د هرات امنیتي ناسته سبا په تاجکستان کې ترسره کېږي

۸صبح، کابل: ټاکل شوې د هرات امنیتي ناسته سبا د لومړي ځل لپاره له افغانستانه بهر ترسره شي.

دا ناسته سه‌ شنبه، د لیندۍ په اتمه د دوو ورځو لپاره د تاجکستان په پلازمينه دوشنبې کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې د هرات په امنیتي ناسته کې د بېلابېلو آسیایي هېوادونه استازي د افغاستان او سيمې د وضعیت، په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت او بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ مخکې، د هرات امنیتي ناسته هر کال د ننه په هېواد کې ترسره کېده.

ورته لیکنې

Back to top button