نېږدې یوه اونۍ وشوه، چې له هلمنده د جنګ سوي آهونه پورته دي؛ بیا یې په بغلان ورلګولي؛ دا څه ډول جنګ و ورانۍ اشتها ده، چې نه مړېږي!!
پر لښکرګاه، چې د جنګ تورې هیولا غېږه را چاپېره کړې ده؛ خلک مات و ګوټ، ځانونه د جنګ آژدها له خولې، د نامعلوم امنځای په هیله، راوباسي!
هلمند کې د جنګ د څلوېښت کلن تور غوبل په خوا کې اوس دوحه کې د دواړو لوریو- افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو تحریک-مذاکراتي پلاو دویمه ناسته شوې او دې پېښې په لومړي ځل ددې هیلې راټوکولي، چې افغانان ترخپله منځه جنګ او شخړه یوه خوا پرېږدي، او د برابرو وروڼو په شان، یو بل ته د سر، فکر او مال د سلامتۍ ډاډ به ورکوي؛ خو لښکرګاه باندې اورلنو ګوزارونو دوام، بیا ولس د ناهیلۍ او بیچاره ګۍ، کندې ته ور ټېل وهلای شي!
د هلمند د حالاتو پر څه ډول انکشاف سربیره، دا هم معلومه نه ده، چې د جنګ او شخړو پهلونان به، د هېواد د ټپي وجود پر کومه بله برخه، بله اورلوبه، را تودوي!
ناکام وګړي او ولسونه، خپل برخلیک له بخت و اقبال سره تړي! خو ژوندي ولسونه، خپل بختونه پنځوي!
ژوند او بخت، د پیریانو په لاسونو غوړېدلی دسترخوان نه دی، چې په تیاره پلتۍ ورته ووهې او د بې مسؤولیته ماشومانو په څېر، ځانته بې پوښتنې عیاشي جوړه کړې!
موږ د یوه ژوندي ولس په توګه، د خپل ژوند و نن و سبا مسؤول یو. روانه جګړه او را روانه سوله هم پرته زموږ د فکر، باور، دریځ او عمل له انعکاسه، بل څه نه دي!
نو د یوه بالغ ملت په توګه راځئ دا نفسي تصورات به هم پرېږدو، چې ګواکې حریف لوری به د خپلمنځي کړکېچ له امله له پښو لوېږي او زما لوریبه ولس ته د سولې مذاکراتو تر څادر لاندې- څرنګه چې غواړي، پر بل لوري خپل فرمایشات لاسلیکوي!
افغانانو او افغانستان لپاره د سولې فرموله ډېره لنډه او هومره ساده ده:
یوه بل ته د سر، فکر و مال خوندیتوب حق قاېلېدل او له دې دریځه، چارې مخته وړل.




