۸صبح، کابل: سرچینې وايي چې له تېرې ورځې راهیسې د افغانستان په سویل کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې او د خلکو اندېښنې یې راپارولې دي.
سرچینو دوشنبه د وږي پر ۲مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې په بازارانو کې د یو لیټر تېلو بیه تر ۸۸ او ۹۰ افغانیو پورې رسېدلې ده.
د سرچینو په خبره، شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغانستان په بازارونو کې د یو لیټر تیلو بیه ۵۷ افغانی و.
هغوی وايي چې د تېلو او ګازو د بیو په لوړېدو د خوراکي او نورو توکو بیې هم لوړې شوې دي.
سرچینې همداراز زیاتوي چې د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو کرایي هم پورته تللې دي.
تر اوسه طالبانو په افغانستان کې د تېلو او ګازو د بیو د لوړېدو په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.





