د هلمند ولايت د کرنې رياست وايي، دې ولايت کې ب سږ کال د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر وي. د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي تمه ده، چې سږ کال به د هلمند د انګورو له بڼونو څه باندې ۹۵زره ټنه حاصلات ترلاسه شي.
د هلمند ولايت د کرنې رئیس په وينا، اوسمهال په هلمند کې ۶۹۳۵ هکټاره ځمکه کې د انګورو تاکونه او باغونه موجود دي چې د تېرکال په پرتله ددې ولایت د انګورو بڼونو شمېر زیات شوی او هڅه کوو، چې دا شمېر لا هم زیات شي.
د ښاغلي الکو په وينا، له دغو بڼونو به سږکال څه باندې ۹۵زره مټریک ټنه انګور ترلاسه شي.
د هلمند د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، په هلمند کې ډول ډول انګور تولیدېږي او دا چې د هلمند انګور د نورو ولایتونو په پرتله ژر حاصل ته رسېږي، نو په بېلابېلو ولایتونو کي ښه مارکېټ هم لري.
دغه رياست زياتوي، هلمند کې د انګورو ګڼ شمېر باغونه موجود دي چې د تېرو کلونو سره په لوی توپیر یې د حاصلاتو په کیفیت او کمیت کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.
د هلمند انګور د یو شمېر ولایتونو لکه زابل، غزني، میدان وردګ، نیمروز او کابل ترڅنګ بهرنیو هېوادونو لکه پاکستان او هند ته هم صادرېږي او په بهرني بازارونو کې هم ښه مارکېټ لري.