هبت الله سره له ناندرۍ وروسته؛ سراج الدین حقاني کندهار ته تلی

۸ صبح – کندهار: د طالبانو د حقاني شبکې مشر مولوي سراج الدین حقاني د طالبانو پر نالیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده له توندو ضمني نیوکو وروسته د هغه ادعا شوي استوګنځي او د طالبانو د واک مرکز کندهار ولایت ته تللی.

د حقاني ویاند عبدالنافع ټکور د هغه یوه ویډیو خپره کړې، چې حقاني د کندهار له مومند نړیوال خصوصي روغتون څخه د لیدنې پر مهال ښيي.

ټکور د حقاني د سفر د نورو جزیاتو، په ځانګړي ډول له ملا هبت الله سره د لیدنې او د ناندریو په اړه د خبرو په تړاو یې څه نه دي ویلي.

سراج الدین حقاني دوه اونۍ مخکې په خپل پلرني ټاټوبي خوست کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال د طالبانو پر نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله د واک د انحصار او پر نورو د خپلې رایې د تپلو تور پورې کړ او خبرداری یې ورکړ، چې دغه وضعیت نور د زغملو وړ نه دی.

له هغه څخه وروسته د طالبانو د رژیم د رییس الوزرا اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي، د دوی د دفاع وزیر ملا یعقوب او د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو وزیر ملا شهاب الدین دلاور هم پر خپل نا لیدل شوي مشر ضمني نیوکې وکړې.

له دغو نیوکو وروسته، ملا دلاور او د طالبانو یوه بل چارواکي عباس ستانکزي د رسنیو پروړاندې پر خپلو خبرو پښېماني وښوده او ویې ویل، چې خبرې یې ناسم تعبیر شوي او دوی له ملا هبت الله څخه بغاوت نه دی کړی.

څو ورځې وړاندې خبر ورکړل شو، چې ملا هبت الله د خپل رژیم اداري مرستیال ملا حنفي کندهار ته احضار کړی.

معلومه نه ده، چې حقاني هم په هماغه لړ کې کندهار ته احضار شوی، که خپله ورغلی او د ولس لخوا د هغه نالیدل شوي مشر سره د واک د وېش په سر کوم نوي تفاهم ته رسیدلی.

ورته لیکنې

Back to top button