایل او دغه راز ماشومتوب، ناتواني او بیا مرګ ټول په دې نړۍ کې پر یو کس راځي. دا د ژوند ځای نه دی، د ژوند ځای د مسلمانانو په باور، آخرت دی. د ژوند ځای جنت دی چې هېڅ پای نه لري، نعمتونه یې پای نه لري او د ژوند یې هم پای نه لري. نړۍ د آزموینې یو پړاو دی . خدای ژوند او مرګ د دې لپاره پیدا کړی، چې تاسو وازمویي، چې په تاسو کې کوم یو غوره او ښه عمل ترسره کوئ. نو دلته موږ د دین پر وړاندې او د خدای پر وړاندې مکلف یو. هر څوک چې په هر ځای کې دنده لري باید دا مسؤلیت احساس کړي. موږ په بشپړه توګه آزادېدای نه شو.»
ملا هبت الله په دې وهم کې دی او یا لږ تر لږه په خپلو ویناوو او دریځونو کې داسې ښکاره کوي چې ګوندې د طالبانو په منځ کې له فکري پلوه بشپړ دی، د نیکمرغۍ پر فورمول پوهېږي او د علمونو مور ورسره ده. نو هغه استبداد چې د افغانستان پر خلکو یې تحمیلوي او غواړي د سیمې او نړۍ هېوادونو ته یې صادر کړي، منور او د خلکو په ګټه دی، له همدې امله یې ویلي دي، چې د ده په اداره کې د شریعت پر بنسټ، د جمهوریت ټول قوانین او مقررات له استثنا پرته لغوه دي او ان د هغو د لغوه کولو لپاره «فرمان ته اړتیا نه شته.» د هغه لپاره په جمهوري نظام کې د کلونو کلونو تجربې هېڅ ارزښت نه لري، هغه قوانین او مقررات چې په اوږدو لسیزو کې په ډېرو ازموینو او تېروتنو سره جوړ شوي، د بیا کتنې وړ هم نه دي او باید د زړو کاغذونو په څېر له منځه یوړل شي. هغه ویلي: «شريعت څه ته محتاج نه دی.»
هبت الله اخندزاده او د هغه امارتیان اداري او سیاسي چارې هم د شریعت په دغې بې احتیاجۍ کې رانغاړي. د شریعت بې احتیاجي، مشورې او په واک او نظام کې له خپلو کسانو پرته د نورو حضور ته د ملا هبت الله د بې احتیاجۍ په مانا دی. هغه د ملایانو امارت د متخصصینو او تخنیکي خلکو همکارۍ ته اړ نه ګڼي او نه هم خپل حکومت له خلکو سره خبرو، د رایو اخیستو، پارلمان او استازولۍ ته اړ ګڼي. هغه د نړۍ لومړی متفکر دی او امارت یې هېڅ فکري تعامل او د تجربو او تخصص تبادلې ته اړتیا نه لري.
ملا هبت الله د بشري سرچینو رييسانو ته د خپلو وړانديزونو په دوام ویلي دي: دا چې موږ کامل دين لرو نو بايد د اسلامي نظام لپاره داسې جامع او کامل قوانين جوړ کړو چې د نړۍ ټول نظامونه ورته اړتيا ولري.» هغه د داسې کاملو قوانینو جوړول د خلکو د اړتیاوو ارزول، د نورو ملتونو د تجربو مطالعه او د اداري او سیاسي ژوند په بېلابېلو برخو کې متخصصینو ته مراجعه نه ګڼي، بلکې د ټولو ستونزو د حل کلي یې په کندهار کې او د مولویانو له شورا سره ده. «په همدې خاطر وزیرانو ته وایم چې په هره معامله کې له علماوو سره مشوره وکړئ، ځکه شریعت کامل دی او د هر څه لپاره یې سمه لار ټاکلې ده.»
دغه نامنور استبداد د افغانستان پر خلکو ژوند داسې دوزخ ګرځولی دی چې نن یې شاهدان یو. هغه دوزخ چې د هدیرې نظم، چوپتیا او اطاعت یې ایډیال دی او هغه دنیوي کړاو چې له اطاعت سره مل وي او خلک د قربانۍ لپاره په زغره والو مجاهدینو بدل کړي د منلو وړ او ښه دی. ځکه د ذبیح الله مجاهد په وینا دا دنیا د اوسېدو ځای نه دی! د تورو ذهنونو او مرګ غوښتونکو مستبدانو لپاره، هغه زده کړه چې ښځې او نارینه د اطاعت او مرګ غوښتنې په زغرې سمبال نه کړي د ارزښت وړ نه ده. هغه مړښت او سکون چې سړی د ملا هبت الله او د هغه د ملګرو له منګولو را وباسي، شر دی او لوږه ترې غوره ده.
په تاریخي منور استبداد کې چې په پوهنتونونو او سیاسي حلقو کې پرې خبرې کېږي «څرګند» ټکی له عقب فکرۍ او مرګ غوښتنې ډډه وه. هغه مستبدانو چې په ټولنه کې یې د روښانتیا د زمانې اغېزې لیدلې وې او په دې پوهېدل چې خلک دیني شعارونه او اخروي عقاید نه پېري، اعلان یې وکړ چې د واک د چلولو لپاره له اسمان او دینه امر نه اخلي، بلکې د خلکو خیر او ټولنیز پرمختګ ته اړتیا د هغوی استبدادي واکمني توجیه کوي. ځینې په دې باور دي چې په هغې دوره کې او د هغه وخت د لوېدیځو ټولنو لپاره، هغه منور استبداد ګټور پرېوت او نظم وده وکړه او په پایله کې یې د زادۍ پراختیا ته لاره هواره کړه. البته په بې ثباتۍ او انارشیزم اخته ټولنو کې منور اوسپنيز سوک ته تمایل یوازې په تېر او لویدیځ پورې محدود نه دی، بلکې لکه څنګه چې د دې متن په پیل کې وویل شول، نن هم هغه ناچاره خلک چې ادارې او ډموکراټيکې وسیلې نه لري، کله چې له ښکاره غلاوو، بې اصولو تړونونو، د خلکو د رایو او حقونو د معامله ګرو او ترهګرو او تښتوونکو په لومه کې راګیر شي، نو له خپلو ډیموکراټیکو ایډیالونو او بشري حقونو نه یو څو ګامه شاته کېږي او حاضرېږي چې اوسپنیز سوک په دې هيله وزغمي، چې منور نظم رامنځته شي او د ډوډۍ، اوبو، سولې او تعليم او کار زمينه به برابره شي او په پايله کې ټولنه فرصت پیدا کړي چې د پیاوړو ټولنیزو بنسټونو خاونده شي او له استبداده تېرېدو ته چمتو شي. جهادي استبداد، چې ژوند د مجبوریت یو شر تبلیغوي او د خلکو مادي اړتیاوو ته ارزښت نه ورکوي، ښايي د یو څه مودې لپاره له انارشېزمه خلاصون ته د ټولنې له تمایله د امارت د جوړولو لپاره ګټه پورته کړي، خو ډير پایښت به ونه لري، ځکه چې انسانان نه شي کولای اوده موده له مرګه د وروسته نړۍ په هیله پر خپلې ډوډۍ، اوبو، تعیلم او ارامتیا سترګې پټې کړي. خلک پر دې باور نه شي کولای چې نړۍ د ژوند ځای نه دی او ټول باید کفن اغوستي د اخرت لپاره وجنګېږي.